instruction
stringclasses 1
value | input
stringlengths 46
176
| output
stringlengths 11
63.3k
|
|---|---|---|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: کابل کې د اشرف غني احمدزي په پلوۍ غونډه وشوه
Write an article based on this title:
|
د کابل په لویدیځه څنډه کې د حبیبیې لیسې ته څیرمه د مالیې د پخواني وزیر او د افغان دولت د اوسني سیاسي منتقد اشرف غني احمدزي په پلوی غونډه وشوه. ګډون والو چې شمیره یې نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسیده ویل چې دوي په ولسمشریزو ټاکنو کې د احمدزي کاندیداتوري غواړي او پلوي به یې کوي. ګډون والو ځانونه د دیرشو سیاسي ډلو ټپلو، مدني ټولنو او ملي شوراګانو پلویان په ګوتو کړل. که څه هم تر اوسه ښاغلي غني ځان په رسمي بڼه د ولسمشرۍ څوکۍ ته نه دی نومولی خو غونډه والو غوښتنه کوله چې ا� �رف غني احمدزي دې څوکۍ ته یو وړ کس دی. په کابل کې را غونډیو شویو کسانو وویل چې نوموړي یو ملي شخصیت دی چې د دوي پر وینا افغانستان له اوسني کړکیچ څخه خلاصولای شي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دافغانانو د بدلیدو په هیله مه کیږئ
Write an article based on this title:
|
کاناډایی لیکوال او څېړونکی اریک مارګولیس ـــ ټورنټو سن ورځپاڼه د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه څنګه چې په افغانستان کې د کاناډا تلفات د ډیريښت په حال کې دی نو دا مهمه ده چې درې هغه خورا لوي درواغونه باید تصحیح کړاې سی چې بی خبره او جنډه ښورونکو خپرونو رایج کړی دی . اول ـ وايي چې ( طالبان تروریسټان دی ) افغانستان په ۱۹۸۹ کې د شوروي نیونې په پاي کې په ځانځانی، کورنۍ جګړې او جرمونو کې لاهو سو. جبري زناوې عامې سوې . په نتیجه کې د یوه کلی امام یعنې ملا عمر ژر یوه ډله مذهبي زده کوونکی ( یعنې طالبان) وسله وال کړل . ده وسله والې لارنیونې ، پر ښځو جنسي تری، او د مخدره موادو راکړه ورکړه ختم کړه او یو داسې نظم یې برقرار کړ چې پر عنعنوي قبایلي اوا سلامي قانون باندې ولاړ و. طالبان د سپتمبر د یوولسمې غوندې تروریسټان نه وو بلکې هغوی یو مذهبي او کمونیستي ضد تحریک و چې د پښتنو څخه یې نشات کړی و . د طالبانو زښته زیاته انرژي د افغاني کمونیستانو سره په جګړو کې ضایع سوه . ایران، هند او روسیې په ښکاره د نوموړو کمونیستانو چې وروسته یې ځانونه « شمال ائتلاف » وبلل ملاتړ کاوه . په افغانستان کې اکثریت په اصطلاح « تروریستي کمپونه » اصلاْ داسې اډې وې چې هغو مسلمانو داوطلبانو استعمالولې چې دلته د افغاني کمونیستانو او د منځني آسیا د کمونیستانو سره د جنګ په خاطر راغلی ول . طالبانو د تریاکو او هیروئینو تولید یو مخ بند کړ خو د هغوی وروسته پاته مشرانو دا ثابته کړه چې خورا تند خویه او بې کفایته دی . ښځینه تعلیم په مؤقتی ډول بند کړه سو ځکه چې کمونیستان د ۱۹۷۰ لسیزې پر مهال د همدې مکتبونو له لارې خلکو ته و� �ننوتلې وو . طالبانو پر هزاره اقلیت باندې ظلمونه وکړل او د بودا مجسمې یې والوزولې . خو واشنګټن پر دې ټولو سربیره طالبانو ته د سپتمبر د یوولسمې د حملو آن تر څلورو میاشتو مخکې پورې لا په میلونونو ډالره مرسته ورکوله . امریکا یو وخت همدوی او د اسامه بن لادن درې سوه پله ور ( پیروان) د چین په لویدیځو اسلامي سیمو او هم د روسیې تر واک لاندي منځنې آسیا کې د ښورښ په خاطر استعمالول . خو امریکې خپله دا مرسته هله بنده کړه چې طالبانو د تیلو سترې امریکایی کمپنۍ ته د خورا ستراتيژيکی پایپ لاین د ورکړې معامله ونه منله . د طالبانو مشرانو د سپتم بر د یوولسمې د توطئې څخه چې اصلاْ په جرمنی کې طرح سوې وه هیڅ خبرتیا نه لرله . کله چې امریکا د بن لادن ورسپارنه وغوښته نو طالبانو هغه ځکه ونه منله چې : نوموړي یو ملي میلمه او يو قهرمان و چې همدلته د شوروی پر ضد په جنګ کې � �پږ ځله زخمي سوي هم و. طالبانو وویل چې بن لادن به کله چې امریکا د هغه دلاس لرنې شواهد ورښکاره کړی یوې نړیوالۍ محکمې ته وسپاری. خو واشنګټن دا وړانډیز رد او یرغل يې پر وکړی او پر طالبانو یې د سپتمبر د یوولسمې د حملو پړه واچوله . څنګه چې د امریکا په مقابل کې دریدل ناشونې نو ملا عمر خپلو سړیو ته امر وکړ چې بیرته په پښتنو و� �ننوځي او د یرغلګرو پر ضد یو کوچني چیريکی جنګ ته لاس واچوي. نور تحریکونه هم لکه حزب اسلامي د بهرنی نیونې پر ضد په جنګ کې ورسره ودریدل . کاناډا په ډيره ناپوهي سره د هغو ټبرونو سره په جنګ ورګډه سوه چې یواځني هيله یې د بهرنۍ نیوني ختمول او پر خپل حال پاتیدل دی . دوهم : وایی چې « کاناډا په افغانستان کې د دیموکراسۍ مدافعه کوی» دا صرف او صرف پروپاګنډ دی . ځکه امریکا د کرزی ګوډاګی رژيم په کابل کې نصب کړ ، بیا یې داسې انتخابات وکړل چې آن د شورویانو په واسطه تر انتخاباتو لا هم غولونکی وو. امریکا په سلګونو میلونه ډالره افغاني جنګسالارانو ته د رشوت په توګه ورکوی چې اکثریت یې آن تر خپلو پګړیو پورې د مخدره توکو په کار وبار کې ډوب دې . د تریاکو تولید د طالبانو تر نسکورولو وروسته آن (۹۰٪)ته جګ سوی دی . افغانستان یعنی د امریکا او ناټو تر واک لاندې د مخدره موادو څخه جوړسوی دولت نن د نړۍ د هیروئینو ستره برخه تولیدوي. د کرزي رژیم به د بهرنیو پوځونو د وتلو په عین شیبه کې ونړیږی. امریکا ، کاناډا او ناټو علاوه پر دې چې د مخدره موادو د کاروباریانو سره ولاړ دی ، د هغو بیا راټوکیدونکو کمونیستانو تر څنګ هم ولاړ دی چې د شورویانو په ملګرتیا یې یو نیم میلیون افغانان وژلې او په لسګونو زره نور یې هم کړولی دی . ازبکان یعنی نن د امریکا او کاناډا ملګری تر طالبانو هم ډير ناولی او ظالمان دی او هغوی د مخدره موادو په راکړه ورکړه کې لوی لاس لری . دریم : وایی چې « کاناډا د ښځو د حقوقو دفاع کوی .» دا د خندا وړ چټي خبره ده . ځکه طالبان چې د لویدیځ پروپاګنډ له مخې په دې ترټل کیدل چې د ښځو سره یې ناوړه رویه کوله تر نورو افغانانو په دې اړه خراب نه وو . ښځې اصلاْ په ټوله جنوبي آسیا کې د ناوړه سلوک سره مخام خ دی. لکه څنګه چې په هند کې ناویانې سوځول کیږی او هغه انسان چې د خپلې ارثی مذهبي فرقې نه د کښتو کسانو سره یې واده کړی وی ځړول کیږی . د( لین سیت) خورا معتبرې طبی رسالې له مخې په هند کې د ۱۹۸۵ کال راهېسې اټکل د لس میلیونو ښځو څخه جنین کښل سوی دی . هو ، کاناډايي پوځيان ټولینز مرستندویان ندی او هلته سیمه ایز دودونه هیڅ نه سی بدلولاې بلکې صرف ساده بېعقلان دغسې ګمان کوی . افغانستان ته ورغلو امریکایی او کاناډايي خبریالانو هیڅ داسې شی نه دی لیدلې دا ځکه چې هغوی هلته ژغورنده اوسیږی او د اشغالګرو پوځونو سره يو خای « بیدیږی . » هغوي صرف یو محدود سفر او خوشحالونکی شننې کوی، او د هغې خوا په سوغاتو بار راځي . دا صحیح ده چې جنګ ته هڅونکی او رپانده جنډه ښودونکی به خپل کاغذونه ښه وپلوری ، خو مسؤلانه ژورنالیزم دغسې ندی. د افغان رسالې د ۸۴ ګنې څخه
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: خوابدي مورته
Write an article based on this title:
|
خوابدي مورته ليکونکی: فدامحمد نومير ستاڅه وګ� �ځمه موري داچي خواره نن ښکاريږي خدای دي وساته له مرګه زمادسرسيورۍ ياديږي زماخواخوږ ي مهرباني ته مي لمرته مي اسمان ئي مينه ستاکي مي زړه تودشي ته مي ښکلی سترجهان ئي ستالمن کي ده وزلوبه ديوو څو شريراولادو ارام نه درباندي لوري دحاق شوو نامرادو لاس دي مات پښه دي ده ګوډه دنااهل اولادله لاسه تورڅادردې کړپه ځمکه ځوروي دي سمد لاسه داستاپيي دي ئي زارشي چي کږه لاره روان دي داخوني اولاددي ورک � �ي داچي خوی کي دحيوان دي داپاره پاره لمن دي څښتن بيرته درلمن کړي دااولادچي دي په دښتو مالک بياپه يوو ګلش کړي دانااهل دي کړي خدای اهل چي په سردي زرين شال کړو موري ستادسردعاده چي دسيال سره دي سيال کړو ته وياړلي بوډۍ مورئي هريوو زوی دي دزړه سردی چي ئي ته ئي ځورولي هغه زوی خواروابتردی تاچي کوم کس ځوروينه خدای دي لاسي کاور وچي دبدی توان دي ئي ورک شي چي ئي داړي کاخدای پوڅي انشاالله چي به شې ځوانه چي اولاددي پيوستون کړي بيابه تاج پرسردرکښيږدي چي په يوو لاره خپل تلون کړي دښمنان به دي حيران شي غمازان به وي سرځوړي ايشياکي به اختروي داغياربه وي زړه دړي موري مه ښکاره خوابدي خوابدي نااميدي ده داتياري به سباؤن شي په تروږموکي روښنائي ده ٥،جون،١٩٩٤ متحده ايالات،کلفورنيا
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په هندي کشمير کښئ درنده مرګ ژوبله اوښتي
Write an article based on this title:
|
د هند تر ولکي لاندي کشمير کي د وسلوالو کسانو له خواه په يو بريد کي لږ تر لږه ٣٥ تنه ووژل شول. ويل کيږي دا بريد کيداي شي چي د سخت دريځو اسلام پالو له خواه تر سره شوي وي . بريد د جمو ښار ته نژدي په دوو کليو کي تر سره شوي دي . د جمو ولايت اوسيدونکي او تاوا کلي استوګن د شپي له خواه تر بريد لاندي راغلل. يوازي ٨ تنه له بريد نه په تيښته بريالي شول تر څو په سيمه کي نژدي امنيتي پوستي ته خبر ورکړي. په دي پيښه کښئ ٥ تنه ښځي او ماشومان په کلکه ژوبل شوي دي . اوس پوځ کلک امنيتي تدابير نيولي دي . په هندي کشمير کښي تر ٢٠ ډيري ډلي د خپلواکي لپاره جنګيږي ز تر اوسه تر ٧٠ زرو ډيرو کسانو خپل ژوند ونه دلته له لاسه ورکړي دي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: طالبان بايد له القاعدې څخه ځان جلا کړي
Write an article based on this title:
|
طالبان باید له القاعده او نړیوالو ترهگرو څخه ځان جلاکړي لیکوال: مرادزئ افغاني طالبان د خپل جوړښت ، انګیزو ، اړیکو ، اندونو اوخپلې مخې ته د وړاندې کړیو موخو او دندو له مخې ، د القاعده او نورو نړیوالو ترهگرو ډلو سره په ښکاره او روښانه توپير لري . همدغه توپير دئ چې طالبان باید له دغو تروریستي ډلو څخه ځان رابېل او د هغو پر ځای ، د کابل د شمالي ټلوا� �ې ــ کرزي دولت په دننه او افغاني ټولنه کې د هغو ځواکونو سره ځان ورګډ کړي چې د افغانانو د ملي ګټو او موخوسره اړخ لګوي . طالبان به په دې توګه ، هم خپل هېواد افغانستان د نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای له شر څ خه وژغوري او هم به د کابل د ناکاره او ناوړه دولت څخه دا پلمه واخلي چې د طالبانو په وړاندې د ناټو په ځواکونو ګورګورې څنډي . افغاني طالبان زموږ د ټولنې یو ژوندې واقعیت دئ . د بن په کنفرانس کې د طالبانو او د افغاني ټولنې د نورو سیاسي وطندوستو ډلو له ګډون څخه په لویلاس تېرېدنه ، هغه لویه او خونړۍ تېروتنه وه ، چې د بن د کنف� �انس د ګډون کوونکو او جوړونکو له خوا ترسره شوه . په ټوله کې د روان ناورین د بنسټ ډبره په همدغه کنفرانس کې ایښودل شوې ده . تر څو چې د تېروتنې او ختا اصلي سرچینه او ځای په ګوته نه شي او تېروتنه له کومه ځایه چې شوې په همغه بنسټ بېرته سمه او اصلاح نه شي ، کوږ بار به هيڅوخت منزل ته ونه رسیږي او د روان کړکیچ او جګړې لمبې به تل بلې وي ! څنګه چې له نومه ښکاري افغاني طالبان ، په خټه افغانان دي . دوی سره د بن له کنفرانسه نېولې چې په دولتي واک کې له ګډون څخه بې برخې شول ، تر ننه پورې د افغانستان د کړکیچ په حل کې د میري مور چلن کیږي . ب� �خوا د دوی لیکي هغه وخت نورې هم پیاوړي شوې چې د کابل دولت یوازې د شمالي ټلوالې ( نه د شمال د ولسونو ) په لاس کې ورکړئ شو . دې وطن پلورې ټلوالې چې د هېواد په ورانۍ او ولسوژنه کې يي له ۱۹۹۲ کال څخه لاس درلود ، په دولت کې يي په برلاسۍ سره پښتانه له دولتي واکه ګوښه او څنګ ته کړل . او په دې شیطاني هڅې سره ، پښتنو ته بې له دې چې د طا� �بانو لیکي ورډکې کړي بله لار پاتې نه شوه . همدارنګه د شمالي ټلوالې د زیات واک او سبوتاژ سره د کرزي د حکومت چور او فساد هم ملګرې شو ، ولسونو ته د کار ، زیار او ژوند ټولې لارې بندې شوې او دې ټولو کړاوونو او بدبختیو و� �سونه په تېره بیا پښتانه ( له بدې ورځې ) لکه اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړې . طالبانو هم ، له دولت څ خه د ولسونو له مخ اړولو څخه پوره ګټه واخیسته او نن طالبان د همدغه ناراضي ولسونو په برکت ، د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو مطرح ځواک دئ . د افغاني طالبانو موخه چې دهغې په لیکو کې افغانان او په تېره بیا پښتانه غوښن دي ، باید دا وي چې د بن د کنفرانس د نیمګړتیاو په پام کې نېولو سره ، د کرزي د دولت سره په جوړ جاړي کې دې پایلې ته ورسیږي چې د دولتي واک هغه دمخنۍ منځتشه ډکه کړي او د یو ملي مرکزي پیاوړي دولت په رامنځ ته کېدو کې م� �ستندوی واقع شي . تر څو د داسې دولت په مټ د هېواد روان ناورین ته د پای ټکئ کېښودل شي . افغاني طالبانو موخه باید د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په برید کې وي . طالبانو باید د خپلې لومړۍ واکمنۍ له تېروتنو او خطاوو څخه ډېر څه زده کړې وي . هغه دولت چې په هغې کې طالبان هم غوړه او وړه برخه ولري باید هېواد او سیمې ته سوله ، امن او اقتصادي غوړیدا راولي . خو القاعده او نړیوالې نورې تروریستي ډلې بیا ، ځانته بېل جوړښت ، اړیکې ، اندونه او موخې لري. په دې ډلو کې د عربانو ، چیچنیانو ، ازبکانو ، پنجابیانو ، ایرانیانو او نورو هېوادونو وګړي ګډون لري . دا ډلې په زیاته توګه ، د نورو هېودونو له جاسوسي کړیو سره تړلي دي ، په دغو جاسوسي کړیو کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای هم راځي . له دغو ډلو څخه ځیني د پاکستان د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ غواړي چې په افغانستان ، پښتونخوا اوسیمه کې د يوې ستراتېژیکي موخې پتوګه اسلامي خلافت اباد کړي . د دوی په دغه خیالي اسلامي خلافت کې به واک د پنجاب او عربانو سره وي او پښتانه به ورته د وړیا عسکرو پتوګه جنګیږي . کشمیر ، د افغانستان ځیني شمالي ګاونډي هېوادونه به د دوی د اسلامي خلافت راتلونکې فتحې وي . همدارنګه د پاکستان ای ــ اس ــ ای له دغو ډلو څخه د افغانستان په کړکیچ کې په اور د تیلو د پاشلو کار هم اخلي . ای ــ اس ــ ای په افغانستان او پښتونخوا کې پر دغو ډلو قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران او نور ملي کادرونه وژني . په دې ډول یوخوا افغانستان له ملي کادرونو څخه محروموي او بلخوا په خپلو دغو وژنو سره افغاني طالبان بدناموي . په ټولو هغه ورانیو ، ویجاړیو ، مرګ اوژوبله کې چې په افغانستان او پښتونخوا کې کیږي ، د ای ــ اس ــ ای او نورو جاسوسي کړیو لاس دئ ، خو دا ټولې پر افغاني طالبانو وراچول کیږي . او افغاني طالبان هم ددې لپاره چې ځان د افغانستان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او غښتلي وښۍ او د کابل بې بنسټه دولت چې هغه هم د ډاکوانو او داړه ما� �انو یو بل پنډغالئ دئ وډاروي او راويي لړزوي ، ددغو نړیوالو تروریستانو او ډانګیانو پلاس شوې ګنا او جرم پخپله غاړه اخلي . چې تیږې اخلې ، ځان پرې ولې ملامت څوک دئ ؟ همدارنګه نړیوال تروریستان چې پاکستان يي دېره ځای دئ ، د لویدیځ ، عربو او د سیمې د ځینو نورو هېوادو د ګټو او موخو لپاره هم دلته اشر شوي دي . دا داړه ماران په سیمه کې د لویدیځ د پاتې کېدو لپاره د یوه پله دنده ترسره کوي . پنجاب لکه څنګه چې دمخه وویل شول ، دا تروریستان د افغانستان او هند سره د خپل انډول ساتلو لپاره کاروي . روسیه او ملګري يي د پخوانې شوروي له ماتې څخه د غچ اخیستلو په موخه ، د امریکا او لویدیځ په وړاندې ، سیمه کې ددې تروریستانو شتون اړین بولي . او ایران په افغانستان او سیمه کې د امریکا او لویدیځ بوختیا ، د ځان لپاره یو فرصت ګڼي چې یو څه وخت ځان د دوی له شره لري وساتي او خپله اتومي وسله بشپړه کړي . په دې توګه ګورو چې پاکستان او سیمې ته ددغو تروریستانو اشر او دېره کېدل ، د بېلا بېلو هېوادو د ګټو او موخو سره اړخ لګوي . خو افغانستان چې اوږدې مودې جګړې ځپلئ ، په هيڅ ډول ددغو توریستانو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا نه ویني . افغاني طالبانو ته هم پکار ده چې ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت سره په حساب کتاب کې ، ددې پر ځای چې ددغو نړیوالو تروریستانو او ای � �ـ اس ــ ای ملاتړ ته سترګې ونیسي ، په دولت کې له هغه اړخ سره چې د ملي ګټو په اړوند پایلې ته ورسره رسېدلئ شي او په ټولنه کې له نورو وطندوسته ډلو سره ، یولاس شي او په افغانستان کې د دولتي واک منځتشه ډکه کړي . په دولت کې طالبان پخپل ګډون سره ، نه یوازې د واک اوسنئ بحران له منځه وړي ، سوله او امنیت خپل هېواد ته راوړي او دهېواد بیارغونه ګړندۍ کوي بلکې ، په افغانستان او سیمه کې د ناورین نړیوالو او سیمه یزو لاملونو ته د حل یوه دایمي � �ار پیداکوي . طالبان له القاعدې او نړیوالو تروریستانو څخه په راجلاوالي ، د دولتي واک په بشپړتیا او په هېواد کې د سولې په بسیا سره ، په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو اړتیا له منځه وړي . دولت هم باید څونه چې ژر کېدونکئ ده له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخې ته یوسي. او ددې دوه وستوې ( دوه طرفه واټ ) په پ� �انیستلو سره هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغانان د سولې او ورورۍ پر چرګۍ سره راټول شو . ډاکټر مرادزئ
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کانکور آزموینې پایلې اعلام شوې
Write an article based on this title:
|
د ۱۳۸۸ کال لپاره په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي موسساتو کې د ګډون لپاره د دولسمو ټولګیو له فارغانو د اخیستل شوي آزموینې پایلې د جمعې په ورځ اعلام شوې. د کانکور پایلې د لوړو زدکړو د وزارت په رسمې ویب پاڼه کې اعلام شوي دي. سږ کال په دغه آزموینې کې شاوخوا اتیا ز� �و د دولسمو ټولګیو فارغانوګډون کړی وو. اټکل کیږي چې سږ کال به د تیر کال په پرتله په دغو موسسو کې د جذب کچه څه نا څه لوړه وي. تاسو کولای شي چې خپلې پایلې د لوړو زدکړو وزارت په ویب پاڼه کې په لاندې پته وګورۍ. د � �وړو زدکړو وزارت انټرنټي پته: www.mohe.gov.af
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کندهار هوايی آډه يو ځل پيا زورورو چاودانو ولړزوله
Write an article based on this title:
|
په دی اډه کښی ميشتپه امريکايی ځواکونو د پيښی پخلی کړی او وايی چی دا چاودنی د شنبه په ورځ په سيميز وخت ٩ بجی را منځ ته شوی دی .ويل کيژی په چاودنو کښی مرګ ژوبله نده را منځ ته شوی .دا وروسته له هغه چی کاندايی سرتيری په کندهار هوايی اډه کښی څای پر څای شوی پينځم وار ده چی چاودنی کيږی.د چاودنو په تور څوک ندی نيول شوی .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: بادغيس کې گڼ شمېر ولسي وګړي مړه اوتري تم شوي
Write an article based on this title:
|
وروستيوسيلابونو په بادغيس ولايت کې ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. په دغه ولايت کې د کلتور او ځوانانو د څانګې مشر منلې چې د بالامرغاب او غو� �ماچ په ولسواليو کې تر سلو ډېر کسان د سېلابونو د راوتو له امله ترې تم شوي دي او کرنيزو ځمکو او د استوګنې کورنو ته يې ډېر زيان اړولى دى. سړکونه او لارې له منځه تللې او که په وخت سره له سېلاب ځپلو سره بشري مرستې ونه � �ي، لوى ناورين به رامنځ ته شي. نوموړې منلې چې تراوسه يوازې د ١٥ تنو قربانيانو مړي لاس ته راغلي دي. د بادغيس والي محمد نسيم توخي منلې چې ٥٠ زرو کورنيو ته ځاني او مالي زيان رسېدلى دى او سيمو ته ورغلې لارې ويجاړې شوې دي. دروغتيا وزارت اته ټنه درمل سيمې ته استولي دي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: عاجل خبر! عبدالصمدر روحاني په شهادت ورسيد!
Write an article based on this title:
|
عبدالصمدروحاني چي په هلمندكي دبي بي سي راډيوخبريال وو، تيره شپه دنامعلومووسله والوكسانولخوا له خپله كوره ايستل سوي او همدا اوس (دمازديكر ۵ بجي ) يي جسددهلمندبست روغتون ته راوړل سويدي، ددې خبرپوره جزئيات به وروسته خپاره شي!
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ايا هر نظم شعر دی ؟ - پوهنمل حاجی محمدنوزادی
Write an article based on this title:
|
ددی ليکنې موخه می دډاکتر صاحب شيراقاحرکت پريوه ليکنه باندی لږغوندی تم کيدل اوپه لنډې يادونې سره دهغه دپايلو ارزونه ده ٠حرکت صاحب چی د ( حرکت ) دعلمې ، سياسې اوکلتوری درندی دوه مياشنتۍ جريدی کومه چی دجرمنی د Essen په ښار کی خپريږی ، مؤسس اوچلوونکۍ دی ، دنوموړی جريدی په پرله پسی ٩ او ١٠ ګڼه کښی ئي د ( شعری تيورې علمی څيړنه ) تر سرليک لاندی په خپل قلم يوه نسبتا اوږده څيړنيزه مقاله ليکلې ده ٠ دخدای حق خبره خو داده چی ده هلته دخپلو ژورو فلسفې مطالعاتو پرمټ دخپل قلم زور ازمويلې دی ٠ پدی ليکنه کښی ده دنظم اونثر په هکله خپل دنظر ټکې په ډير ژور تفکر او له منځپانګی نه په ډکو کلمو سره څرګند کړيدې ٠ خوداچی دده دفلسفې څيړنو نژدی ټولې سرچينې په پراخه کچه هغه کتابونه دی چی دپښتو ژبی نه پرته په نورو ژبو ليکل شوی دی ، پدی خاطر نوټوله کارول شوې ترمينالوژی هلته له يوه مخه عربی ، فارسی اوپه لږه کچه دری ده ٠دغه کارئي بيا د پښتو ليک دود په برخه کی دده دقلم څوکه لږغوندی پڅه کړی او دډاکتر صاحب زيار دليکنوسره ئي دبشپړ انقطاب له مخی بالکل مخالف قطب خپل کړې دی ٠ زه خو داغوره ګڼم چی ددغو دواړو قطبونو ترميان يوه منځنې لاره په مخ کی ونيول سی ٠ البته دا يادونه يوازی يوه ضمنې خبره وه اوزما دليکنی موخه هيڅ اړه نه ورسره لری ،ځکه دا کاربيا ځانګړې بحث ته اړتيا پيداکوی چی زما قلم به ئي هيڅکله هم جوګه نه وی ٠ رابه شو اصلې خبری ته : په ژبنی ادب کښی دويلو او ليکلو دپاره نثر اونظم دوی اساسی لاری اولکه حرکت صاحب چی وائي ددغو لاروترمنځ داسی جګې پولی وجود نلری چی ديوی نه بلې ته داوښتو رااوښتو مخه ونيسې ٠ زه هم ددوی ترمنځ دچين ديوال نه وينم ، لکه څنګه چی ازاد شعرونه او مسجع نثرونه ددی ديوال دنشتوالې ښه ثبوت اوبيلګی دی ٠ که چيری نثر دهرډول مطلب دڅرګندولودپاره ډيره اسانه اوپراخه لاره بولو، خونظم بيا رشتيا هم دژورو او دقيقو مفاهمو دافادی پخاطر يوه مقيده وسيله اوخوراتنګه لاره ده ٠ داځکه چی په نظم کی دوزن او قافيی په پام کی نيول يو له بنسټيزو شرطو څخه ګڼل کيږی ٠ همدغه شرط دی چی لاری تنګوی اودمطلب و اسانه څرګندلو ته خنډونه جوړوی ٠ ددی خبری سره حرکت صاحب هم همږغۍ دی ، خوزما په اند کيدلای سی دنظم اوشعر ترمنځ هم لکه دنثر اونظم ترمنځ مناسبت ته ورته يوډول اړيکی په ګوته سی ٠ که چيری حرکت صاحب داخبره هم دزړه دکومی منې چی شعرزموږ داحساساتو ، عواطفو ،غريزو اوارزښتناکو اړيکو څرګندونه ده ، اوداخوټوله هغه ټکې دی چی يوازی دتخيل دخزانې په صندوق کښی پيداکيږی اوپه شعرکی دشعريت پيغلې ته رنګين اميلونه ورپغاړه کوی ، د زلفو په خوشبويې سره ئي دختنه راروان دمشکو کاروان پرنيمه لاره لوټوې ، دمخ په تجلو ئي دڅوارلسمې پرسپوږمۍ تورپوړنۍ غوړوی او دلمر دپلوشو پرمخ دشرم خولې راماتوی ، . . . . نوحرکت صاحب بيا ولي محترم لطيف ناظمې له ګريوانه رانيسې چه دلندن نه خپريدونکې د محبت جريدی د ١٣٨١ کال دجوزادمياشتی په ٦ ګڼه کښی ئي ليکلې دی : (پوهان وائي يوکلام که هرڅومره عالې مفکوره اوانکارنه منونکۍ حقيقت بيان کړی، ډيرښه وزن او قافيه هم ولری خوکه شعريت پکی نه وی ، يعنی په شعری منطق نه وی ويل شوی او دتخيل عامل ئي کمزورۍ وی نوهغه شعر نه بلکه نظم دی ...)، دښاغلې ناظمي ددی نظر په وړاندی حرکت صاحب داسی غبرګون ښئي : ( نپوهيږم کوم پوهان به داسی وايي خوزه پدی عقيده يم ، کوم کلام چی عالې مفکوره ولری اوهم ئي انکارنه منونکۍ حقيقت بيان کړې وی اوډيرښه وزن او قافيه هم ولری نوحتما به په اصطلاح شعريت هم ولری اوکه نثر هم وی هيڅوک به د هغه دارزش څخه منکر نشی ) . دحرکت صاحب دلوړغبرګون په وړاندی زه دا ويل ضرور ګڼم چی شعريت ديوی عالې مفکورې يا ديوه انکارنه منونکی حقيقت اوياهم دښه وزن اوښې قافيي زيږنده ندی داځکه چی وزن اوقافيه په منظوم شعر کی يوحتمی شرط دی ولې هيڅکله هم کافی شرط ګڼل کيدلای نشی ٠ دانکار نه منونکی حقيقت اويا عالې مفکوری بيان بيا په شعرکی خولاڅه ، په نظم يا نثر کی هم کوم ضروری شرط نه راته بريښی ٠ مګرپه دی کی هيڅ شک نسته چی دغه ټکې دنثر ، نظم اوشعر منځپانګه بډايه اوښکلا ئي لا زياتوی چی دارزښت څخه ئي ناظمی صاحب هم هيچرته انکار ندی کړې ٠ حقيقی اومجازی انځورونه دواړه په نظم اوشعر کی خپل ځايونه لری ٠ دا خبره ديادونې وړ ده چی دشعريت زيږونکې مور تخيل دی اوتخيل بيا دهر شاعر دذهنی اومادی سليقوسره فرق کوی ٠ دهمدغه سببه دحرکت صاحب خبره رښتيا ده چه وايي دشعردپاره يودټولولخوا قبول سوی تعريف وجودنلری ٠ دنظم دپاره دواحد تعريف پيداکول ځکه مشکل کار نه بريښي چه هلته دتخيل عنصر کوم چی دهر ځانګړې څيړونکې ياشاعر دپاره تفاوت لرې ،کمزورۍ دی ٠ حرکت صاحب ترډيروپخوڅرګندونو وروسته ليکی : ( نن دشعرکلمه هم دنظم دپاره په منل شوې نوم بدله شويده ٠ زه ددی سره کوم اختلاف نلرم او وروسته لدی به زه هم پدی ليکنه کښی دنظم دکلمی پرځای دشعر کلمه استعمالوم). خوزه بيا غواړم حرکت صاحب ته داخبره په ګوته کړم چی عام وګړی رښتياهم شعر اونظم په يوه معنا استعمالوی مګر دعلمېڅيړنی دنتيجې په توګه به ستاسی ددی پايلې سره چی دشعرکلمه دنظم دپاره يودټولو لخوامنل شوې نوم دې ، څوک قناعت کولوته زړه ښه نه کړې ٠ داچی حرکت صاحب دخپلې په زړه پوری ليکنې سرليک دشعری تيورئ علمې څيړنه ټاکلۍ دی ، داپخپله دی پدی مقيدوی او دی ته ئي اړباسی ترڅودعامو وګړو په پيروئ دهرساده نظم دکلمی پرځای دشعرکلمه ونه کاروی ٠ هغه د احساساتو ، عواطفو ، مينې ، غريزو ………. څرګندونې کله په هرنظم کي موندلای شو ٠ همدغه څرګندونې دی چی دحميدماشوخيل پرژبه ئي دنيم بسمل مرغه نغمه خپره ، دزخمې زړه له خوناب نه ئي ورته د وينو اباسين په موجو راوست ، دحيرت له ښاره ئي فوجونه وتلوته وهڅول او دمجنون پرزړه نقش دښکلې ليلې داشنا تصوير نه ئي ورته معما جوړه کړه ٠ که دغه دتخيل نازکه او نرۍ برمه نه وای نوحميد بابابه هيڅکله هم دويښته دسوری کولو جوګه شوی نه وای ٠ دتخيل ددغې نرۍ برمې کمبود دی چی زما غوندی دنظم هرليکونکۍ موشګاف نه شو ٠ نظم دبډای تخيل په برکت دشعرترکچی وده کوی اويوازی لدې برکت اخيستلو نه وروسته دغسی نظم ته شعر ويلای شو اما نه هرنظم ته ٠ شعرکيدلای شی منظوم يا ازادوی مګرد نظم ښکلا يوازی په منظوم والې کی ده ٠ ځينې څيړونکې خولا دلوړ تخيل لرونکۍ نثرهم دشعرپنامه يادوی ، دبيلګې په توګه : که يوچاته څوک ووايي چی ) سړيه ګوره ته خپل دزړه ټولې خبری ماته بی تشويشه وکړه اوزه به کوښښ وکړم چی بل چاته ئي ونه وايم ( ، دايوساده نثر شو ٠ مګر که همدغه شئ په دی ډول بيان کړو چی ) که ته ماته دخپل زړه ور پرانيزې اودهغه غوټي راته وسپړې نو پدی پوه شه چی زما سينه درازونو يوه داسی صندوقچه ده چی اوه قلفه او اوه مهرونه ورباندی لګيدلې دی (، داځل کولای شو چی نوموړی بيان شعر وبولو ٠
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ولسمشر په بدخشان کې دوگړو پر مړینه خفه شوی.
Write an article based on this title:
|
دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دبدخشان ولایت دکوهستان ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د واورو دورښت لامله چې پنځلس تنو پکې ژوند لاسه ورکړی سخت خفه شوی او کورنیو ته یې دمرستو دليږلو امر کړی. بدخشان دافغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ژمی پکې ډېر سوړ وي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: فتنه ملا
Write an article based on this title:
|
فتنه ملا ليكوال :ميرويس جلالزيځاي: اسلام آباد ۲۰۰۵-جون- ۱۲ د زړي كلا د برج د كړكۍ تر چولې مې د لوى جومات خوا ته وكتل هيڅ مي تر سترګو نسول.يوازي د صايب ګل ماما (م� �كبه) مې تر سترګو شوه چې په شكه غاړه يې رډ رډ يو بله خوا كتل ته به وايې چې، تر بني آدمانو هم اوښياره او په هر څه خبره ده . خړ كلى چوپي چوپتيا په ځان كې نغښتي وؤ.هر خوا كراره كراري ده خو د كلي تر څنګ د هديري پر سر ولاړي جنډي كله كله د ژمي سوړ او لوڅ باد پړك پړك وژړوي.كله باد په قهر سي او كله هم بيا پو پنا سي.ترور مې راته ويلي وو چې پاك شهيد ډير رسيدونكى دى.خاوري يې ډيرو ناروغيو ته ټك او پترى دي. د شهيد د قبر ګرد چاپير غټ غټ سوري تر سترګو كيدل، ته به وايې چې تنورونه دي، خو په ريښتيا زمونږ د كلي پيغلو به د ژمې په سر كې د ښه شګون د اخيستلو لپاره په دي ګوګونو كې اور بلاوه ، درياب به يې واهه ، سندري به يې ويلي او شهيد به يې ګرمو� � . له حصاب څخه وتلي ډير ميخونه د شهيد د زيارت ګرد چاپير ټكول شوي وو .د كلي سپين سرو ښځو به ويل چې كه په زيارت كې يو ميخ وټكول سي نو د غاښ په درد اخته كس به په ژوند كې هم وخ ونكړي. نن هم لمرينه ورځ ده خو باد هم ورسره چليږي .له خپلي ترور نه مې اوريدلي وو چې خر خبر دى .هغي به ويل چې خر د پيريانو غږ اوري او هغوي د سر په سترګو ويني او كله چې پيريان د بني آدمانو كورو ته را نژدي شي خر كوكي وهي او خپل څښتن ته وايې چې پيريان راځي او له هغوي ځان و ساته .په دي خبرو له پخوا عقيده نلرمه .خو ښايې چې نن په خر خبر وؤ.د هديري د شا له خوا كلي ته په راغلې لاره كې راپورته شويو دوړو مې د سترګو سكوت مات كړ.ښه ځير شوم، زمونږ د كلي د جومات طالبان او ملا يو په بل پسي داسي را خطا وتي چې ته به وايې نورو وخوړله او دوي پاتي شوؤ.شيبه نه وه تيره چې د انګريزانو هليكوپټري او ټانګونه د كوز كلي له لاري زمونږ كلي ته راورسيدل .شين سترګي او زيړ ويښتاني په برګو دريشيو كې نغښتي عسكر هره خوا په باغچو او باغو كې توي شول .د وړو مرميو ټكى مازي مازي تر غوږو كيدل.ژر مي د برج كړكۍ پوري كړه او ځان مې د كلا منځ ته ورساوه. له بدي ورځي نن د ښكته جومات ملا عبدالرشيد چې خلكو په ملا فتنه پيژانده غرمي ته زمونږ ميلمه وؤ. زمونږ كورنۍ، ملايانو ته په ښه سترګه نه كتل او تل به راته د كور مشرانو ويل چې له ملايانو لري ګرځه مه ترينه څه غواړه او مه يې وركوه ځكه م� �ايانو ته نن صبا خلګ په سمه سترګه نه ګوري .نه پوهيږم چې څرنګه د ملا بخت زمونږ د كور په دروازي خلاص شوي و� �. په وارخطايۍ مې د كلا په منځ كې په ملا سترګې ولګيدلي دى خواركى هم له كوټي وارخطا را وتلى وؤ او په دي تكل كې وؤ چې زمونږ له كور نه د سپرغو په لور چې د جهاد پر وخت به هم مجاهدين پكښي پټيدل وتښتي او هلته ځان پټ كړي.خو وس خبره تر خبري تيره وه .ملاصايب خپله د لمانځه موسله چې تل به يې ورسره ګرځوله د كلا په مينځ كې په چوتره كيښوده او خپله توره بګړۍ يې په د واړو لاسو په سر ټينګه كړه .خدايه خير هغه را پيښ كړي چې ستا رضا به پكې يې د كلي په منځ كې د وړو مرميو ټك او ټوك اوس وار په وار زمونږ د كلا خوا ته را نژدي كيدلو .اوس ما د ځان ويره هيره كړي وه ، او د ملاصايب ويري هك او پك په زبه ګونګى كړى وم .نن صبا خو زمونږ په ملك كې ملايان سل او زر دښمنه لري .په زبه مې هيڅ نشواي ويلاي، پښي او لاسونه مې پړك اخيستي وؤ ، او له ځان سره مې ويل چې خدايه په ملاصايب څه وكړم بالښت خو ندى چې تر څنګ يې لاندي كړم خو ژوندي بني آدم دى. د ګوليو له غږونو اوس داسي راته معلومه شوه چې دا جګړه زمونږ د كور په لور را نژدي كيږئ او دا سي نشي چې جګړه ماران زمونږ كلا ته � �ا ننوزي . اوريدلي مې وو چې بلا په مخ وهله كيږي نه په شا ملاصايب ته مې وويل : له دي مخكې چې انګريزان يا طالبان كلا ته را ننوزي ما او تا بايد له دي ځاي پښي سپكي كړو ځكه هغوي نه پوهيږي چې مونږ څوك يو داسي ونشي چې يا خو مو د طالب او يا هم د جاسوس په نامه و وژني . ملاصايب سر وخوځول ښايې چې زما خبره به يې منلي وي خو د خواركې غوږو تكليف درلود او په اسانۍ به يې خبر غوږ ته نه لويده .ژر ژر مو د كلا دروازې ته ځانونه ورسول .در دروازي تر چولي مو د باندي وكتل د خان صايب د واټرپمپ د بام پر سر شا او خوا انګريزانو مورچلي نيولي وي .د مرميو پوچكي هري خوا ته باديدي .دوه دقيقي به نه وي تيري چې د كلا د برج پر سر سپيره توره دوړه سوه .م� �اصايب د دروازي تر څنګ له ډاره ټيټ شو او ژر ژر يې د كليمو ويلو ته زور وركړ .ملاصايب مخ را واړو زويه: دا انګريزان خو تر سرو شورويانو هم كاپر دي، والله په بالله سومه ته الله شورويان ډير پې ښه وؤ.كورونه خو يې نه ويشتل د ملاصايب خبره نه وه خلاصه چې د دروازي د ځنځيرانو او دړو شرنګ او درب سو.دوه پنډ عسكر كلا ته را ننوتل ، په ژبه يې نه پوهيدلو په بدله ژبه راته وغږيدل خداي خبر چې څه يې وويل.ملاصايب ته چې مي وكتل داسي مي وانګيرله چې دى په دې ژبه پوهيږي .د سترګو په اشاره مې ورته وويل چې ملاصايب دوي څه وايې؟ راته يې ووي� �: ژر شه لاسونه پورته كړه او واسكټ وباسه دوي همدا وايې!په بيړه مو بي له ځنډه واسكټونه وباسل او لاسونه مو پورته ونيول.يو عسكر له مونږ سره ودريد او بل يې ژر ژر د كلا څلور كونجونو را وسپړل .د توپك په خوله يې زمونږ د اوبو بيلر ګيرړي كړل او هيڅ يې هم ونه موندل.په خپله ژبه يې خپل هغه ملګري ته چې زمونږ تر څنګ ولاړ و� � يو څه وويل.سوكه مې ملاصايب په څنګلي چخ واهه څه يې وويل ملاصايب؟ ملاصايب د سترګو تر كونج راته وكتل د خداي غضب دي درباندي نازل شي ،غافله انسانه ،منافقه ، تلفظ يې بريتش ده په ډيرو خبرو يې زه هم نه پوهيږ م.د ملاصايب خبري لا سمي نه وي خلاصي شوي چي سرتيرو وخندل او په انګريزي يې څه وويل او د لاسونو په ښورو� �و زمونږ له كلا ووتل.ملاصايب هم د دوي په چم د خپل ښي لاس ګوتي ورته وښورولي او د هغوي په چم يې ورسره مخه ښه وكړه .له عقله لري خبره وه .پاور مې نه راتو.د ملا صايب سر په انګريزۍ ژبه خلاص وؤ.ژر ژر مو د كلا د� �وازه وتړله .بلا وه بركت يې نه وؤاوس پوه شوم چې د كلي خلكو په ناحقه ملا صايب ته فتنه نه ويل .ملاصايب په ريښتيا هم فتنه وؤ.د كليوالو هغه خبري ريښتيا وي چې ويلي يې ملا عبدالرشيد د انګريزانو په ژبه پوهيږي ځكه تل يې په حجره كې د د بي بي سي راډيو چالانه وي
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: له ولسمشر کرزي څخه د یو افغان غوښتنه(دسمیعي لیکنه)
Write an article based on this title:
|
له ولسمشر کرزي څخه د یو افغان غوښتنه(دسمیعي لیکنه) یادونه: دا لیکنه د انجینیر حبیب الله سمیعي له خوا را لیږل شوي او د میرویس جلا� �زي له لوري ایډیټ او خپریدو ته چمتو کړای شوي ده.په دې لیکنه کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه شوي چې د سردار مح مد داود خان د واکمنۍ د عدلیې د وزیر او لوی څارنوال د جسدونو د موندلو په باب د پلټنو امر وکړي. لکه څ� �نگه چې تاسي ته معلومه ده د محترم حامد کرزی دحکم په اساس د افغانستان د لومړی جمهور ریس شهید سردار محمد داود خان او دهغه دکورنۍ د اجسادو د پیژند ګلویۍ امر څو میاشتې دمخه صادر شوی وو، چی پدې اساس یي د پلڼنی په منظور یو کمیسیون چې مشري یی د عامې روغتیا وزارت مسکلي مرستیال فیض الله کاکړ پر غاړه لرله.کمیسیون هم د ولسمشر د دستور پر بنسټ په خپل کار پیل وکړ او تر څنګ یې د محترم کرزی دغه تاریخی اقدام د افغانستان د زیاتو خلکو له خوا وستایل شو او د ډیرو مسلمانو وگړو د خوشحالۍ سبب وگرځید . په هر حال موظف کمیسیون د ډیری مودې راهیسی دغه پ� �ټنه د کابل په شکمنو مناطقو کی سرته ورسوله چی د ډیرو پلټنو او د جنرال پاچا میر په مرسته د شهید سردار محمد داود خان او دهغه دکورنۍ ډلیز قبر د څرخې پله زندان شمالي اړخ ته نژدې په پولیگیون نومي ساحه کې کشف او د تحقی� �اتو اوداجسادو د پیژندګلویۍ په منظور د څو میاشتو لپاره دملی امنیت په روغتون کی وساتل شوو. د څیړنو پایلو او طبی تحقیقاتو دا جوته کړه او په پای کی دشهید سردار محمد داود خان مړی تشخیص شوو. البته کله چې دغه خبر د رسنیو لخوا خپور شوو د یوې خوا ما د خوشحالۍ احساس وکړ چې د شهید سردار محمد داود خان مقبره به معلومه شي او ډیر مسلمانان به له نن څخه پس د هغه مقبرې ته د هغه د روح دعا ته ورځي د بلی خوا زه ډیر زیات مایوسه هم شوم ځکه چې د سردار محمد داود خان د حکومت د عدلیې د وزیر شهید پوهاند وفی الله سمیعی او د هغه وخت د قاضی القضات او لوي څارنوال شهید موسی شفیق قبر چی د څرخي پله په پولیگیون کې د شهید سردار محمد داود خان د قبر په 40 مترۍ کې موقیعت لري او د هغوی په هکله دولت هیڅ اقدام په پام کی نلري. زه او جنرال پاچا میر چې پر هغه وخت د پلیګون قوم اندان وو څو میاشتي دمخه د څرخي پله پولیګون ته د شهید موسی شفیق د کورنۍ د غړو سره یو ځای ورغلو او مونږ د جنرال پاچامیر په مرسته وکولای شول چې هغه موقیعت تثبیت کړو چیرته چې موسی شفیق او د یو شمیر نورو کسانو ډلیز � �بر کوم چې د سردار محمد داود خان له قبر څخه څلویښت متره فاصله لري په ګوتو کړو. ما له دې کار وروسته سمدستي د عامی روغتیا وزارت له مرستیال فیض الله کاکړ سره ولیدل او د موضوع په باب مې ورسره خبري وکړي. فیض الله کاکړ د � �هید موسی شفیق او پوهاند وفیع الله سمیعي د قبرونو او اجسادو د پیژندګلوۍ په باب ماته وویل چې دا کار نه شی کو� �ای دا ځکه چې د شهید سردار محمد داود خان د جسد د پیژندګلویۍ امر ولسمشر کرزي صادر کړی وو خو که چیرته ولسمشر د دې دوو نورو کسانو د پیژندګلوۍ په باب امر وکړي نو مونږ به اقدام وکړو او مونږ په دې باب په خپل سر هیڅ نه شو کو� �ای .ښاغلي کاکړ راته وویل چې که چیرته ولسمشر کرزي د پوهاند وفیع الله سمیعي او موسی شفیق د مړو د پیژندګلویۍ په باب راته امر وکړي نو مونږ به هرو مرو خپلې څیړني پیل کړو. اوس د شهید موسی شفیق او پوهاند وفیع الله سمیعي کورنۍ د ښاغلي کرزي څخه غوښتنه کوي چې موظف کمیسیون ته دنده ورکړي تر څو د دواړو شهیدانو د مړو د پیژندګلوۍ په اړه پلټني وکړي او د هغوې مړي دوي ته وسپاري. د یادوني وړ ده چې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ د عدلیې وزیر او د اسلامي نهظت بنسټ ایښودونکي پوهاند وفیع الله سمیعي د اسلام د لاري د شهیدانو په ډله کې مخکښ ګڼل کیږي او د افغانستان د شهیدانو په تاریخ کې به تل تر تله د یوې ژوندې خاطرې په توګه پاتي وي. نوټ:جنرال پاچا میر د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د پولیګون مشري پر غاړه لرله.نوموړی هغه کس دی چې د سردار داود خان او د هغه د کورنۍ د یو شمیر غړو اجساد د کمونیستي رژیم په دستور د هغه په مټ د پڅوا څخه په کیندل شوي قبر کې خښ کړای � �وي وو. په درناوی انجینیر حبیب الله سمیعی 0707960237-0786689067 habib.samyee@gmail.comhabib_sam@yahoo.comhsamyee@usaidcdp.org
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: پا کستاني پوځیانو دوه افغان ماشومان په ډزو ووشتل
Write an article based on this title:
|
پرون سه شنبه دعقرب په ۱۲د۱۳۸۸ دسهار۶بجی پاکستاني پوځیانودشمشتوکیمپ چی دپیښورښارڅخه ۲۵ کیلومتره واټن لري د افغان مهاجرینوپه کورونو ډلیزي چاپې ووهلې اودهرچاپه نیولواوځورولویی شروع وکړه ددی حالت په لیدوسره دافغانانودبچیانواو ښځو حوصلې ختمي شوې اودپولیسو اوپوځیانوپه لوردتیږوګذارونه دلاریون په شکل شروع وکړل خو پکستاني پوځیانو په هغوی دګولیوناتار ډزي وکړې چی په پایله کی یې دوه ماشومان چي انعام الله او طارقنومیدل په شهادت ورسیدل او۶ کسان ډیرسخت ټپیان شول. دا په داسي حال کي ده چي په تیرو دو اونیو کي په پاکستان کي نږدې ۹۰۰۰ افغان مهاجر په پاکستان کي نیول شوي چي اکثره ئې د مهاجرت قانوني اسناد هم په لاس کي لري خو چارواکي هغه نه مني . بلخوا دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کي دخپلو اتبعاو په پوښتنه او ګرویږنه کي پاته راغلی دی او په پیښور ، کراچي او کوټه کي افغان کونسلګری دژورنالیستانو اومطبوعاتو دې پوښتني ته هم هیڅ ځواب نه وائی چي ولي د پاکستان د دولت څخه د افغان مهاجرینودبې ځایه ځورونو مخه له دیپلوماتیکو لارو نه حل کوي ؟
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دښاغلي كرزي دراتلونكي حكومت سياسي او اداري جوړښت
Write an article based on this title:
|
haqyar@gmail.comدښاغلي كرزي دولسمشرۍ مطلقې ناكامې اته كلنې دورې ته په كتلو داسې انګېرل كېدله چې ښايي دابه نودده وروستۍ دوره وي ،اوپه راتلونكيو ټاكنو كې به له ولس څخه د حيا له كبله هم ځان كانديدنكړي،اوكه ځان كانديد هم كړي نو دده له لاسه ترپوزې راغلى ولس به دوه رايې هم ورنكړي . خو و� �وستي سياسي حالات ،ددولتي ملاتړ شتون ،معاملې جوړجاړى،سازشونه ،حاتم بخشايي ګانې ،پرېمانه لګښت ،بېدرېغه ژم نې ، له مجبوريته د امريكااو دهغه د متحدينو ملاتړ ،له ټاكنو سره د پښتنو ددلچسپۍ اود ګډون دامكاناتو نشتوال� � ښيي چې پياوړى اټكل دادى چې د راتلونكيوپنځوكالو لپاره به هم دبخت اوتاج اوتخت مرغه دښاغلي كرزي پرسر كښېني،اوپنځه كاله نوربه هم افغان ولس اوپه ځانګړي ډول پښتانه دجبر اوستم پدې ميچن كې ميده ميده كېږي. اوس چې د افغان ولس پركرونده ددې آفت نزول يقين ته نږدى شوى نو دده له اجرائاتو ،كاري ډلې ،ژم نو،جوړجاړيو،دكمپاين له څهرو،اته كلنې كاري سابقې دده د راتلونكې پنځه كلنې دورې سياسي اواداري ن� �كيلاتي جوړښت داسې پېش بيني كېدلى شي : ۱- :دښاغلي كرزي دحكومت د ادوره به ترپخوا هم ډېره كمزورې او دى به � �ېر بېواكه وي ټول واك او اختيار به له جنګسالارانو سره وي ،دى به د هغوى په مخ كې هېڅ هم نشي ويلى ځكه چې دده بريا به هغوى دخپلو مرستو مرهونه اودى به خپل ممنون بولي ،كه هغوى پر دې ولس هرډول چپه مېچن چلوي نو دى به اړوي چې هر فشار ته يې غاړه كېږدي. ۲ __ ددولتي او شخصي ځمكود غصب مافيا به ډېره ځواكمنه شي دكابينې يوه غړي پخوا ويلي دي چې اوس هم هره ورځ په منځنۍ كچه زرجريبه ځمكه دزورواكو لخوا غصبېږي اوس چې دامافياواكم نه شي نو هرومرو ده چې داكچه به هم لوړه شي. ۳- دنشه ييزو كر او قاچاق به ډېراو افغانستان به له دې پلوه نور هم نوم بدى شي، درسمي احصايو له مخې په ۱۳۸۰ هجري لمريز يادطالبانو دسقوط په كال په افغانستان كې ټول ۱۷۰ ټنه ترياك توليد شوي وو خو په ۱۳۸۸كال داكچه۸۵۰۰ټنو ته لوړه شوه اوښايي پنځه كاله وروسته داكچه ۱۷۰۰۰ټنو ته ورسېږي، ځكه چې كرزى صاحب دنشه ييزوله سوداګروسره دوستي پالي چې ښه بېلګه يې دخپل كم پاين لپاره له زندان څخه دنشه ييزو د۵تنوقاچاقبرو خوشې كول دي. ۴-- ،دجنسي تېريو او دانساني قاچاق او اختطاف مافيا به څوربه اوحاكمه وي ،ځكه چې له دوى ټولو سره ائتلاف شوى او شرايط يې منل شوي دي . ۵ __ په حكوم تي تشكيلاتواوكابينه كې به ډېره برخه دجنګسالارانووي ،له لوېديځ څخه راغلي تكنوكراتان به يا د مالګې په هم دې غر كې مالګه ګرځي او يا به تېښتي ته اړوېستل كېږي . ۶- اداري او سياسي فساد، بيروكراسي كارماتونه ، پر ضوابطو دروابطولومړيتوب به اوج ته ورسېږي . ځكه چې له كمزوري او ائتلافي حكومت سره داپديدې تړلې دي . ۷ __ ښايي دوزارتونوشمېرله دېرشو،دولاياتو له څلوېښتواو دمشاور وزيرانوشمېر له دوه سوه هم واوړي ،ځكه چې كرزي صاحب آن له هغه كمزوري ګوندسره هم كم تركمه د پنځو وزارتونو ژمنه كړې ،اواړدى چې هغوى وپالي اوخوښ يې وساتي نو كه د بين المللي شرم او توهين له كبله دوزارتونو شمېره سلوته لوړولى نشي نو دمشاورو وزيرانو شمېرخود خپلې خوښې تركچې لوړولى شي. ۸_ دده كابينې ډېر غړي به دده دكمپاين له ملګرو وي ،ترڅنګ به يې ورته ولايتونه اوسفارتونه هم وركوي. ۹_ په بهر كې به مو پاسپورت اهميت ونلري ،ځكه چې ډېر سفيران به مو داوس په شان نالوستي او له فرهنګ څخه لېرې وي له څوخودغرضه هېوادوپرته نوره نړۍ به مو حكومت د جنګي مجرمينو ،دبشر د حقوقودماتوونكيواو جنايت كاروحكومت بولي ،په هر هوايي ډګركې به راته په برندو برندو كتل كېږي اوسخته تالاشي به موكېږي . ۱۰_ بيارغونه ،دولس خدمت اود هېواد د پرمختګ فكر به نور هم كمزورى او هېواد او هېوادوالوته اخلاص او صداقت به د مرغۍ شيدې شي. ۱۱__كه احياناً ولسمشر كرزى په ناخبرۍ كې كوم وړ او هېواد ته مخلص داسې شخص چې له غلوسره د جوال خوله ونه نيسي وګوماري ،نو دپخواپه څېركله چې كرزى كوم سفرته لاړشي ،د هغه دم� �ستيالانولخوابه ګوښه اوپرځاى به يې د هغوى دخوښې شخص ګومارل كېږي. ۱۲__ پښتانه به لاهم درپه دره شي ،په ح اكميت كې به محكوم وي،آن دولسمشردمرستيالانو لخوابه هم بهرنيو پوځونوته د پښتنو سيمې دترهګرۍ هډې او پښتانه تر هګرمعرفي كېږي ،اووژل كېږي به ،پدې سيموكې معارف ،بيارغاونه ،داقتصادښه والى خوپرېږده.پرپولې دواړو خواوو ته پرتو پښتنوبه دجينوسايډ دپروژې دپليتابه لپاره لاهم لاره هواره شي. ۱۳__ شمال ته له � �استنېدونكيوټولوپښتنوسره به په ډاډه زړه دخواجه بهاءالدين دپښتنوپه څېرچلندكېږي ،ځكه غليمان لاهم تشجيع او پوه شول چې دپوښتنې يې څوك نشته ده ، له شمال څخه به نور هم پښتانه كندهار ،كابل اوهلمند ته راكډه شي . ۱۴__ دكرزي صاحب له ژمنې سره سم به په حكومت كې شل په سلوكې ونډه خليلي اوپنځلس په سلوكې محقق ته وركول كېږي . ۱۵_پنجاب ،بهسود،جاغوري ، اجرستان اوپاميربه ددېرش زره تنو نفوس او دوه زره كيلو متره مربع مساحت په � �رلوولايتونه شي ،خو شينواري ،شينډنډ،برمل او زرمل به دپنځوسووزرو)پنځولكو) تنو نفوس او پنځوس زره كيلو مت� �ه مربع مساحت په لرلو ولسوالۍ وي ۱۶_پدې خاطر چې دباميانو ،دايكندي اوپنجشېرډېرې علاقه دارۍ به هم ولسوالۍ � �ي،ښايي دولسواليوشمېر له ۳۶۴څخه ۴۰۰ته لوړشي. ۱۷__ دپنجاب ،بهسود،جاغوريو، اجرستان اوپاميرولاياتوپه جوړېدوبه په ولسي جرګې كې دې ولاياتو دبرخې غړيوپه ډېرښت سره دولسي جرګې دغړيوشمېرله ۲۵۰څخه ۳۰۰اودهېوادمص� �في بوديجه به له درې ميليارده ډالروڅخه څلورميليارده ډالروته لوړه شي. ۱۸__ په پښتون مېشتوسيموكې به هم په محكموكې دجعفري مذهب له مخې پرېكړې دود اومتعه نكاح (صېغه ) اومسياربه په ټول افغانستان كې رواج شي. ۱۹__ ايراني ،تركي، هندي اوتاجكي كلتوري يرغل ته به لازمينه برابره شي. ۲۰__ كه احياناً دكوم فوق ا� �عاده اړتيايا فشار له مخې بهرنيان ووتل نودمړي نڅا،پرسرونو دمېخ ټك وهلو.....ته به زمينه برابره شي ۲۱__ستمي كړۍ به دحكومتي امكاناتو په كارولو سره ځانونه ښه ځواكمن ،شتمن متحداو دعلم په ګاڼه سمبال كړي او بل ځل ټآكنې به په نره وګټي. ۲۲__ په حكومت كې دپښتنو دونډې دكمښت اوله دوى سره دمورمېرې دسلوك له ام� �ه به هغوى له حكومت څخه نهيلي اولېرې شي،له حكومت سره به مرستې نه كوي ،اوپه هېواد كې به دجنګ اوجګړواورته نور هم لمن ووهل شي. ۲۳ __ كرزى به ډېره هڅه وكړي چې دبل ځان كانديدولولپاره داساسي قانون ځينې مواد دځان په ګټه بدل كړي ،خو جمعيت ،نظارشورا،پدراميان اونورافغانستانيان به هم دحكومت له امكاناتو څخه په ګټه اخستنې � �ېر پياوړي شوي وي.هغوى به هڅه كوي چې اساسي قانون دځان په ګټه بدل كړي ،اودرياستي نظام بېخ وباسي. ۲۴ __ م يډيا اومطبوعات به تش په نوم ازادوي ،دبيان ازادي به په رښتياهم ((مفته كيسه))وي،دجنګسا� �ارانو پرضديوه كلمه ليكل به هم ځان وژنه وي ،دخودسانسورۍ كلتور به دودشي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د زروړانګي مجلي 1384 کال دوهمه ګڼه د چاپ
Write an article based on this title:
|
د کندهار ولايت دپوهني د رياست او د افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي Afghan Education Foundation ) (ګډي دوه مياشتي خپروني (زروړانګي ) دوهم ګڼه دچاپه راووته چي لاندي مطالب په كښي ځاي پر ځاي سوي دي : ښوونكي د ټولني مهذب مخكښ ( سرليكنه) اسلام يو تل پاته لار ( سنځر (ځيرك) يا الهي ( نصرت نيازي) د ښوونكي د ورځي په وياړ ( د ښاغلي حامد كرزي پيغام) داټولنه د ښوونكي د زيار پايله ده ( عبدالظاهر قلموال) افغان ايجوكيشن فاونډشن ... ټولنه ده ( مركه) يوبل ښونيز كال پاي ته ورسيد ( حيات الله رفيقي) دښوونكي مقام ( نوراحمد اميري) د غريبك پيژندني پر اثر مخكتنه ( احمد شاه پوپلزي) درياضي پيدايښت (حبيب الله ژباړه) د قانون حاكميت ( عبدالصمد خاورين) هغه پښتو اسم چي تر اوسه يي علمي رنګ نه وو اخستي ( قرانمل) دتمدن اهميت ( حمزه شينواري) ورزش دصحت استازي ( شهزاده نيساري) سپوږمۍ د يوشتمن سوداګر لور وه ( كبرا مظهري) اوداسي نوري ليكني او شعرونه ځاي پر ځاى سوي دي د تليفون شميره : ۰۷۰۳۲۶۰۷۱ (۰) ۰۰۹۳ دبريښناليك پته: Zarwranga@hotmail.com
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په افغا نستان کې دايران جاسوسي شبکې
Write an article based on this title:
|
په دې خبره کې هيڅ شک او شبه نشته چې ګا ونډي ا يران لا د ډيرو پخوا و ختو نو نه زموږپه خاوره کې جا سو سان در لودل او تل يې د خپلو جا سو سانو په مر سته زموږ د ګران هيو اد دخلکو تر مينځ دمذ هبي اوقومي تاو تريخوالي په بر خه کې ډير پياوړی او فعال رول لو بولی دی ٠ البته ددوی رول هغه وخت ډير پياوړی او فعاله شو کله چې ز موږ په ګران هيواد افغا نستان کې د غو ايی کو د تا و شوه او په هغې پسې يو نيم کال وروسته روسانو ا فغا نستان ونيوه او ز مو ږ ډير شمير هيوادوال ګا ونډيو هيوادونو او له هغې جملې نه ايران ته په ليږد او مها جرت مجبور شول٠ايراني اخو ندان چې نو ي واک ته ر سيدلي وو او نورو هيوادونو ته يې د خپل انقلاب د صا در ولو خو بو نه ليدل نو ښه مو قع او فر صت په لاس ورغی او د افغا نستان د شيعه مذهبو اته ګو ندو نه يې په خپل هيواد کې جوړ کړل چې دغه ټولو ګوندونو ته د ايران ددولت له خوا ځانګړې بودجه ورکول کيدله ٠په دغو ګو ندونو کې د وحدت اسلامي ګوندچې مشران يې عبدالعلي مزاري،خليلي،محقق او نوروو، دحرکت اسلامي ګوند چې م� �ري يې ايت الله شيخ محمد اصف محسني ته ور په غاړه وه او دنصر ګوند چې د هزاره جا تو په سيمه کې يې فعا ليتونه در لو دل ډير مشهوردي٠دايران ا خو ندي رژيم دغو ګو ندو نو ته د پيسو د ور کو لو پرته دوی ته د پو ځي روزني زمينې هم ب� �ابره کړه او دوی ته يې به يې تل ويل چې تا سو په افغا نستان کې د سنيا نو له خوا تر ظلمو نو او تيري لاندې ياست او بايد د سنيانو دظلمونو په مقابل کې مبارزه او مقا ومت وکړئ٠له بلې خوا ددغو ګو ندونو ملايانو ته د ايت الله او حجت الا سلام لقبو نه ور کړل شول او ډير شمير ځو انانو ته يې ددې زمينې بر ابرې شوې چې په قم،مشهد او نورو ښا� �ونو کې مذ هبي زده کړې تر لا سه کړي اوماغزه يې د تعصب په زهرو ککړ کړي ٠ددوی پو ځي رو زنه سپاه پا سداران ته ور په غا ړه وه چې دايران او عراق تر مينځ جګړه کې ددو ي زيات شمير د ايران په ګټه د جبهې په لو مړ يو ليکو کې جنګيدل چې د يوې احصا يې له مخې څه د پاسه اته زره تنه چې په همدې ګو ند ونو پو رې يې اړه در لوده په همدې ا ته کلو نو جګړو کې و ژل شوي دي او تقر يبا د پنځه زرو په شا او خوا کې ټپيان شوي دي.اوس به را شو چې ايران په ا فغا نستان کې نو ر څه هد فو نه لري چې د خپلو جا سو سانو په مر سته يې پلي کول غواړي٠دکمونستي رژيم تر را پر زيدو وروسته کله چې د مجا هد ينو تر مينځ د واک پر سر جګړې را مينځ ته شوې دکابل په لو يديز کې دايران همدې جا سوسو ګو ندونو او له هغې جملې نه د وحدت ګو ند چې خلکو به ور ته وحشت وايه د اسې فجايع ترسره کړې چې انسانيت او ا فغا نيت تر ې کر که لري .دغه ګو ند د خپلو مشر انو په امر او دايران په دستور د مذهب او قوم تر نا مه لاندې ډيرې ميندې بوري کړې چې د خ� �کو په سرونو کې د ميخونو د ټک وهلو او داوښ دنڅا کيسې او دا ستا نو نه هغه څه دي چې ايراني چا رواکو او په تيره بيا په کا بل کې د ايران د وخت سفارت پکې لوی لاس در لود٠د ايران بله ناولې مو خه داده چې د خپل فر هنګي ير غل له کبله زموږ فر هنګ کمزوری کړي ،له همدې کبله دوی غواړي چې زمو ږ ددري ژبو هيواد والو اصيلې لغوي پانګې له م ينځه يوسي اوپر ځای يې ايراني اصطلا حات او محاوری را مينځ ته کرې چې زموږ دري ژبي هيوادوال وربا ندې نه پو هيږي اوااشنا يي نه ور سره لر ي ٠له بلې خوا ايران ز موړ د ګران هيواد ملي مفاخر او و يا ړونه خپل بولي دبيلګې په توګه مولانا،عنصري،سنايي،انصاري او د هيوا د ستر نا بغه جمال الدين افغاني او زموږ هيواد و ياړلي ا فغا نستان د خر اسان بزرګ يه نا مه يا دوي او تر او سه پورې هم وياړلی هرات د خپلې خا ورې برخه او جز ګڼي٠دايران دو لت همدا اوس ترورستانو ته او هغه چې د افغا نستان په و ړاندې عملا جنګيږي وسلې ور کو ي او پو ځي مر ستې ور سره کوي ٠داير ان دولت د ا فغا نستان د ورونو قو مو نو تر مينځ د نفرت خوريدو او مذهبي تا و تر يخو الي ته هم لمنه و هي٠ايران نه يو ازې په افغا نستان بلکې په ګاونډ يو هيوادونو لکه هندو ستان،بنګله ديش،پا کستان او تا جکستان کې د خپلو سفار تو نو،فر هنګي مر کزونو او مد رسو له لارې جا سو سان لري چې په د غو جا سو سانو کې ملايان، � �يکوالان،ژور نالستان،ښوونکي، د پو هنتو نو نو استادان او محصلين اودښوونځيو زده کوونکي هم شا مل دي٠دا فغا نستان دو لسي جر ګې د غړی ښاغلي نجيب کابلی دا خبره بيخي سمه او پر ځای ده چې ايران په کابل کې د جا سوسۍ شبکې ل� �ي٠ښاغلی کا بلی خو يوازې د کا بل خبره وکړه او د ا فغا نستان د هغو ولايتونو نومو نه يې وا نه خيستل چې د ايران سره په ګا ونډ کې مو قعيت لري ،خدای پاک پو هيږي چې په هرات کې به څو مره شبکې وي٠ زه د ښا غلي کا بلي ددې هيواد پا لونکي اقدام ته چې با يد د افغا نستان دو لت د دغو جا سو سي شبکو په برخه کې جدي پاملرنه را وګر ځوي د قدر په ستر ګو ګورم او د ا فغا نستان ددولت د امنيتي مقا ماتو نه هيله کوم چې دغه مساله جدي و نيسي او په سرسري او سطحي ډول يې ونه ګوري٠ ځکه که په سر سر ي نظر ور ته و کتل شي نو ترخې او ناوړې پايلې به ولري٠
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ایټالیا افغان جنګ سالارانو ته د امنیت لپاره پیسې نه دي ورکړي
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی د ایټالیا دولت هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکي دغه هیواد د افغانستان د کابل د سروبې په ولسوالۍ کې سیمیزو جنګ سالارانو ته پّه دې خاطر پیسې روکړي چې په دوي بریدونه و نه کړي. د ټایمز ورځپاڼي له فرانسوې چارواکو څخه په حواله خبر ورکړی وو، کله چې د سروبې ولسوالۍ امنیت د فرا نسې ځواکونو ته نه وو سپارل شوی د ۲۰۰۸ کال په لومړیو میشتو کې دغلته ایټالیایې سرتیري ځای پر ځای ول او هغوي د یوه توافق له مخې د ځان د خوندي توب لپاره ځآیې جنګ سالارانو ته پیسې ورکولي او وروسته بیا همدغو جګړه مارو په فرا نسوې سرتیرو برید وکړ چې په پایله کې یې ۲۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته. د ایټالیا صدراعظم سلیو برلس ګوني نن وویل چې دوي هیڅکله هم داسي کار نه دی کړی او د فرا نسې دولت باید په افغانستان کې د ا یټالیوي سرتیرو ماموریت ته ځیان و نه رسوي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دنیمروزدلارام کی مظاره په تاوتریخوالی اودګڼه خلکوپه مرګ ژوبله تمامه شوه.
Write an article based on this title:
|
په داسی مهال چه دجمعی ټوله ورخ سلګونه دلوی لاری مسافر دلارام ولسوالی کی دلار یون له امله په ټپه ولاړوه مظاهره له پولیسوسره په تاوتریخوالی واوښته. دنیمروزامنیه چاروقوماندان عبدالجبارپردلی په ټلفون سره دپیښی جزیات داسی ازادی راډیوته ورکړه. لاریون کونکوشمیرسیمه ایزه خلکوله بکواه ،دلارام ،خاشرود،اوګلستان ولسوالی څخه ګڼ شمیریادکړافغانستان کی یی دایتلافی ځواکونودحضوردختیمدواودملکی کسانودکورنوتالاشی بتدول غوښته . دوی په ټلفون سره وویل ۱۳کسه یی مړه ۲۶تنه ټپیان شوه خودولتی چارواکووویل دمسافرودلاری دخلاسون په نیت یی په مظاره کونوکودخوریدوهڅه وشوه کیدی شی ځینی یی زیان من شوی وی مګرنه په دومره شمیرچه رسنیوته وویل شوه.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: غزل
Write an article based on this title:
|
غزل په زړه كې مې بلا اوسي يادونه د جانان و ما ته ښكاري هر خوا تصويرنه د جانان رڼا د سپوږمۍ يو خوا او رخسار د جانان بل خوا يوه نظر ته نه رسي لمرونه د جانان نن بيا به سپرلى خړ شي چې زما و خوا ته ګوري نن بيا مې دې په زلفو كې ګلونه د جانان زما ځواني به خاورې او ايرې كړې د يار غم زما ځواني به ګل كړي څو لوظونه د جانان اوس ټوله سرمايه مې د ژوند پاتې دوې خب� �ې څو ښكلې (خاطرې) او څو ليكونه د جانانخاطره اسحاقزۍ
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: کرزي وايي مخدره مواد د ترهګرۍ په پرتله ستره ستونزه ده .
Write an article based on this title:
|
افغان ولس مشرحامد کرزی وایي په دې هیوادکې دمخدرو موادوکرکیله اوقاچاق اوس مهال دترهگرۍ په پرتله ستره ستونزه ده .کرزي وویل اوس که دا لانجه هواره نشي نو نړیوال به چي افغان ولس مشرحامد کرزی وایي په دې هیوادکې دمخدرو موادوکرکیله اوقاچاق اوس مهال دترهگرۍ په پرتله ستره ستونزه ده . کرزي وویل اوس که دا لانجه هواره نشي نو نړیوال به چي اوس یې افغانستان ملگرتیا ته اړتیا لري یوځل بیا له دې هیواده مخ واړوي . دافغانستان د یوشمیرولایتونو والیان او دامنې قومندانان یې پدې وترټل چي په خپلو سیموکي دي د مخدروموادو د راکمولو او یا هم یومخ له منځه وړولو لپاره کاروکړي . کرزی بیاوویل دتیرو جگړو په کلونوکی زیاتونړیوالو اوسمیزو جاسوسي ادارو دافغانستان په دولتي اداروکي د ځالي کولو هڅي کړي . چي اوس یې دا ادارې یومخ ترواک لاندي دي ښاغلي کرزي هغو ټولو دولتي مامورینوته چي دده په وینا د بهرنیو جاسوسي سازمانو په لوموکي ښکیل دي اوکار ورته کوي د ترسختو سختي سزاورکولو گواښ وکړ. ده که څه هم دکوم هیواد یا جاسوسي سازمان نوم ځانگړۍ نه کړ خو وی وويل چي اوس مهال دافغانستان هره حکومتي اداره دنړۍ له رنگارنگو جاسوسي ادارو سره تړلې دي . کرزي وویل ډاډ لري چی را رواني ټاکني به هغسي چي تمه یې کیږي بریالۍ ترسره شي خودا په افغانستان کي د ټولو چارو دسمون معنی نه لري . خوشحاله وو چي دافغانستان دخلکواستازې به د ولسي جرگۍ او ویلایتي شوراگانو له لاري ده ته دولس ژغ رسوي اوهم به داسي یو ځواک رامنځ ته شي چي د افغان حکومت ټول کړه وړه تر څارلاندی ونیسي . جمهورریس یومخ خوشحاله ښکاریده د معمول په خلاف یې داځل یوازی په دري ژبه خبري وکړې او ویل یې هیڅ کله به د کوم حزب یا سیاسي تحریک د جوړولو هڅه ونه کړي . که څه هم دنړی په نورو ډیموکراسی گانوکي دولتونه هڅه کوي چي په پارلمانونو کي خپل په زړه پوري استازي ځای کړي خو دی به دومره زیاته ډیموکراسی نه کاروي او هڅه به کوی چي دخلکو هغه ریښتني استازي دافغانستان په پارلمان کي ځای شي چي د افغان حکومت سترگه وسوځوي . دا په تیرو درینموکلونوکی دوهم ځل دی چی دافغانستان ټول والیان او دولایتونو دامنی قمندانان په پلازمینه کابل سره را غونډیږي او په هغومسایلو خبري ورسره کیږي چي په هیوادکي لانجې را ولاړوي لکه دمخدروموادوکرکیله اوقاچاق اداري فساد ناامني بډي اخیستني له حکومتي واک نه ناوړه گټه پورته کول اوداسی نورکړکیچن مسایل . کرزي دافغانستان دبهرنیوچارو دوزارت په ستر تالارکي راغونډو شویو سمیزو واکمنوته وویل چي ددوي ځیني په خپلو سیموکي له حکومتی واکه ناوړه گټه پورته کویي ، په ډیروکلیو او ولسوالي گانوکي افغان ولس ځورول کیږي ، په حقونویې تیری کیږي اوپدې سربیره یې سرومال ندي خوندي . په والیانو یې ټینگاروکړچي عامو خلکوته دي دخپلو دربارونو لارې نه بندوي دهغوی ستونزي دي واوري مرسته دي ورسره وکړي او د افغانستان ددولت دا پیغام دي ورورسوي چي حکومت د خلکو بادارنه بلکه خدمتگاردي جمهورریس حامدکرزی دوالیانو دوه ورځني غونډی ته په خبروکی دننگرهاراو بدخشان والیان پدي چي دمخدروموادو کشتونه یې کم کړي ، د هرات اوقندهار پخوانی والیان اسمعیل خان او گل اغاشیرزوي پدې چي په خپلو سیموکی یې بیارغوني ته پام کړې ونازول خو ځینی نورو ته یې چي دده په اند بریالی نه وو دشرم غوښتنه وکړه
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: اقتصادی خپلواکی مهمه ده که سیاسی خپلواکی ؟
Write an article based on this title:
|
دا هغه بنسټیزه پوښتنه ده چی زمونږ دعملی سیاستونو او سیاسی رویو موخه ټاکی ، یوه برخه کسان په دی فکر کښی دی چی اقتصاد له خپل اهمیت سره سره بیا هم د اولیت ترجیحاتی مقام نلری ځکه چی بی له سیاسی خپلواکی او سیاسی لومړمقام څخه اقتصادی غښتلتیا په سیاسی ډګر کښی هیڅ اغېزه نلری اویا ډیره کمه اغیزه لری ولې دفن پوهاندی په دی کښی شک نلری چی بی له اقتصادی خپلواکی او اقتصادی وړتیا سیاسی ازادی تش په نوم یوه ازادی وی چی سربیره دازادی نوم پری ایښودل شوی وی او په لاندی ضروریاتو او اقتصادی اساسیاتو کښی دانظام تل دنورو دستنګر او محتاج او همدا احتیاج ددوی خود ارادیت تر پوښتنی لاندی راولی . دا ځانله بحث دی چی سیاسی ازادی څه معنې لری اویا سیاسی ازادی مونږ په کومه معنی استعمالوو ؟ او یا داچی داقتصادی وړتیا لپاره زمونږ هدف او کړنلاره څه ده ؟ دخبری معنیوت ددی خبرو په تعین کښی نغښتی دی . له سیاسی ازادی نه زمونږ موخه په خپله خوښه او خپل تدبیر سره د خپل دوست او دښمن پیژندل ، خپله سیمه او وګړی دخپل نظر له نقطی سره سم په یو مدبرانه لوری رهبری کول ، سیمه ایزی شخړی دخپل لوردید پر بنسټ حل وفصل کولو ته مونږ سیاسی ازادي وایو اقتصادی ازادی هم مونږ دی ته وایو چی خپل اخراجات او دژوند دخپل ضروری توکیو پوره کول له یوی دوامداره منابع څخه لاس ته راوړل شی او دا لاس ته راوړنه خودانحصاری ولری پر بل انحصار ددی خبری غمازی کوی چی اقتصادی خود کفالتی شتون نلری ، له بل نه زمونږ مراد اوس بل هیواد دی دهیوادونو شتون چی نیشنلزم تشکیلوی یو ځمکنۍ حقیقت دی دا وخت لا ندی رارسیدلی چی دنړی خلک ټول دیوه هیواد وګړی شی او یا ټول انسانان په یوه مذهب شی ، همدا نیشنلزم دی چی انټرنیشنلزم یی په یوه بڼه تشکیل کړی دی نو بنا پر دی دنیشنلزم لومړنی اساس یعنی جغرافیایی وحدت دهر ځانګړی قام (ملت) ته اړین بلل کیږی . سیاسی میکنانیزم دجمهوری طرز حکومت له لاری د تنظیم اوسیاسی پارټی له لاری منسجم کیږی ، خپلی ترجیحاتی غوښتنی او ډله ایزی موخی د همدغه سیاسی ګوند په کړنلاره او اساسی قانون کښی ځای پرځای کیږی له سیاسی قانونی لارو اقتدار ته دانتخاباتو له لاری ځان رسوی ، دخپلو معقولو او ګټورو برنامو دلرلو له کبله وګړی همدا سیاسی تنظیم د اقتدار سپارلو وړ ګڼی او نوموړی سیاسی ګوند د هیواد دچارو واګی په لاس کښی اخلی او خپلی دهیواد دلوړو ګټو او دانسانیت افادی کړنلاری پر مخ بیایی . ولی څه چی داصل خیر منبع ده هغه اقتصادی بنسټونه دی همدا بنسټونه شتمنی پیدا کوی بیا همدا شتمی د سیاسی اقتصادی پالیسیو له لاری د ټول انسانیت او هیوادوالو د ښیرازی په موخه تقسیموی . اقتصادی وړتیا تر هرڅه وړاندی علمی قابلیت غواړی هغه علمی قابلیت لومړی توب نلری چی اقتصادی تقسیم او اقتصادی پالیسی وضع کړی دا ډول علمی وړتیا د دوهمی درجی اهمیت لری . لومړی عملی وړتیا هغه ده چی دانسان ټول معاشی او معاشرتی ضرورتونو ته دایجاد او تخلیق له لاری ځواب ووایی .دا هم دساینسی او ټیکنالوجیکل عملی وړتیا له لاری امکان لری چی انسان ته دمادی تخلیق او ایجاد لاری چاری لټوی .دمادی ایجاد او تخلیق له لاری دصنعت او انډسټری بنسټیز جوړښت (انفراسټرکچر) منځ ته راځی همدا صنعتی زونونه خپل پروډکټس (تولیدات) پیداکوی په دی کښی د روزمره داستعمال توکی ډیر ارزښت لری چی باید په کور دننه بسیا منځ ته راولی ، بیا همدا تولیدات د تجارتی مال په حیث دهیواد په نورو هیوادونو کښی پلورل کیږی چی مالی قوت هیواد ته په لاس ورکوی او همدا مالی طاقت دی چی خپل اخراجات پری پوره کیږی او یوه برخه یی بیرته د خپلو صنعتی وړتیا او لا ښه تنوع لپاره مصرفیږی . صنعتی ماشینونه او انفراسټکچر له دباندی راواریدول اقتصادی خودکفالتی نه راوړی بلکه یو بل مرض (کنزومریزم) زیږوی ، دا کنزومریزم هغه بلا ده چی مقامی وسایل او شتمنی په بی انډوله توګه دباندی لیږدوی اودهواد دخلکو قوت خرید دنورو هیوادونو وجیبونو ته لویږی او له همدی ماشینونو تولیدات پیداکول او پر خپلو خلکو خرڅول دخپلو خلکو د بدترین استحصال په معنی دی . پکار دادی چی لومړی هغه علمی وړتیا پیداکړل شی چی صنعتی ماشینونه په کور دننه ایجاد کړی او ددی ایجاد لپاره لوی صنعتی بنسټ ( میګا ټیکنالوجیکل بیس) جوړ کړل شی یا په بله اصطلاح هغه کارخانه جوړه کړل شی چی کارخانی جوړوی .په علمی توګه دامقام حاصیلول ساینسی فکر او په ټولنه کښی ساینسی طرز فکر او طرزعمل ضروری خپلول ضروری دی له هرهغه رواج او عقیدی نه ځان او ټولنه ساتل ضروری دی چی ساینسی ایجاداتو او دکایناتو په اړه ساینسی تجرباتی او مشاهداتی فکر ته زیان رسوی . چی کله ټولنه دساینسی بنسټونو په ارزښتونو عمل پیل کړی نو ساینس دخپل ساینسی روح په مټ دټولنی وړ افراد دی ته هڅوی چی دانسانیت او دهیواد دګټو پر بنسټ دانسان دژوند په هوساینی کښی د نوی ټیکنالوجیو د ایجاد پر شتون او ضرورت فکر وکړی او یا په شته ټیکنالوجیو کښی پر نوی نوښتونو فکر وکړی او ټولنه یا هیواد دنده لری چی داسی وګړی نوی ایجاداتو ته وهڅوی او هغوی په مالی او علمی توګه مجهز کړی .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په پکتیکا کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي.
Write an article based on this title:
|
دپکتیکا ولایت دامنیت چارواکی سمونوال عبدالمالک دبینوا همکار ته ویلي چې ددغه ولایت دبرمل په ولسوالۍ کې تیره شپه دنامعلومو وسلوالو په یوه برید کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي. دغه ولسوالۍ له پاکستان سره پر پوله پرته چې ځينې وختونه ترې دپیښو خبرونه ورکول کیږي. چارواکو دا کار دتل په څیر دهیواد ددښمنانو بللی.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: کرزي د ننګرهار د پرونۍ پیښې د پلټلو امر کړی دی
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی افغان ولسمشرحامد کرزي یوه تحقیقاتي پیلاوي ته امر کړیې چې د ننګرهار ولایت د پرون ورځي د چاودنې تحقیقات وکړي. پرون د ننګرهار په ولایت کې دبم په یوه چاودنه کې د ناټو نهه سرتیري او څلور افغان پولیس د هغو ۲۹ تنو ژوبلو کسانو په ډله کې ول چې پرې بم والوت. په دغه پیښه کې د ننګرهارد والي د ویاند عبدالزي پر وینا چې دوه تنه وژل شوي دی. د ناټو یوه ویاند هم په کابل کې ومنله چې په دغه پیښه کې د دوي نهه تنه سرتیري ژوبل شوي دی . حامد کرزي د اسدالله وفاه په مشرۍ یوې ډلي ته امر کړی چې د دغې پیښې تحقیق وکړي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دقومي اوطبقاتي اذادۍ لارښودشېرعلي باچا
Write an article based on this title:
|
کله چې د پښتونخوا وطن دسیاسي تاریخ په پانړو نظراچوو،نوځنې نومونه د ورایه ذهنونو ته راځي لکه باچا خان ،خان شهید اودل سمد خان اڅکزی،کاکاجي صنوب� �حسین،وليخان،رزاق دوتاڼی،افضل بنګښ،شېرعلي باچا او داڅې نور.خوکله چې دپښتون سیاست سره سره د بې وزلې طبقې یا د کارګرانو او دهقانانو لپاره د مبارزې ذکر کوو نو د شېرعلي باچا اوافضل بنګښ نوم د ذهن په وړانګو کې ځلیږي.افضل بنګښ اوشېرعلي باچا دپښتونخوا وطن هغه و ړمبي سیاسي پوهان وو چې د قامي ازادئ سره سره یې د طبقاتي ازادي اخست� �ولپاره د طبقاتي جبرپر ضد مبارزه د خپلې تګلارې موخه وګرځوله.افضل بنګښ او شېرعلي باچا خپل سیاسي ژوند د نی� �نل عوامي ګوند نه پیل کړ او دخپل ژور اوسپیځلي سیاسي فکرپر اساس یې ځان د عوامي نیشنل ګوند مخکي کتار ته ورسو� �و.په عوامي نشنل ګوند کې یې د ولي خان ،ارباب سکندر،اجمل خټک ،افضل خان او نورو سیاسي مشرانو سره یو ځای کار وکړ.په نیشنل عوامي ګوند کې یې د اولس دټولو قشرونو د صفونو برابرولو لپاره د خپل توان نه هم زیات زیار وباسلو او دغه غیر منظم اولس یې په یو تار وپېرل.بنګښ صیب اوباچاجي ډېرمشترک فکرونه او خویونه لرل.دواړو د سیاست پوهې سره سره ادبي پوهه هم لرله ،قانون پوهه هم وو او دواړو سوشلسټ سیاسي ایډیالوجي هم لرله.کله چې په نیشنل عوامي ګوند کې د مزدورانو ،کسانانو،قانون پوهانو،لیکوالانو او زده کونکو سازمانونه جوړول شروع شو نو دم زدودرانو او کسانانو د منظم کولو لپاره بنګښ صیب او شېرعلي باچا ته مسولیت ورپه غاړه شو .دواړو د خپل سیاسي فکر او ایډیالوجۍ سره سم د مزدورانو او کسانانو کتارونه برابرول پیل کړل او ډېر په ایماندارئ یې خپله وظیفه ت� �سره کوله او مزدوران او کسانان یې په رښتیا د خپلو حقونو نه خبرول د جبر او ظلم نه د خلاصون لار یې ورته ښود� �ه.خو کله چې د وطن ظالم خانان اونوابان په دی پوهه شول چې بنګښ صیب او شېرعلي باچا په رښتیا دا بې وزله اولس له ژبه ورکوي،په خپلو مسایلو یې پوهه وي او د خلاصون لار ورته روښانه کوي نو دوي یې د اجمل خټک په لاس د یوه پې� �نهاد وړاندې کولو د ګوند د چارو نه لیری کړل او د ګوند بنسټیز غړیتوب یې ورله ختم کړو.دواړو ددغه پرېکړې پر ضد خپل عکس العمل ښکاره کړو او دوی د ګوند مشر ولي خان ته اپیل وکړخو لکه چې هغه هم په دغه سازش کې شامل وو.ک� �ه چې دا دواړه سیاسي رهبران د نیشنل عوامي ګوند د مشرتابه نه مایوسه شول نو د مزدور کسان ګوند په نوم یې جدا سیاسي ګوند جوړکړو او د مزدور کسان ګوند تاریخي اساس نامه[دستور]یې وړاندې کړو. افضل بنګښ او شېرعلي باچا دخپل سیاسي فعالیت محور اشنغر(چارسده)وګرځولو.ځګه چې په اشنغر،مردان،ملاکنډاو سوات کې خانئ په زور وې او په دغو سیمو کې د لویو خانانو(جاګیردارانو)ظلم،جبر،بیګاراو نورې ناوړې خپلې انتهاته رسیدلې وې.دهقانانو به په خپله خوښه ژوند نه شو تېرولې،دوي دا حق نه لرلو چې خپل بچي ښونځیو ته وليږي،خپلې لوڼا په خپلې منشاء واده کړي او یا په خپله مرضئ په انتخاباتو کې چا ته رایه ورکړي.دهقانانو ته به ډېرپه سپک نظر کتلې شو او دوي به نه شو کولې چې دسیال په توګه ژوند وکړي.دهقانانو به په پټو کې دکار ورسته دخان په اوجره کې بیګار کولو او د دهقانانو د کور ښځو به دخان په کورکې بیګار کولو(بیګار به یې هغه کار ته ویلو چې په بدل کې به ورته پیسې نه ورکیدلې) افضل بنګښ او شېرعلي باچاددغه طبقاتي جبرپر ضدسیاسي مبارزه پیل کړه دکلیو،بانډو دورې یې وکړې.د لاندې سطحې نه د دهقانانوپه منظم کولو لاس پورې کړو.او په ډېره لږه موده کې یو انقلابي سازمان جوړولو کې بریالي شول.بنګښ صیب او باچاجي په ز� �ګونوسیاسي کارکونکي وروزل او د نظریې په وسله یې سمبال کړل.دوي دسیاسي مبارزې سره سره توده مبارزه هم جاري وساتله.بنګښ صیب او باچاجي دپاکستان مزدور کسان ګوند سره هم یوځای کار وکړوخوپه قومي سوال یې اختلاف راغلواو دغه تګ سرته ونه رسېد.افضل بنګښ دخپل ژوند په اخري شپو کې په نیشنل عوامي ګوندپاکستان کې بیاشامل شوخو شېرعلي باچا اوملګرو یې اختلاف وکړو.اودا اوږده اړیکي سره وشلیدل. شېرعلي باچا یوځل بیا ديوغټ امتحان سره مخامخ شواو خپل تیت او پرک لښکریې سره بیا راټولول پیل کړل.په دې موقه باچاجي دګوند نوم پښتونخوا مزدور کسان ګوندکېښود� �و.دا هغه تاریخي موقه وه چې باچاجي په شمالي پښتونخوا کې په ړومبي ځل د پښتونخوا نوم معارفي کړو.باچاجي او دهغه ملګرو خپل کارله ادامه ورکړه.باچاجي دمزدورانو کسانو لپاره د مبارزې پرڅنګ د پښتونخواوطن دمحکوم اولس او په ملک پاکستان کې یې د اولسواکۍ(جمهوریت)غوښتنه هم کوله.په ملک کې د امریت پر ضدغږپورته کړو او په نتیجه کې باچاجي دفوځي دکتاتور لخواونیول شو او په بالاحصارکې یې په ټارچرسیل کې وساتل شواو ډېر تشدد پرې وشو خو دشېرعلي باچا په اراده کې د زرې هومره فرق هم رانغلو.کله چې د ضیاالحق دکتارتور له خوا دپاکستان صدراعظم ذوالفقارعلي بهټو پهانسي شو نو باچاجي په مردان کې د هغه غایبانه جنازه وکړه او جنازې ته یې خپله تاریخي وینا وکړه ،ده په خپله وینا کې دا تاریخي جمله استعمال کړه چې کله ذوالفقارعلي بهټو سره دملک غریب اولس ملګري وو نو بهټو دملک صد� �اعظم و او چې کله ورسره د ملک خانان،نوابان او جاګیرداران ملګري شول نو بهټو یې په دار وځړولو.په ۱۹۷۷کال کې چې نورمحمد ترکي په افغانستان کې انقلاب راوستلو نو باچاجي اودهغه ګوند یې حمایت وکړ ،او په مندڼي (چارسده)کې یې ددفاع انقلاب افغانستان کانفرنس وکړاو دانقلاب ددفاع لپاره یې دمزدورکسان ګوند کارکونکي افغانستان ته ولېږ� �.په ۱۹۸۵کال کې یې دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشرانو مامودخان اڅکزي،عبدالرحیم مندوخیل اورزاق دوتاڼي سره نزدیکت وشو دَ ۲۶ اکتوبر ، ۱۹۸۶، دَ پېښور دَ اعلامیې له لارې یې دَ دواړو ګوندونو ګډ جوړښت، پښتونخوا ملي عوامي اتحاد، او دَ هغې موخې او تګلارې ډاګیزه کړې. پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په دغه ګردۀ وخت کښې په ټول پاکستان کښې په ځانګړې توګه په پښتونخوا هیواد کې په اولس او سیاسي کارکونکو کې سیاسي پوهه او بیداري پیدا کړه او په دوی کښې یې دَ یووالي او باور جوش نور هم زیات کړ. هغه بنسټونه یې نور هم پاخه کړل چي په دغو سختو شېبو کښې دَ یوۀ غښتلي، ټینګ او دَ اولس په مټ ولاړ سیاسي ګوند دَ رغولو لپاره غوره او اړین بلل کیږي. نو ځکه په ۲۹ او ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ په کوټه کښې بنسټیزې پینډې (کانګرس) پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په یوه ګوند واړولؤ او دَ پښتونخوا ملي عوامي ګوند دَ رغولؤ تاریخي اعلان یې و کړو. . شېرعلي باچایې ړومبی سرمنشي(جنرل سیکتر)وټاکل شواو بیا تر مرګه یې دغه دنده سرته رسوله.اود دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند لپاره یې لاندیئ تګلاره وټاکله:۱. په پاکستان او پښتونخوا کښې دَ پرتې زورواکې ښکېلاکګرې او زبېښاکګرې ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې ورَکاوی او په ځای یې په انساني او اسلامي سټو ولاړې دَ ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې رغونه، دَ نیواکګرو او ښکېلاکګرو هیوادونو دَ سیاسي، اقتصادي او ژواکیزې لاسبرۍ دَ ورَکاوي لپاره دَ ملتونو دَ خپلنیامت حق (حق خودارادیت) منل او په هیواد کې دَ قومیتونو په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبايي یونټونوجوړښت) او دَ دغو یویو تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ وفاقي پارلیماني اډاڼې رغونه، دَ جاګیردارۍ، سردارۍ، سرمایه دارۍ او نوکرواکۍ د سیاسي واک ورَکول او په ځای یې دَ رنګ، توکم، دین، ژبې او جنس له توپیره پرته دَ زیارکش، اولسواکي پلوه، هیوادپاله، پرمختیا پ� �وه او نیواک دوښمنه اولس واکمني، مانا دَ اولسواکۍ رغونه، او له مخې یې دَ زورګیره ښکېلاکګره، زبېښاکګ� �ه ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې لرې کول او پر ځای یې دَ هیواد ازادي، دَ وفاقي یاویو تر منځ برابري، باور، او� �سواکي، پرمختیا، سوله او دَ ټولنیز انصاف دَ انساني او اسلامي سټو په مټ ولاړې ټولنې رغونه، له قران او سنت سره په ټکر کې په ټولو قوانینو باندي بندیز او ورکول. ۲. (I) دَ ژبې، ژواک (پرهنګ) او تا� �یخ په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبو) رغونه، په دغه لړ کې شمالي پښتونخوا ( شمالي مغربي سرحدي صوبه)، جنوبي پښتونخوا (په بلوچستان کښې پښتني سیمه) او ختیځې پښتونخوا (میاوالي، اټک او نورې سیمې) په ګډون دَ پښتنو له نامۀ سره سم پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه، دَ یوۀ خپلواکه، یوموټي پښتون وفاقي یوي (صوبې) رغونه ۲: دَ ازادو پښتني ایجنسیو (منځنۍ پښتونخوا) دَ اوسني خپلواکه اکر ساتنه، او بیا یې اولس ته دَ بالغې رایې ورکونې په بنسټ دَ جوړو شویو خپلواکو سیاسي ادارو دَ واک په مټ ټولنیزه بدلون او پرمختیا۳: په ب� �وچستان کښې دَ منځني مهال لپاره دَ ژوند په هره برخه کې دَ پښتانه او بلوچ تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ دستوري او تړونیزې اډاڼې رغونه، (Constitutional and conventional arrangements)۴: په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې دَ پښتنو دَ سیاسي، اقتصادي او پرهنګي حقوقو او سر اومال ساتنه۵: دَ خپلې خوښې او دَ برابرۍ په وفاق کښې دننه دَ دفاع، بهرنیو چارو، مواصلات او کرنسۍ باندي دَ دفاق او نورو ټولو محکمو او چارو باندي دَ صوبو واک۶: دَ هیواد په بهرنۍ تګلاره او بهرنۍ تجارتي تګلاره کښې دننه وفاقي یاویو (صوبو) ته دَ بهرنۍ سوداګرۍ واک او انتظام۷: په وفاقي محکمو کې چي کومې ادارې تګلاره جوړوي او بیا پرې کارکوي، په هغو کښې دَ برابرۍ په بنسټ دَ صوبو استازیتوب، په دننه کښې دَ امن وامان او قانوچلولو لپاره صوبو ته بشپړه واک او بیا دَ هغه لپاره دَ توم ني (Civil) وسله وال ځواک رغونه او بشپړه واک ۸:ژبهپښتو، بلوچي، سندهي، سرایکي او پنجابي دي ملي ژبې وَ م نلې شي، په خپلو خپلو وفاقي یاویو (صوبو) کې دي سرکاري، پوهنیزې او ښوونیزې ژبې شي. په بلوچستان کښې پښتو او ب� �وچي سرکاري او ښوونیزې ژبې کول، په ټول پښتونخوا هیواد کښې دَ مېشتوژبنیو ډلو دَژبې او ژواک ساتنه ددغه ګوند مهم ټکي وګرځول شول.او باچاجي تل ددغه هدف لپاره خپله مبارزه جاري وساتله.په دې موقعه که زه د باچاجي د هغه ملګرو ذکر ونه کړم چې اوس زمونږ په منځ کې نشته خو د باچاجي سره په ډېرو کړکیچنو اکرونو کې ولاړ ول نو دا به انصاف نه وي لکه مثل خان لالا،زیارت ګل لالا دمردان،جنګوبابا،سردارمامدشاعلي داشنغر،شېرین باچاد� �ېرګړ،مولوي مامدصادق شهید دپل،ستارلالا،اصغرلالادمردان،مامدخان کاکا دپېښور،مسلم شاه وکیل د م� �دان،سیدنظیف کاکا،میرغزن بابا او جوزف د پېښور. شېرعلي باچا یو غریب طبعیته انسان وو،ډېراسان ژوندیې کو� �و،دلیک لوست ډېر مړنې وو،ډېره ژوره مطالعه یې لرله هر وخت به یې یوه مقاله دواسکټ په جیب کې پرته وه .باچاجي دژوند په هر اړخ ،دادب په هرصنف او دسیاست په هرډګرخپل فکر دقلم له لارې نوي نسل ته پرېښی دی.د شېرعلي باچافکر ډېر رساوو،په سم وخت به یې صحیح پرېکړه کوله او په خپله پرېکړه به یې عمل کولو.باچا جي دشلمی پېړئ یو لوی سیاست پوه .مفکر،ادیب او پوهیت(شاعر)وو.دباچاجي ادبي لیکنې اوشعرونه د خوشال او رحمان دانغري انګارونه دي چې تل به بلېږي.او سیاست یې داحمدشاه اوشیرشاه ارمانونه دي چې تل به روښانه وي.لکه څنګه چې پخپله وایيلوې څو جرګې دلراوبر کووبیا به سم ګزارپه ستمګرکووپاتی دی ارمان دادسوري افغانیو واربه لاهورزېراوزب� �کوووتړي واخان چې دبولان سرهبیاباچااختربه په باخترکوو. لندن (برتانیه)
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د انکشافي پروژو پنځه ورځنى ورکشاف پرانيستل شو
Write an article based on this title:
|
جلال آباد ننګرهار افغانستانتاريخ:٢٢ اسد 1386ش١- د ننګرهار د انکشافى پروژو پنځه ورځنى ورکشاپ نن په ننګرهارکى د سلاکاروزير او د ننګرهار والى ګل آغا شيرزى له خوا پرانستل شو.د ننګرهار ولايت په پنځه کلن پرمختيايي پلان کې د جلال اباد ښار پراخول، ديو بين المللي هوايي ډګر جوړول او ښار ته د برېښنا ورکولو پروژې شاملې دي .دغه څرګندونې د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي د زمري په ٢١مه، د پرمختيائي پلان په يوه غونډه کى وکړى. نن د ختيځو څلورو و� �ايتونو( ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ) د راتلونکي پنځه کلن پرمختيايي پلان په اړه پنځه ورځني ورک� �اپونه پيل شول .په دغو ورکشاپونو کې د ولايتونو دولسواليو دقومي شوراګانو استازي هم برخه اخلي او دولت ته مشورې ورکوي . د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي زياته کړه چې د ننګرهار په راتلونکي پنځه کلن پلان کې د جلال اباد ښار دپراختيا، ښار ته برېښنا ورکول او په ګمبيري دښته کې ديو بين المللي هوايي ډګر دجوړولو پروژې شاملې دي . هغه زياته کړه چې له درونټې څخه تر ثمرخېلو پورې سيمه او د بهسودو او سره رود ولسواليو نورې ډېرې سيمې به د ښا� �ي پراختيا په پلان کې راشي.والي وويل چې د ولايت دمقام لخوا دوه زره جريبه ځمکه د يو بين المللي هوايي � �ګر د جوړولو په موخه ورکړ شوې چې دامريکا لخوا به د ٢٥ ميليونو ډالرو په لګښت جوړېږي . دغه راز ګل آغا شيرزي د ننګرهار پوهنتون لپاره په شپږ جريبه ځمکه د يو عصري روغتون د جوړولو خبر هم و� �کړ. &nb; sp; &nb; sp; ٢- د ننګرهار والى محترم ګل آغا شيرزى د خپلواکۍ اته اتيامى کليزى د جشن په اساس يو ډير ښه پروګرام نيولى دى، چى دا پروګرام به د ننګرهار شاهى قصر په ماڼۍ کى جوړيږى او تر دريو ورځو به جارى وى.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دحامد كرزي دكرپشن په اړه نه مننونكي شواهد
Write an article based on this title:
|
په كندهار كي مي دښاروالي په اړه پلټني كولې چې په ناځاپي ډول دافغان ولسمشر حامد كرزي دكرپشن اسناد په لاس راغلل. زه دغه څه په داسي حال كي ستاسو په وړاندي ايږدم چې افغان ولسمشر په نړۍ او افغانستان كي په دې مشهور دى چې په اختلاص اوكرپشن كي لاس نه ل� �ي .البته پر حامد كرزي داتورونه لګېږي چې دى يو كمزورى ولسمشر دى او دنوموړي له نوم څخه يې وروڼه او دكورنۍ غړي ناوړه ګټه اخلي . داخبري تر تاسو رسېدلي دي چې دريس جمهور ورور احمدولي كرزى په كندهار او سويل لويديځه ح وزه كي پر خپل سر پاچاهي كوي او هر والي يا بل لوړرتبه چارواكى چې خبره ونه مني په اول قدم كي به بدلېږي اوكه بدل نشي نو بيا به ارومرومري . دحامدكرزي پر مشر ورور قيوم خان كرزي داتورونه لګېږي چې دوزيرانو په اد� �ون بدلون كي لاس لري او له دې كبله تل پر ولسمشر فشار اچوي .همدارازمحمودجان كرزى په دې تورن دى چې له ځينو وزي� �انو او له يوشمېر لويو كمپنيو څخه په پروژو كي كمېشن اخلي .البته داټولي هغه خبري دي چې تر دې وړاندي هم دحامد كرزي په وروڼو او كورنۍ پسي شوي دي .په دې خبرو كي دځينو اختلاصونو ثبوتونه هم شته چې دكندهارپخوانى والي اسدا� �له خالد او قيوم خان كرزى پكښي ښكېل دي خو داټول هغه څه دي چې كېداى شي دنړۍ دځينو نوروريس جمهورانو ورڼوهم داسي كړي وي خو پخپله دحامدجان په اړه داسي څه په لاس راتلل زما لپاره هم حيرانوونكې ده . ماته په كندهار كي داحمدولي كرزي انتهايي ډېر نېژدې ملګري وويل چې داحمدولي په كردار پخپله ريس صاحب هم خبر دى خو كله كله احم دولي ورته وايي چې په هرچا بايد اعتماد ونشي .ددغه كس په وينا چې احمدولي ډېر بې باوره سړى دى او ترډېره بريده په چا باندي په اساني باور نشي كولاى خو كه په چا باور وكړي نو بيا يې دوستي دهغه كس تر مرګه ورسره وي . دغه كس دافغانستان دپارلمان ديوه وژل شوي كندهاري كانديد حبيب الله جان نوم واخيست چې دده په وينا په وژنه كي يې احمد ولي كرزي او دكندهار پخواني والي اسدالله خالد لاس درلود.ده وويل چې هغه پخوا داحمدولي حان ملګرى وو خو ستونزه يې داسدالله خالد پر سر پېښه شوه .حبيب الله جان له احمدولي څخه داسدالله خالد دبدلېدو غوښتنه كوله خو احمدولي ورته ويل چې دوالي پرسر قيوم خان ولاړ دى او دى نه شي كولاى چې هغه بدل كړي .دغه كس وايي چې پخپله په هغه مجلس كي ناست وو چې حبيب الله جان احمدولي ته وويل چې نورنو دخداى په امان [پل مي ... پل دي ... ] احمدولي خان ږغ و� �باندي وكړ چې حاجي وكيل صاحب ستا خفګان زموږ په تاوان دى زه كوښښ كوم چې دوالي يوه چاره وروكړم .وروسته احمدو� �ي امريكا ته تليفون وكړ او خبره يې له خپل مشرورور قيوم حان سره شريكه كړه .دغه كس وويل چې نور نو نه دى په خبر خو لږ وخت وروسته والي اسدالله خالد واحمدولي خان ته تليفون وكړ يوڅو ورځي وروسته پر حبيب الله جان ډزي وشوې او هغه په داسي مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه يې قاتلان نه دي مالوم . داداحمدولي خان دملګرتيا او انډيوالي و� �وستى پړاو دى خو كېداى شي چې حامد كرزى هم په دغه پېښه دقيقآ خبر ووي . زه داشك ځكه كوم چې اوس راته داسي ځيني ثبوتونه په لاس راغلي چې زه داهرڅه په ثابته ولاى شم . په لومړي قدم كي به دحامد كرزي له لوري دهيواد دبوديجې څخه هغه پيسې ښكاره كړو چې دى يې خپلو انتهايي نېژدې كسانو ته وركوي .ما په خپله تېره ليكنه كي ويلي وو چې زه به دكندهار دښاروالي په هكله نوري پلټني هم كوم هغه وو چې دپلټنو پر مهال مي دځينو لوړپوړو چارواكو او زو� �واكو اكاونټونه تر لاسه كړل . په دغو سندونو كي زه داځل تاسو ته يوازي دكندهار دښاروال دشخصي اكاونټ هغه سند ايږدم چې دحامد كرزي په امر داودزي ورته پنځه لكه ډالر وراستولي دي .ما دغه سند د۲۰۰۹ كال دجولاى دم ياشتي پر ۱۲ نېټه تر لاسه كړ او ښاروال غلام حيدر حامدي ته داپيسې د۲۰۰۹ كال دمۍ مياشتي پر ۱۶ نېټه وركول شوي دي .تقريبا دوې مياشتي وروسته لا هم دغه پيسې دښاروال غلام حيدر په شخصي اكاونټ كي پرتې دي . ددغه سند ترلاسه كولو وروسته مي په يو شكل دكندهار له ښاغلي مستوفي څخه وپوښتل چې ايا مستوفيت په داسي پيسو خبرېږي چې له رياست جمهوري څخه دځينو چارواكو اكاونټونو ته ځي ؟ مستوفي وويل چې (نه) بيا مي په يوه ناسته كي دكندهار ښاروالي له ارشدمشاور او دحامد كرزي كورنۍ ته له نېژدې كس قاضي عمر څخه وپوښتل چې ايا ښاروال صاحب پيسې لري ؟ هغه وويل چې ښاروال صاحب غوندي پاك اوسپېڅلي خلك كه پيداشي هيواد به ډېر ژر جوړ شي . ماچې په دې اړوند مي پټي پلټنې كولې نور جرات ونه شوكړاى چې له هغه څخه وپوښتم . له دې وروسته په كندهار كي دښاروال ترټولو مخالف ارګان اراكوزيا شركت ته ولاړم او له هغوى نه مي دلوحو دنرخ په اړه پوښتنه وكړه او په خبروخبرو كي مي موضوع ښاروالي ته راوسته .هغوى خو پر ښاروال باندي دسره غله نوم كښېښود او ويه ويل چې په دې اړه ډېر ثبوتونه لري خو ما دخپل خوندي توب په خاطر له هغوى سره خبره ډېره اوږده نكړه . په سبا ورځ مي دافغان بيسيم يو نوى نمبر پيدا كړ اوښاروال صاحب ته مي تليفون وكړ . هغه تليفون نه ځواباوه خو آخريې خبري راسره وكړې . ما ورڅخه ددغو پيسو پوښتنه وكړه چې ستاسو په شخصي اكاونټ كي دومري پيسې شته چې له رياست جمهوري څخه درته راغلې دي دادڅه لپاره دي ؟ دكندهار ښاروال په ډېره غوسه راته وويل چې حامد كرزى ۲ورڅي وړاندي كندهار ته راغلى وو له هغه څخه به دي پوښتنه كول . ښاروال ماته هم د غله ختاب وكړ او راته ويه ويل چې هغه مشر موهم ...... او بيا يې ټليفون بند كړ. زه پوى نشوم چې دښاروال مقصد كوم مشر وو؟كېداى شي هغه پرما هم داراكوزيا دشركت ديوه كاركوونكي فكر كړى وي . تر دې وروسته مي په كندهار ښار كي دځينو نړۍ والو خبريالانو سره وكتل چې دهميشنۍ مجبورۍ له مخي يې ترخبريالي په سياست كي ډېره برخه اخيسته . دټاكنو په اړه تودې خبري رواني وې په هغوى كې هم ځيني داسي كسان راته ښكاره شول چې په كرپشن كي لاس لري (( په دې اړه به بيا په بله ليكنه كي هرڅه ښكاره كړم زه پلټنه كوم )) هلته يوه كس ناست وو چې پخوايې په افغان آزاده راډيو كي كار كاوه چې دقيوم خان كرزي راډيو ده . دغه ځوان له ځانه سره ماته دتګ ست وكړ او ما هم ورسره خوښه كړه . له د ه نه مي دكندهار دښاروال په اړه وپوښتل او هغه راته خورا ډېر مالومات � �اكړل . دغه ځوان خبريال دښاروال غلام حيدر حامدي له لور رنګينې سره ډېر وخت كار كړى وو او دښاغلي حاميدي په كورنۍ پوره خبر وو. ده راته وويل چې شاروال دامريكا دمتحده ايالاتو دوريجينيا Verginia ښار اوسېدونكى دى او په هيلرينګټون Harlington سيمه كې دقيوم كرزي سره نېژدې اوسېږي . دغه خبريال درنګينې له خولې راته وويل چې پلار يې له يوه افغان سيك سره ۱۸ كاله دالوتكو دټكټونو په پلورنځي كې كاركړى . دغه ځوان وويل چې ښاروال غلام حيدر د۲۰۰۷ دفبروري پر ۱۸ نېټه په كندهار كي دښاروالي دنده پيل كړې او اوس يې هغه دكندهار يانو په رقم ښه كار جوړ دى . ما دده په وړاندي دښاروال ډېر صفتونه وكړل خو هغه وويل چې صاحبه ډېر څه نشم درته ويلاى خو دومره ښه سړى والله كه دى لكه ته چې وايې . زما پلټنو او هغو اسنادو چې ماته په لاس راغلي دي داوښودله چې دكندهار ښاروال غلام حيدر حميدي پخپله حامد كرزي ته ډېر نېژدې او داعتماد وړ سړى دى .ځكه درياست جمهوري څخه ښاغلي داود زي داپيسې دښاروال شخصي اكاونټ ته اچولي دي . كه داپيسې دغلا لپاره نه كارول كېداى نو ولي شخصي اكاونټ ته لوېدې ؟كه داپيسې دحكومتي كار لپاره رالېږل شوې وي نو ولي مستوفيت خبر نه دى ؟كه داپيسې دولسمشر دكرپشن مثال نه وي نو بيا ولي تر اوسه نه دي كارول شوې؟ كيداى شي زما ددغې � �يكني تر خپرېدا وروسته ددغو پيسو لپاره حكومت يوه لاره جوړه كړي خو دابه يوه بله لويه تېروتنه وي او زما له پ� �ټنو څخه به پټې پاتې نشي. ما دلوړپوړو افغان چارواكو او ځينو پارلماني وكيلانو ، واليانو او قوماندانانو داكاونټونو مالومات راغونډ كړي دي چې پر خپل وخت به هرڅه لتاسو سره شريك كړم او ديوه ريښتوني خبريال په څېر به دخبريالي سپيڅلي مسلك ته په پام سره خپل ولس ته رښتيا خپاره كړم . زه په سيمه كي يو خبريال يم او اوس دستي مي پر ځان دعصمت الله بريالي نوم ايښى دى .زه ټولي هغه پټي موضوع ګاني راسپړم او دثبوتونو سره سره به يې ستاسولوستونكو په وړاندي ايږدم خو قضاوت ستاسو دى . ديوه سمسور افغانستان په هيله پاى كه پوښتنه يا نظر لرئ په لاندي بريښناليك راسره تماس ونيسئ ebaryali@yahoo.com
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دهيواد تودې پيښې او داريانا تلويزيون پوچ دريځ
Write an article based on this title:
|
کله چې په افغانستان کې دبهرنيو په ملاتړ بدلون رامنځ ته شو نو ګڼو رسنيو په فعاليتونو پيل وکړ نو ديوې جګړې ځپلې ټولنې له پاره درسنيو موجوديت له دې امله ارزښتناک و چې دتيرو ديرشو کلونو ناخوالو ، جګړو ،وژنو غلاوو اوبې عفتيو په اړه حقيقتونه په ډاګه کړي . هغه ناخوالې چې ډير قربانيان يې هغه کسان و چې له خداى پرته يې بل څوک نه درلودل ،هغه کسان چې بچيان ، کورونه او هرڅه يې د شمال ټلوالې د جګړه مارو او طالبانو په جګړو کې له لاسه ورکړل . خو ددې پرخلاف رسنيو بل ډول دريځ خپل کړ. داکوم تصادفي کار نه و دادريځونه له هغه وروسته ښه په ډاګه شول چې د ولسمشرۍ ددو کانديدانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ټاکنيزې مبارزې ترپولې واوښتې او قومي بڼه يې خپله کړه . که څه هم دټاکنو پايله بهرنيانو او په ځانګړې توګه امريکا په بله واړوله اودا يې غوره وبلله چې په راتلونکې کې ددوى له پاره عبدالله يوښه مزدور دى نو يې دوه جمعه دوه مساوي په يو کړل نه په دوه . که څه هم دادبهرنيانو له پاره يوه لويه تيروتنه وه خو ددوى يې پرې څه سل داسې تيروتنې يې کړې او دايې هم يوه پرې بله .په هرصورت راځم درسنيو دريځ ته په دې کمپاين کې داسې رسنۍ کمې نه وې چې په پلوى يې تبليغات کول . په دې کې که څه هم ډيرې حزبي رسنۍ وې چې دهمدې له پاره جوړې شوې وې . ځينې دارسنۍ خو ديوشمير اسلامي ګوندونو درهبرانو له خوا جوړې شوې وې خو دوى ته له اسلام څخه دښاغلي عبدالله پلوي ډيره دارزښت وړ ده . په دې وروستيو کې چې په هيواد کې بهرنيانو په وردګو کې قرانکريم ته سپکاوى وکړ په ټول هيواد کې يې پر ضد لاريونونه وشول چې ډير دګوتو په شمير رسنيو يې رپوټونه خپاره کړل هغه هم هسې په نامه . ددې لامل دانه دى چې دوى ګواکي نه غواړي چې په هيواد کې نا امني او کړکيچ رامنځته شي ،بلکې دوى بهرنيانو ته ځکه سرټيټي دي چې عبدالله عبدالله يې بريالى او دافغانانو رايې يې باطلې کړې . په دې رسنيو کې يو هم اريانا تلويزيون دى چې دافغانستان دخلکو پرخلاف يې لاس رابډ وهل دبهرنيانو دتشناب تلو تر خبر پورې يې خپروي خو هغه لاريون چې دقران په وړاندې دبهرنيانودسپکاوي پر ضد شوى و ترزنې لاندې يې لاريون کوونکو ټوله ورځ نارې ووهلې چې حتې په لويديځو هيوادونو کې يې رسنيو خبرونه خپاره کړل ،خو اريانا تلويزيون داسې يو ناقص خبر خپور کړ چې ګواکي بهرنيان حق لري چې زموږ دمقدساتو او قران سپکاوى وکړي ځکه چې دا ښاغلي د دعبدالله خان په طرف دي . په دې تلويزيون کې په دې وروستيو کې يوازې دبهرنيانو په طرف دارى خبرونه خپريږي په داسې حال کې چې په کندهار او نورو سيمو کې خلک دبهرنيانو له لاسه په وينو کې لامبي خو خبر يې نه خپريږي . دايوازې دحامدکرزي مخالفت نه بلکې دافغان مسلمان ولس مخالفت دى ځکه قران دکرزي نه بلکې دټولو مسلمانانو دى .ښايي د دې يو لامل دا هم وي چې د دې تلويزيون خاوند احسان بيات په امريکا کې دى او له دې امله دبهرنيانو دکړنو ملاتړى دى ، خو داسې هم نه دى هغه که يو امريکايي دى نو يو کلک او بشر دوست افغان هم دى چې له شک پرته په ډيرو کارونو يې خلک خوښ دي او حتې دوياړه ډک دي . خو دتلويزيون نشراتي سياست دهغه له نورو کارونه سره هيڅ اړخ نه لګوي ، ځکه هغه دقران سيالۍ جوړوي . جوماتونو سره مرسته کوي ، خوپه اريانا کې داسلام او قران ته دسپکاوي پرضد دهغو زرګونو تنو غږ نه خپريږي چې په دروازه کې يې ترماښامه چيغې ووهلې داځکه چې بهرنيان اوس غير مسول او واجب الاحترام دي او له هغه وروسته له موره نوي زږيدلي چې دعبدالله په پلوى يې دافغانانو په ميليونو رايې باطلې وبللې او دمليونو افغانانو په سترګو کې يې خاورې وشيندلې . په پاى کې ښاغلي بيات ته دا وايم چې يادخپل شخصي پروګرامونو کې هم بدلون راوله او يا دتلويزيون په نشراتي سياست کې ځکه دواړه له يوبله ډير سره جلا دي او هيڅ انسان دا نه شي منلاى . بله دا چې بهرنۍ استعمار تل په هيواد يرغل کړى خو په ماته خوله وتلي ،خو قران تراوسه شته او وي به که تاسو دبهرنيانو ( ) پاک کړى او که نه . په پاى کې وايم چې که له دې تحولاتو وروسته هرډول نا امنۍ او دبهرنيو کرغيړو موخو له پاره ګډوډۍ او جګړې رامنځ ته کيږي ستا محترم تلويزيون به په کې ډيره ونډه ولري .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: طالبانو يو امريکايى او دوه افغان پوځيان وتښتول
Write an article based on this title:
|
طالبان وايي، چې د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو و� �سوالۍ کې يې يو امريکايى او دوه افغان پوځيان تښتولي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بېنوا ته د ټيليفون پرليکه وويل، چې دغه دوه تنه پوځيان يې نن په يوسف خېلو کې تښتولي او ډېر ژر به يې يوه تصويري ويډيو د رسنيو په واک کې ورکړي. د م جاهد په وينا، دغه پوځيان دوى يوه خوندي ځاى ته لېږدولي دي. د پکتيکا يوه امنيتي چارواکي له نومښودنې پرته له بېنوا سره په خبرو کې د يادو شويو پوځيانو د تښتونې پېښه ومنله، خو نور جزئيات يې ورنه کړل. دغه راز ايتلافي ځواکونو هم وي� �ي، چې ددوى يو تن پوځي، چې عصبي ناروغي يې درلوده، له پوستې نه په خپل سر وتلى او لادرکه دى.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ټورنټوسن ( کاناډا ):اوباما څه تأثیر و نه کړ
Write an article based on this title:
|
لیکوال : اریک مارګولیسمنبع : ټو� �نټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )نېټه ۲۰۰۹/۶/۱۴ اوباما څه تأثیر و نه کړاسلامی نړۍ د دې وینا څ خه راضی ښکاری خو د معقول عمل په تمه ده سیفنوس ، یونان ـ په دې وروستیو کی د ولسمشر بارک اوباما لخوا په قاهره کی د ده استادانه او هنرمندانه وینا له هغه څه نه ډکه وه چی اسلامی نړۍ یې انتظار کاوه . د نړۍ یونیم بلیون مسلمانانو د جورج بوش د ادارې لخوا د ۸ کلني اسلامی ضد ظالمانه دښمنۍ څخه وروسته باالاخره د ولسمشر اوباما لخوا یوه هوښیارانه او احترامانه وینا واورېده چی د اسلامی نړۍ سره یې ( چی په هغه کی پخواني « د بیری وړ » ایران او سوریه هم شامل دي ) د ښه اړیکو ، ګډی مرستی ، دیموکراسۍ او بشری حقوقو د پرمخ بېوني غوښتنه وکړه . ډیر ښه ، مګر د اوباما دغه غوړي شفاهی وینا اسلامی نړۍ هم د ډیرو امریکایانو غوندی ورسره کش نه کړه ، بلکی د هغوی لخوا عامه غبرګون دا و چی « تر خبرو عمل مهم دی ، په عمل کی یې راښکاره کړه » .ډیر مسلمانان د یوې دوستانه او مرستندویی امریکا په عوض کی عملأ ګوری چی اوباما د دې پر ځای چی دغه مقام ته له رسېدو وروسته یې په افغانستان کی جنګ بېله کومی ستونزی ختم کړی وای ، برعکس هغه نور هم پسی پراخوی . هغوی دا هم ولیده چی امریکا د پاکستان پوځ اجاره کړ او د ښورښی قبایلو پر ضد یې په سوات کی په خپله حمله سره درې ملیونه خلک بې ځایه کړل ، د ع� �اق نیونه هماغسی روانه ده ، او د ایران او سوریې د بې ثباتۍ لپاره د سي آی اې پټ عملیات کمافی السابق پر مخ ځی . مسلمانانو دا هم ولیده چی د اسراییلو ښیً لاسی حکومت د اوباما د هغی محسوسی غوښتنی په وړاندی چی وایی په � �ویدیځه غاړه او ګولان کی خپلی مستعمراتی کورجوړني تم کړﺉ ، په باک نه راوړی ، او د امریکا کانګریس هم د اس� �اییلو افراطیان د روزلو سمندری خوکانو غوندی ستایی . هو ، دا ټوله هغه حقایق دي چی د ولسمشر تر ظاهرأ خوږو خب� �و په عمل کی ښه ترا لیدل کیږی . کېدای سی موږ پر دغه نوي ولسمشر باندی شکمن اوسو . ځکه ، هغه تر اوسه په دفتر کی صرف څلور میاشتی تیری کړي دي او ډیر نور وخت ته اړتیا لری تر څو هغه له ناورینه ډک زیانونه بیرته مرمت کړی چی د بوش ادارې امریکایی ګټو ، اسلامی نړۍ او اروپا ته پېښ کړي دي . د مثال په توګه په همدې یونان کی د امریکا پر ضد احساسات خپل اعظمی حد ته رسېدلي دي ، خو اوس د اوباما له وجی مخ پر لږېدو دي . د دې سره سره ، بیا هم د سپینی ماڼۍ وروستۍ کړنی د ولسمشر ژمنی درواغجني ثابتوی ، هغه لکه : لومړی مدرک : اوباما مسلمانانو ته د ښه اړیکو ، دیموکراسۍ او بشری حقوقو په برخه کی د خپل پیغام د ورکړی لپاره متأسفانه مصر انتخاب کړ . د امریکې تر ننګی لاندی د مصر دیکتاتور حُسنی مبارک د ۳۷ کالو راهیسی واک چلوی او خپل زوی یې اوس د خپل ځای ناستې په توګه � �وزلی دی . دغه مشر عربی هېواد د فاسدو بډایانو ، پوځ او استخباراتو پواسطه کنټرولیږی . کړاو ـمصر د کړولو او بشری حقوقو د پایمالولو تر ټولو بد نوم لری . د رژیم مخالفین سخت بېرول کیږی یا نیول کیږی او کړول کیږی . انتخابات یې تصنعی او خطاایستونکي دي . مصر د سعودی عربستان تر څنګ د امریکا تر ټولو مهم اسلامی ملګ� �ی دی . آیا د اوباما لخوا د دیموکراسۍ او بشری حقوقو د غوښتلو څخه مراد همدا ځپونکي دولتونه دي ؟ ښه به دا وای چی اوباما خپل دا بیان په دیموکراتیکه اندونیزیا کی ورکړی وای ، یا دا چی له پرمختللی متحد عربی اماراتو او � �طر څخه یې اورولی وای ، نه دا چی په منځنی ختیځ کی یې د امریکایی راج د اصلی پایې یعنی مصر څخه ورکړ . دوهم مدرک : د لبنان د جون د اوومی پارلمانی انتخابات . د امریکاـ فرانسې ـ سعودی عربستان تر ننګی لاندی د سُنیانو ، عیسویانو او دروزانو ګډ اییتلاف د سوریې ـ ایران تر ننګی لاندی د حزب الله په مشرۍ د هغه اییتلاف په وړاندی ود� �ول سو چی ارمنیان او یو انشعابی عیسوﺉ ګروپ هم پکښی شامل دی .د تیری میاشتی په وروستیو کی د امریکا م� �ستیال مشر جوزف بایډن لبنان ته ورغی او اخطار یې ورکړ چی که په ډیموکراتیک ډول د ټاکل سوي حزب الله تر مشرۍ � �اندی اییتلاف انتخابات وګټی نو امریکا به پر لبنان چی ۳٬۹ ملیونه وګړی لری ، خپلی ټولی مرستی بندی کړی . هیل� �ی کلنټن هم کټ مټ زیږه او ستوغ تهدیدونه ورکړی وو .دا هغسی مثال لری لکه د سعودی عربستان ولیعهد چی تر انتخاباتو لږ څه مخکی امریکا ته راسی او دا اخطار ورکړی چی که دیموکرات ګوند انتخابات وګټی نو موږ به د خپلو تیلو بیه لوړه کړو ، نو پوهېږﺉ چی څه غوغا او نارې سورې به راپورته سی ؟ امریکا ، سعودی عربستان او فرانسې د لبنان د کرایې وړ سیاست مدارانو او رایه ورکونکو ته د رشوت لپاره په ملیونونو ډالره مصرف کړي دي . امریکا خو آن د ۱۹۵۷ راهیسی لبنان کثیف کړی هم دی .ایران هم دلته ښه ډیري پیسې مصرفوی او دا کومه نوې خبره نه ده . ځکه ، د لبنان سیاست پوهان هم د نړۍ پر مخ تر ټولو ډیر په آسانه رانیول کېدونکي کسان دي . د رایو سمبالول ـد � �ویدیځ ټول « بخشش » او ځینو تجملی رایه ورکونکو د مې پر ۱۴ د سعد حریری په مشرۍ د امریکا ملاتړی اییتلاف جوړ او هغه یې د ۷۱ څوکیو په ګټلو سره دا دی کامیاب کړ . د هېواد د شیعه حزب الله تر مشرۍ لاندی ایتلاف صرف ۵۷ څوکۍ وګټلې . دغه کیڼ لاسیً مذهبی ، ټوټه سوﺉ لبنان هماغسی دی لکه تر دغو معیوبو انتخاباتو مخکی چی و . آیا دا هغه څه دی چی اوباما یې په اسلامی نړۍ کی د یو ښه حکومت غوندی بولی ؟ ډیر مسلمانان او غیر مسلمانان اوباما د یو محترم ، شریف او ښه نیتې مشر په توګه ګڼی چی تر اوسه یې لا خپله اراده پر هغه یرغلیز مالی ـ نظامی ـ صنعتی اتحاد باندی چی د واشنګټن اصلی طاقت دی ، نه ده تحمیل کړې . پای
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: شعر
Write an article based on this title:
|
شعر زه څوک يم څه مې کار دى دلته څنگه يم راغلى نه مې کور � �ته نه مې مېنه يم بې کوره بې وطنه! نه مې ځاى شته دى دنيا کې نه مې څوک پريږدي په سازه دلته � �زې دي بارود دي د گوليو بارانونه اخير کوم لوري ته لاړ شم زما ځاى په دنيا نشته يوه وړه شانې جونگړه مې د پلار نيکه لرله په کې ومه ډېر خوشحاله ما او يار به اوسيدلو ول ښايسته ښکلي وختونه يو له بل به ځاريدلو خو يو دم څوک ميلمه راغى ماد دوه ورځو ځاى ورکړ چې شوې تېرې دا دوه ورځي نو ميلمه راته کوربه شو راته وايې نن خو راغلې بله ورځ گوره رانه � �ې
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: سعودي عرب: د شلو سرتیرو جسدونه وموندل شول
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی دعربستان دشلو پوځیانو مړي وموندل سول. دسعودي عربستان شاهي حکومت نن وویل له شپږویشتو پوځیانو دشلو پوځیانو مړي چې دیمن دالحوثي غورځنګ له جګړه مارو سره دجنګ په وخت بې درکه شوي وو موندل شوي دي . دسعودي عربستان د د فاع وزیر مرستیال خالد بن سلطان له یمن سره په جنوب کې دعربستان ښارګیو ته دسفرونو په وخت دغه خبره اعلان کړه چیرې چې له الحوثي غورځنګ سره دعربستان دپوځيانو جنګونه روان دي .بن سلطان وویل عربستان په جازان سیمه کې چې له یمن سره سرحد لري یوه پوځي اډه جوړوي . په دغه سیمه کې له تیرې یوې میاشتي را پدې خوا سخت عملیات روان ول.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د خلاپه مسافر خونو کي شپې
Write an article based on this title:
|
موږ شمېرلي دي چي په نړۍ کي به ۴۰۰۰۰خلګ وکولاﺉ سي چي په دامسافرخونه کي شپې وکي اما دا نوپه دې اړه لري چي څوک غواړي په دې کي شپې وکي. دا څرګندونه زاویر کلارمنټ وکړه چي د خلايي هوټل د کمپنۍ مشر دی . یوه برتانوۍ کمپنۍ تر کال ۲۰۱۲ پوري په خلا کي مسافرخوني جوړي کي پر دا هوټل باندي به ۲ بلیارډه ډالره خرڅ راسي او په دې کي به د نړۍ څه خانان شپې کولاﺉ سي، په یوه خونه کي د شپو بیه ګرسرکي ۴ مي� �یونه ډالره ده . یوازي هم دا نه مسافران باید د سفر تر مخه ۸ اونۍ تمرین وکي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په سره رود کې داوبو پروژه بشپړه شوه
Write an article based on this title:
|
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې کار بشپړاونن ګټې اخيستنې ته وسپار ل شوه. په دغه شبکه باندې دوه مليونه او اته سوه زره افغانۍ لګول شوې چې د کليوپراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام له بوديجې څخه ورکړل شوې دي. د ننګرهارد کليوپراختيا او بيا رغونې رييس انجينراحمد ولي بېنواته وويل دغه شبکه ٣٠٧٠ متره اوږدوا لى او ٥٠ د اوبو نلکې لري چې د سره رود ولسوالۍ د برسلطان پور په سيمه کې يې څلورسوه کورينو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې. نوموړي زياته کړه چې دې شبکې ته د کلي د خلکو له خوا د لمريزې بريښنا سيستم هم عيار شوۍ چې د ورځې له خوا د اوبو رسولو په برخه کې ترې کار اخلي. د ويلو ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې خو د دې ولا يت اوسېدونکي له دولت او نړيوالې تولنې څخه د بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په کندهار کي د لاسي صنايعو په زړه پوري نندارتون
Write an article based on this title:
|
د كندهار په تا ريخي ښار كې د لومړي ځل لپاره د افغان نوښت مشهورتي دفتر او اركوزيا افغان اعلاناتو په ز يار او زحمت سره په زړه پورې نندا� �تون و سيلانيانو ته وړاندې كېږي. ددې نندارتون موخه په دې سيمه كې و لاسي صنا ْيعو ته وده وركول او بازار پيداكول دي تر څوددې سيمې د لاسي صنا ْيعو هنرمندان تشويق شي چې خپل كوچنى صنعت په لويوصنا ْيعو بدل كړي. نوموړى نندارتون به ددې سيمې لاسي هنرونه مينوالو ته وروپېژني ارزښت او بيه به يي راژوندى كړي نو ټول د هنر مينوال خپل هر ډول لاسي صنا ْيع نندار تون ته وړاندې كولاى او خرڅولاى شي او هم ټول مينوال خپل ځاني سټالونه پرانيستلاي شي دسټال لگولو مينوال دې د جوزا تر ۳۰ نيټې پورې خپل نومونه د افغان نوښت مشهورتي دفتر سره ثبت كړي. په نندار تون كې غالۍ، كمبلې، جاي نمازونه ،لاسي خامكونه، غاړې، روجايانې، دوپټې، انځورونه، رخچينې، د نا� �ينه ښځينه او كوچنيانو كالي، د ښځو هر ډول لاسي كارونه لكه د مريو څخه هر ډول جوړشوي شيان، غاړگۍ، جالونه، دستمالونه، واګې، ليپونه، خاورين لوښي، ميسي لوښي، د زرو څخه جوړشوي ګېڼې، د لرګيو څرمنې او ډبرو څخه هر ډول جوړ شوي شيان او داسې نورنندارتون ته وړاندې كولاى شى په ياد ولرى چې د غوره سټال لپاره جاْيزې په نظر كې نيول � �وي دي. د لا زياتو معلوماتو او ثبت لپاره د لاندي مسْولينو سره په ذكر شوې شمېرو اړيكۍ ونيسى. احمد جان نظري 0700330247 نجيب الرحمن 0799806498 آدرس: د افغان نوښت مشهورتي دفتر لمبر ۴۰۷ دريم منزل ميرويس ما� �كيټ كفتان مدد چوك كندهار ښار د ايمل آدرس: Info.aicb@gmail.com
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: هلمند کې لاریون کونکي په مرمیو ویشتل شوي
Write an article based on this title:
|
رپوټونه را روان دي چې د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په درویشانو سیمه کې د بهرنیو سرتیرو له لوري په مظاهره چیانو ډزي شوي دي. دغه مظاهره وروسته تر هغه پرون پیل شوه چې ویل کیږي امریکایي سرتیرو د عملیاتو پر مهال یو قران له یوه کور څخه اخیستلی او په برچو یې سوری سوری کړی دی. لاریون کونکي د ګرمسیر بازار ته راوتلي ول او مړه دي وي امریکا او مړ دي وي انګلیس شعارونه یې ورکول. عیني شاهدانو وویل چې په دغه پيښه کې اوه تنه وژل شوي او لس نور ژوبل دي. د لشکرګاه ښار د روغتون ډاکټر احمدالله هم ومنله چې لس تنه ز خمیان یې دوي ته له ګرمسیر څخه راوړي چې په مرمیو ویشتل شوي ول. ایساف تر اوسه په دې باب خپل بیان ندی ورکړی خو وایې چې تحقیقات یې پیل کړي دي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: حاجي بشر امريکاته د تګ پر وخت نيول شوی دی
Write an article based on this title:
|
٦ د غويی ١٣٨٤ د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دې چې دوي د غير قانوني نشه يې توکو يو لوي افغان قاچاق وړونکی نيولې دی. دوي هغه يو داسې کس بولي چې د هرويينويا پوډرو د قاچاق له کبله د نړۍ د لويو قاچاق وړونکو څخه يو دی چې د نيولو لپاره يې ډېري هلې ځلې کيدلي. فډرالي څارنوالان واي چې د بشر نورزي نيونه به په افغانستان کې د نشه يې توکو د غير قانوني کاروبار لپاره يو لوي ګزار وی. د کندهار هغه ښاريان کوم چي حاجي بشر له نژدې پېژني وايي چي حاجي بشر د روسانو سره دجهاد په وخت کي په مقاومت کي فعاله ونډه لرله ، او بيا يې د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر ړنګېدو ورسته دخپل منځيو جګړو او چورتالان په دوره کي تر ټولو لومړی د کندهار د سنګيسار په ولسوالۍ کي د طالبانو د تحريک د پيل لومړنيو کسانو خپله وسله وسپارله او ملکي ژوند ته راستون شو . حاجي بشر ٣٨ کاله مخکي د کندهار دښار لويديځ خواته په ميوند ولسوالۍ کي زېږېدلی دی . او د طالبانو د اسلامي غورځنګ د پيل له وخت څخه بيا د طالبانو د امارت تر جوړېدو پوري يې د اسلامي امارت سره مرستي کړي دي . حاجي بشر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د يوې اوونۍ لپاره د امريکايي پوځونو له خوا زنداني شو ، تر خوشي کېدو وروسته پاکستان او بيا په ډوبۍ کي مېشت شو . اوسنيو طالبانو د حاجي بشر نورزي په اړه وويل چي د دوی سره يې هيڅ راز مرستي نه دي کړي او نه هم په دې وروستيو کي د هغه په اړه مالومات لري . هغوی د هغه نيول د يوه مسلمان په توګه وغندل .او پر امريکايانو يې تور ولګاوه چي هر هغه سړی چي تر سترګو يې بد ايسي دطالب او القاعده په تور نيسي او بندي کوي يې .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د هلمند د والي پرسر د امريکا اوبرتانيې ترمنځ ناندرۍ
Write an article based on this title:
|
لښکرګاه: د برتانيې پوځ د امريکا څارګره اداره (سي ای اې) په افغانستان او عراق کې د برتانيې د رغنده تګلارو په تخريب تورنه کړه. د انډيپنډنټ ان سنډې اونيزې په وينا، سي ای اې په افغانستان او عراق کې د برتانيې غوره او مثبت سياستونه له ناکامۍ سره مخامخ کوي. نوموړي ورځپاڼې په افغانستان او عراق کې د امريکا او برتانيې ترمنځ نويو راپيداشويو اختلافونو ته په اشارې سره ليکلي، چې د هلمند والي محمد داود د همدغو اختلافونو له امله ګوښه شوی دی. د اونيزې په وينا، امريکا پر ولسمشر حامد کرزي فشار راوړی، چې د هلمند والي محمد داود له دندې ګوښه کړي، ځکه هغه د برتانيې تر ټولو ستر ملاتړی او له طالبانو سره د سولې تړون د لاسليک کولو اصلي مهره ده. د برتانيې يوه دولتي چارواکي انډيپنډنټ ان سنډې اونيزې ته ويلي، چې امريکايان پوهېږي، چې محمدداود په هلمند کې د برتانوي ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه خو يې د نوموړي موقعيت کمزوری کړ او د پنجشنبې په ورځ يې ولسمشر کرزی دې ته اړ اېست، چې له مرستيال سره يې يوځای له دندې ګوښه کړي. د اونيزې د رپوټ له مخې، محمد داود له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د برتانيې ډېر ټينګ ملاتړی او د موسی کلاتړون اصلي طراح و. د اونيزې په وينا، د امريکا دولت لا په پيل کې له طالبانو او سيمه ييزو خلکو سره د سولې تړون په برخه کې د برتانيې د دريځ مخالفت کاوه، ځکه دا يې د طالبانو پر وړاندې خپل (کسرشان) باله. د اونيزې په وينا، امريکا په عراق کې هم د برتانيې د سياستونو مخنيوی کوي، ځکه برتانيه غواړي د بصرې او ميسان ايالتونو امنيتي چارې عراقي ځواکونو ته وسپاري، خو امريکا نه غواړي، امنيتي چارې د عراق سرتېرو او امنيتي ځواکونو ته ولېږديږي. په عراق کې د امريکا او برتانيې د ناندريو خبره په داسې حال کې رابرسېره کيږي، چې اونۍ وړاندې د برتانيې يو شمېر رسنيو له عراق نه د ځواکونو د اېستلو پر سر د بوش او ټوني بلير ترمنځ د اختلاف خبر ورکړ. ويل کيږي برتانيه د عراق په اړه د څېړنې ډلې د رپوټ پلويتوب کوي او امريکا يې بيا نه مني.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د ولايتي شورا زياد شمېر نوماندان ځوانان جوړوي
Write an article based on this title:
|
د ولايتي شورا زياد شمېر نوماندان ځوانان جوړوي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور ددې ټکي په څرګندولو سره وايي د ولايتي شوراګانو د تاکنو اويا سلنه نوماندان ځوانان جوړوي. په ټولنه کې بدلون، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د جوړ ښار درلودل، د هېواد دوهم ځل جوړول، د سولې د ټينګښت لپاره هڅې او ځوان ځواک ته د هېواد اړتيا هغه شعارونه دي چې د ولايتي شو� �اګانو د نوماندانو په تبيليغاتي انځورونو کې لېدل کېږي. د تاکنو د خپلواک کميسون د چارواکو په څرګندونو س� �بېره، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو له عکسونو چې د کابل ښار په ديوالونو لګول شوي ښکاري، چې لږ تر� �ږه په کابل کې د ولايتي شوراګانو ټاکنو ډېرۍ شمېر ځوانان جوړوي. د تاکنو د خپلواک کميسون وياند نور محمد نور وايي: د هېواد په ګوټ ګوټ کې ٣١٧٩ کسانو د ولايتي شورا ټاکنو لپاره ځانونه نومولي او د ولايتي شورا د ٤٢٠ څوکيو د لاسته راوړلو لپاره سيالۍ کوي. د يادونې وړ ده چې د ٤٢ څوکيو له تولګې ١٢٤ څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوي. نور وايي: د پا وړ ښځې او ځوانانو په ولايتي شورا کې ځانونه نومولي. يو تن ځوان نوماند داود رضايي وايي: افغانستان د بدلون � �پاره د ځوانانو انرژي او ودې ته اړتيا لري او دغه راز سياسي ګدون په هېواد کې د سولې او ټينګښت د راوستلو لپاره اړين دى. په ولايتي شورا کې د خلکو استازي مسووليت لري څو د ولايت له چارواکو سره همکارۍ وکړياو خلکو ته د ښې خدمت رسونې لپاره چارواکو ته مشوره ورکړي. يو له مهمو ټکو دا دى چې د هر ولايت له ولايتي شورا يو تن په شرايطو برابر وي او ٣٥ کاله عمر ولري د پارلمان سنا مجلس ته د سناتور په توګه لار ومومي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په پېښور کښي چاودني يو تن مړ او بل ټپي کړ
Write an article based on this title:
|
پيښوركښي تيره ورځ دسكريپو په يو ګودام كښي چاودنه شوې چې � �ه امله ئې يو خوارى كښ مړ او يو سخت ټپى شويده. داطلاعاتو ترمخه داپيښه ديكه توت سيمې په پهندو روډ هغه وخت رامنځته شوه چې كله ددو خوارى كښو دسكريپو په ګودام كښي كار پيل كړو په دې پيښه كښې ژوبل وګړي په سمدستى توګه روغتون ته ورسول شو مقامى پوليس ددې پيښې په اړه مقدمه درج كړې او تفتيش ئې پيل كړيده د پوليس وينا ده چې داپيښه د خوارى كښو لخوا د كارتوسونو د صفا كولو په وخت شويده.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: مړ اذر -----
Write an article based on this title:
|
مخامخ قبلې ته ناسته ، خپل دلبر له خدايه غواړيد چا ياد ليونۍ کړې ، جوړ ګودر له خدايه غواړي انتظار زغملى نه شي ، لمر په تورو کاڼو ولي ليونۍ په سره غرمه کې مازيګر له خدايه غواړ ي سره منګي يې چا مات کړي ، نجونې غلې – غلې ژاړي د کوشېر – کوشېر نارې کړي ، کوزه ګر له خدايه غوا ړي انځورونه يى وران شوي ، د اورونو په سرو لښتو ليوني نقاش ته ګوره ! مړ اذر له خدايه غواړ ي سره لنبه ده ګرځېدلې ، په سپرلي باندې شکمن دى لنګې مېږې به څه وخوري ؟ شپون شين غر له خدايه غواړي نعمان ) زړه چاته و� �کړى ، په بدل کې زړګى غواړي له مودو راهيسې داسې سوداګر له خدايه غواړ ي
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: حامد کرزي د کندهار تر چاودنې وروسته بیړنۍ غونډه جوړه کړه
Write an article based on this title:
|
رپوټ ورکونکې: مریم بارکزۍ ایډیټ: میرویس جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د تیرې شپې تر زوروي چاودنې وروسته بیړنۍ امنیتي غونډه را وبلله.په دغه غونډه کې د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت ادارې ریس برخه درلوده.دغه خبر په یوه اعلامیه کې چې د کرزي د دفتر له خوا خپره شوي ورکړ شوی دی.ولسمشر امنیتي مشرانو ته امر کړی چې پیښه په دقیقه توګه وڅیړې او پایلې یې تر د پوري ور ورسوي. پرونۍ چاودنه: پرون ماښام د کندهار ښار د نوې ښار په دننه کې ورزشي لوبغالې ته څیرمه او د سیتا په نامه د یوې رغنیزې پاکستانۍ کمپنۍ مخې ته د لارۍ بم په چاونه کې لیږ تر لیږه پینځه څلویښت تنه مړه او نږدې پینځه شپیته نور ژوبل شول.په مړو او ژوبلو کې ډیری کسان ښځي، ماشومان او بوډاګان ول.ډیری ژوبل شوي کسان د کوما په حالت کې دي.د کندهار د میرویس روغتون چارواکي وایې چې دوي ته هم ګڼ شمیر مړه او ژوبل کسان ور وړل شوي او د ژوبلو شویو ډیری کسانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.عیني شاهدان وویل چې د ډیری ژوبلو کسانو بدونه سوځیدلي دا ځکه چې له چاودنې سره سم په سیمه کې پراخ اور ولګید او د اور وژني مامورین له پيښې یو ساعت وروسته سیمې ته را ورسیدل. په ورته وخت کې یو شمیر نور ټپیان د کندهار شخصي کلینیکونو او د چینایانو روغتون ته یوړل شوي دي. د سیتا په نامه د پاکستانۍ کمپنۍ یوه امنیتي افسر د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وویل چې د دوي د دفتر له پینځه ویشتو امنیتي کسانو یوازي دوه تنه روغ پاتې نور له چاودنې سره سم تري تم شوي او دوي نه پوهیږي چې مړه او یا ژوبل شوي دي. په پیښه کې د هند، پاکستان او ایران د قونسلګریو ودانیو ته هم مالي ځيان اوښتی دی. د بینوا ویب پاڼي همکار چې نن سهار د چاودنې سیمې ته ورغلی وایې چې چاودنه دومره ځواکمه وه چې په سیمه کې یې د واده یو صالون، د پاکستانیانو د سرک جوړونې د یوې کمپنۍ ودانۍ او شاوخوا ۴۰ دوکانونه او یو شمیر کورونه وران کړي دي.زمونږ د همکار د څرګندونو په اساس چې نن سهار هم د کورونو او دوکانونو په پاتې شونو کې د مړو او ټپیانو لټون دوام درلود او یو شمیر کسان د خپلو عزیزانو په لټه کې ول.تر اوسه د دغې پیښې عاملین نه دي معلوم شوي خو تر دې دمخه دغه ډول بریدونه د طالبانو له خوا تر سره کیدل.د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ځایې قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په دغه لارۍ موټر کې چې پرون وچاودید د دوي له خوا ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړای شوي وو چې موخه یې د کندهار یو مهم حکومتي ساختمان وو چې دغه پلان سر ته و نه رسید.نوموړي قوماندان وویل چې د دوي یو شمیر پیاده جنګیالي هم د دغه پلان برخه ول چې له چاودنې وروسته به په مشخص ساختمان باندي چریکي یرغل کوي خو کله چې دغه موټر بي ځایه وچاودید پلي طالبان بیرته خوندي سیمو ته ستانه شول.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: 600 تنه ووژل شول
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی په بنگلدیش کی د پیل شوي سخت توپان او گردباد له امله د مرگ ژوبلی کچه په بی سا� �ي توگه لوړيږي. رپوټونه وایې چې په بنگلدیش کې د وروستی توپان او ورسره گرد باد له امله تر اوسه پوری لږ تر لږه 580 تنه وژل شوي ، په زرگونو استوگن ځایونه وران شوي او شاوخوا یو نیم ملیون تنه له خپلو کورو تښتیدلي دي .د سره صلیب مامورین وایې په سلها مړي دوي ته سپارل وي او په س� �گونو تنه نور کسان تر اوسه لادرکه دي او گمان کیږي تر خاورو خزلو لاندي به گیر پاتي شوي وي.تیره شپه د دې توپان شدت په ساعت کې 250 کیلومترو ته ورسید . د بریښنا ، ټلیفون او ترانسپورت سیستمونه د بنگلدیش په جنوب کې مختل شوي او په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلام شوی دی.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د پښتنو زلمیانو ویبلاګونه پرلیکه شول
Write an article based on this title:
|
www.worbal.com/khabaryal د نذیرسهار ویبلاګ www.worbal.com/weblog www.worbal.com/weblogد اسماعیل نوید ویبلاګwww.worbal.com/hadi د هادي حیران ویبلاګhttp://afghanjournalism.blogspot.com/د یونس برهان ویبلاګhttp://www.worbal.com/fawad د احمد فواد لامع ویبلاګ
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: غزل
Write an article based on this title:
|
هم پر ژبه،هم پر خاوره،هم پر قام دیهر پښتون په زړۀ خواخوږی د اس� �ام دیچي و ميني ته په مينه ځواب واييداسي چاته مي په زړۀ او خلۀ سلام دیکه وي نېغه نو د پلار پر لار به دروممکنه شمېر مي په ټولۍ کي د بهرام دیکه څوک ماته د خپل ورک يار پته راکړيپه انډول کي ورته پاته ژوند انعام دیشاعري که دوی عبث بولي عادلهتر مرګيه زما دې کار ته دوام دی ٩ ستمبر ٢٠٠٦ م کا� �چمن
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کرزي او فهیم نوې که زړه انډیوالي؟
Write an article based on this title:
|
د بوش تر وحشي تیرې وروسته ټول مظلوم افغان ملت بیا په هماغو کړاوونو کې کیوتی دی چې د برژنف او د هغه وارثانو ورسره مخ کړی و، خو پپښتانه په ځانګړې � �ول په اور کې راګیر دي، لکه چې سیند اخیستي وي، ځګونو ته لاس اچوي او له هر چا نه تمه کوي چې ستونزې یې حل کړي. کله چې کرزي صیب مارشال د کاندید مرستیال ولسمشر په توګه ونوماوه، پښتنو دوه ډوله غبرګونونه وښودل: � �� ځینو وویل چې دا کرزي ښه ونه کړل، چې یو جنګي جنایتکار او د ملت دښمن یې له ځان سره ملګری کړ، باید له دغو خ� �کو لیرې وګرځي، ځکه دغه ټلواله د ملي یووالي دښمنان دي، او د روس او ایران لپاره کار کوي، یو شمیر وویل چې دا ښه کار دی، ځکه د فهیم سره په ملګرتیا به ملي یووالی ټینګ شي،اصلي خبره داده چې کرزی کله هم له فهیم نه جدا نه و.د بن په استعماري پریکړه کې نړۍ دا فیصله کړې ده چې د دولتي مثلث اضلاع او قاعده به د تاجک + هزاره + اقلیتونو نه جوړیږي او په راس کې به یې یو پښتون په سمبولیک ډول ځای په ځای کوي. له هماغې ورځې تر ننه د دولت اصلي بدنه همدغسې ده (خو متاسفانه د تاجک + هزاره + اقلیتونو نه یې هم د بشر د حقوقو ناقضین او جنګي جنایتکاران په صح نه حاکم شوي دي، کاشکې ددغو ورونو نه خو یې کوم پوه او مسلکي کس په دولت کې راوستی وای، نه چې فهیم او خلیلي). کرزی یو نیم لایق پښتون د لږې مودې لپاره ځکه په کابینه کې راولي چې د دوی اداره او نظام یو څه د نړیوالو په پام کې قانونمنده وښیي، که نه نو د فهیم تر دفاع وزارت وروسته بسم الله خان تر هغه ډیر جدي او ډیر افراطي دی، او رح یم وردک بیچاره ورته د یو میلمه په توګه ناست دی، د دفاع وزیر په توګه یې کور په کابل کې چور شو، خو موږ اوس هم خوشال یو چې د دفاع وزیر پښتون دی. دا مظلوم دومره ناتوانه دی چې د بسم الله خان سترګو ته ګوري او بیا خبرې کوي. د کورنیو چارو کیسه هم دغه شان ده: تر قانوني ضرار احمد ډیر متعصب او ډیر جدي و، او اوس اتمر صیب هم د شمالي ټ� �والې په پښو کې پروت دی او ملي خاین ته رحمه الله علیه وایي. امرا لله صالح خو ځکه تر ټولو خطرناک دی چې هم ام� �یکایي دی او هم شورای نظار.تر دې بد تره دا چې د کرزي او فهیم تر انډیوالۍ د دوی د ورونو حاجي محسن او محمود ک� �زي انډیوالي ډیره پخه او خوږه ده، ځکه د قران کریم دمفهموم د فرمودې له مخې (د منافعو مینه ډیره شدیده وی). دا جوړه په هر لوی تجارت، هره لویه تجارتي معامله او هره سوداګریزه دسیسه کې شریکان دي، او خلکو ته وایي چې پیسې � �یر خوږ شی دی، او تر دې دوستۍ بله ښه دوستي نه پیدا کیږي. نو دا د پښتنو یوه خوش باوري ده چې له داسې یو چا نه، چې نه د هیواد په وړاندې ژمنه لري، نه پوهه لري، نه پوځ او لښکر لري، نه ګوند او ډله لري او نه ورسره قوم ولاړ وي، د خدمت تمه وکړي؟کرزي په ۲۰۰۲ کې خپل یوه مشاور ته ویلي وو، چې (که مارشال وغواړي زما چپنه به په یوه او ستا کرتۍ به په بله ونه کې ځوړنده وي،.... او په دې امریکایانو باور پکار نه دی. دوی هم د مارشال ملګري دي، ځکه هم ده راوستي او د موټرانو مخې او شا ته یې منډې وهي او که کومه حمله پرې کیږي نو د مارشال کسان به قربانیږي)کرزی پښتنو ته په ښکاره وایي چې پښتون په دې هیواد کې کوم منسجم ځواک نه دی، او چلنج ورکوي چې یو نر خو دې د ۱۰۰۰ کسانو یوه مظاهره راوباسي؟ دا رښتیا ده، پښتون طالب او حزب اسلامي له نړۍ سره په جګړه کې دی، دموکراتانو، ټکنوک� �اتانو او ملي ګرایانو په تیرو اووو کلونو کې کوم تشکل او انسجام جوړ نه کړای شو، او ځکه د کرزي چلنج سم بریښي چې څوک زر کسان سوله ایزې مظاهرې ته نه شي راایستلی. د کرزي اصلي دنده داده چې د پښتنو په منځ کې ددغسې ځواک د جوړیدو مخه ونیسي، چې بیا په طبیعي ډول یو افغان شموله حرکت ترې جوړ یږي، خو دې د تشکل دښمن دی او د دوه کسان نظم هم نه شي زغملای.د کرزي پلویان یو ډیر قوي دلیل وایي چې : امریکا د روس په شان یو ابر قدرت دی، او کولای شي پښتون ته دغه د سمبولیکې مشرۍ چوکۍ هم ور نه کړي، لکه روس چې هر څه کارمل او کشتمند ته ورکړي وو. کرزی تر هغوی دا ښیګڼه لري، چې کله بهرنیان د افغانانو ښځې او ماشومان وژني نو دې ورسره ژاړي او امریکا ته زارۍ کوي چې ملکي وګړي مه وژنۍ، خو کارمل خان او کشتمند خان به روسانو ته ویل چې (همه را بکشید، این ملت همه اشرار است). دا به سمه وګڼو، خو د افغانستان د عزت، ابرو، خود ارادیت او په هغه کې د پښتون او نورو ورونو د عادلانه ورورولۍ جوړول د کرزي صیب له وس، صلاحیت، عزم او شخصیت نه ډیره اوچته خبره ده، او باید دومره لویې تمې ترې و نه شي.دا دوهمه ډ� �ه چې وایي فهیم خان سره ملګرتوب به ملي یووالی ټینګ کړي، تر دې نورو ډیر تیروتلي دي، ځکه د روس له خوا فهیم خان ته دنده ورکړل شوې چې ملي یووالی ړنګ کړي، نه دا چې جوړ یې کړي. ده ته چې د شورای نظار خپلو ملګرو په ملامتونکې ژبه وویل چې په هلیکوپتر کې دې په داسې بې ننګه ډول د امریکایانو ټول امرونه په داسې حال کې ومنل، چې هغوی خپل ه� �یکوپتر بند هم نه کړ، نو هغوی به ستا خبرې څه اوریدلې وي او کاشکې یو څه لیکل دې ترې اخستی وای چې قدرت راته ډیره موده پریږدي، ده ورته وویل:[ برادر شرایط و ګپ ضرور نه بود، همین که پشتونه بری ما از بین ببره، همی همه چیز است،] دا خو ټول څه نه وو، ۷۰ میلیونه ډالر یې هم اخستي وو. نو داسې شخص به څنګه زموږ ملي وحدت جوړ کړي.لکه څ نګه چې دوی پښتنو ته هیڅ نه شي کولای او نه یې کوي، نورو ورونو قامونو ته هم کوم پروګرام نه لري، یوازې دا پروګ� �ام لري چې لوی لوی قراردادونه د خپلو ورونو او خپلوانو په نوم واخلي او د ډک چیني او خلیلزاد او بوش او کنډو� �یزا رایس غوندې د تیلو د سترو کمپنیو مالکان شي، او نسلونه نسلونه په دې مظلوم ملت د پردو په ګټه واک وچ� �وي.د نجات لار داده چې ټول ملت دا ځل کرزي ته رایه ور نکړي او بس. که څه هم کرزی او فهیم د امریکا ملاتړ لري او امریکا غواړي یو ځل بیا په دې هیواد د غلو او جنایتکارانو یوه ټلواله حاکمه کړي، خو ملت باید دا شهامت وښیي، � �که د هر ظالم په وړاندې چې یې تل ښودلی دی.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: يو بل عزيز مراد ( سانچاركي ) - د خوشمل لیکنه
Write an article based on this title:
|
د عزيز مراد نوم هر چا ته د کورنيو او کوڅه په کوڅه جګړو زړه بوږنوونكى انځور ياد ته ورولي. هغه وخت رباني په واك کې و او عزيز مراد يې وياندويي كوله . که مبالغه ونه شي دا اروښاد ښاغلى په دروغو کې د مور يوزوى و ، خو دده لوى كمال دا و چې هنري د� �وغ يې نه ويل، سپين دروغ يې ويل چې د سترګو په رپ كې به ثابت شول .عزيز مراد به له بي بي سي او امريکا غږ راډيو س� �ه په مرکو کې د رباني د کوڅه يي جګړو په پرمختګونو كې داسې افراط كاوه چې خپله به رباني هم ورته ګوته په غاښ شو . دا ويندويي به کله کله ډاکټر صاحب عبد الله هم کوله که څه هم چې عبد الله په دروغو کې مراد صيب ته نه � �وى رسيدلى خو بيا هم د شوراى نظار د ښو دروغجنو په لست كې يې نوم بر دى.د نظارشورا او اوسنۍ متحدې جبهې د د� �واغجنو وياندانو ميراثي څوكۍ اوس سانچاركي ته وركړل شوې ده، هغه سنچارکي چې د مخدوم رهين د وزارت پر مهال يې د بيروكراسۍ اواختلاس دوسيو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ملا ماته كړه ، خيرنورو ته خو دروغو په درد وخوړل داكترصيب يې وزارت ته ورساوه اومراد كه مړ نه وى هم به لكه صديق چكړي زور وزير واى خو افسوس د سانچاركي په حال دى ، لكه دې شومې ناوې بخت يې تور دى چې اطلاعاتو فرهنګ وزارت كې معين شو د رهين كاسه يې چپه كړه ، چې اقتدار ملي ګوند ته ورغى د كاظمي دربار يې وڅاټه اواوس خو چې په متحده ټلواله هره بلا پريوځي د همدې سنګچاركي له بده شامته به وي . اوس دروغجن ډيرشول ګني سانچاركي ته خو سخته اړتيا وه . د ده د شناخت لپاره د ده دروغ لوى كمال دى سنچارکي تر وزارت رخصتيدو وروسته د پنځوسو ډالرو په خاطر ډيرې دروازې وټکولې په ډيرو انټرنيوزونو او پژوهشګاوو وګرځيد ، د اجمل نقشبندي پر وژنه يې هم ستر بيزنس روان کړى واو که ووايو چې د نقشبندي قاتل هم سنچا� �کي و دا به هم د زلمي نقشبندي په حق كې زياتى نه وي ځكه ده او يوبل د ژورنالستانو مدافع طلبان په تحريم وګواښل اود زمري په خوله كې بند نقشبندي يې ځوانيمرګ كړ . را به شو د نن خبرې ته سنچارکى د نظارشورا او اوسنۍ متحدې جبهې وياند دى په دولت بې دريغه ګوزارونه کوي په فساد يې ککړ بولي او کرزى يو ضعيف ولسمشر بولي موږ به له سنچارکي وپوښتو چې په دغه ناکام حکومت کې ته څومره کامياب وې ؟.او څومره له فساد نه په امان وې؟ سنچارکي به ځواب نه لري خو زه به ووايم چې په دغه حکومت کې ستا او ستا د استاد وزير رهين د ناروا كړنو داسې پرپړې پرتې دي چې نږدې ده خپلې كورنۍ اوخپل اولادونه درباندې شاهدۍ ووايي . سانچاركى له عزيز مراد او داكتر عبدالله نه هوښيارندى خو ګټه يې له هغوى زياته ده سانچاركۍ د قلم جنګسالار دى چې وجدان يې پاس په تاخ كې اېښى اوكله چې د ديموكراسۍ لوبه كې د كوم بل ګول وهلو اړتيا شوه نو دى به ګوندې بيا هم معين انديشمند وي . په شېرپوركې د سانچاركي ماڼۍ دده دهوښيارۍ نغده ګټه ده چې كله هزاره اې ايران پرور شي ، كله افغانستانى ، كله پژوهشګر- سخنور او كله هم مجاهد كمونست.د سانچاركي د يارانو كړۍ په ټول دولت كې خوره ده خو څوك په خپل پوستكي كې ښكاري څوك په نورو پوټكو كې ننتلي دي، دوى كله كله غټ غټ خلك داسې تيرباسي لكه خپل زامن . تيره ورځ مې يې له آزادۍ راډيو ښکرور درواغ واوريدل سنچا� �کي وايي سترې محکمې يا دده په وينا دادګاه عالي د کرزي د واک د اوږديدو په باره کې شوې پريکړه په داسې حال کې کړې چې قاضي القضات نه دى پرې خبر سنچارکي وايي موږ ته موثقو درواغجنو راپور را کړى چې د دادگاه عالي په پ� �يکړه قاضي القضات نه دى خبر د سترې محکمې وياند د سنچارکي په ځواب کې يواځې يوه نرۍ خندا کړې او بس نو اوس سړى دې نتيجه رسيږي چې سنچارکيانو او پاوکيانو ته نور څه نه دي پاتې او غواړي په درواغو خپل مړه ځانونه را ژوندي کړي ، زه باور لرم چې اوس د افغانستان خلک پخواني نه دي او د هر چا په ....... پوهيږي چې چيرته دى او د څه لپاره دى. پدې هيله چې ددروغو مزلونه رښتيا لنډ شي _ کابل
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دسورة البقره تفسیر او ژباړه
Write an article based on this title:
|
اول منزل(( سورة البقره )) مدینه الایة (( ۲۸۱ )) فنزلت بمنی فی حجة الوداع ))(( وهی مائتان وست وثمانون آیةورابعون رکوعا))((نزلت بعد (( المطففین))عدد ت� �اوتها (۲) عدد نزولها (۸۷) ))((د (( البقرة )) سورة مدنی دی پرته د ( ۲۸۱ ) آیة نه چه دحجةالوداع په کال په منی کی نازل سوی دی ))(( دوه سوه شپږاتیا (۲۸۶ ) آیتونه اوڅلویښت (۴۰) رکوع لری )(( د (( المطففین )) له سورة څخه و� �وسته نازل سوی دی . په تلاوت کی (۲) او په نزول کی (۸۷)سورةدی)بِسٌمِ اللهِ الرَّ حٌم َنِ الرَّ حِيٌم(شروع کوم ) په نامه دالله چه � �یر زیات مهربان پوره رحم لرونکی ديتفسیر سو� �ة البقره ددغه مبــــــارک سورت فضــــائل او بیان ، حضرت معقل بن یسار رضی الله تعـــــالی عنه ف� �مایی ، چی رسول الله (ص ) فرمایی چی سورت بقره دقــــــرآن کریم دغره په شان ده ، چی ددې سورت دلوړ والی مرتبه دوندی ده چی ده هر آیت سره یی ( ۸۰ ) فرشتی نازلیدلې ، په خاص ډول آیت الکــرسی خو د عرش دتل څخه نازل سویده او په دغه سورت کی یی شامل کړی ده، د ترمذی یو ضعیف حدیث دی چی وایی دهرشی یو لوړوالې سته مګر دقـــــرآن پاک لوړ والی سورت بقره ده ، په دغه سورت کی یو آیت دی چی دټولو آیتو سردار دی هغه آیت (( آیت الکرسی )) ده په یوه حدیث کی راغلی دی چی په هرکورکی دغه سورت بقره ویل کیږی په هغه کور کی شیطان نه سی ننوتلای ، تر ټو� �وذلیل ترین کور هغه دی چی په کی د قـــــــــــرآن شریف تلاوت نه کیږی . دحضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه فرمان دی چی هر څوک د سورت بقـــــره اول څلور آیتونه آیت الکرسی اودوه آیتونه ددغه وروسته او دری آیتــــونه داخر چی ټول لس آیتــــونه کیږی دشپی ووایی په شپه هغه کور ته شیطان نسی ورتلای او نه کم بد شی هغی کورته ورتلای سی ، چی دغه آیتونه پر لیونی باندی وویل سی دهغه لیونتوب ورکیږی ، په صحیح بخاری شریف کی سته چی حضرت اسیدبن حضیر رضی الله تعـــــالی عنه یوشپه دشپی یی دسورة بقـــــره تلاوت ش� �وع کی چی دده آس هم ورسره ولاړ وو او زوی یحــی یی دتړلی آس وڅنګ ته پروت وو ، آس په غورځیدوسو شیشنی یی ش� �وع اوپه پښه وهلو یی دمځکی شروع وکړل ، قرآت یی پریښودی آس ارم سوو ، بیا چی یی شروع وکړه ، آس بیا هم هغسی شروع وکړل ، بیایی قرآت پریښودی ، دریم وار چی شروع وکړل په قـــــرآت ویلو آس بیا په غو رځیدو سو ، نو وبی� �یدی چی آس یی زوی تر پښولاندی نه کی تلاوت یی بند کی زوی یی راکښـــــی نوی ، سهار حضور (ص) ته راغلی او بیان یی ورته وکی چی ماښام داسی یو واقعه وسول کله چی می دریم وار تلاوت بند کی نومی اسمان ته وکتل چی ګورم د اسمان پر مخ توره اوریځ چی پر سر ولاړه وه څیراغان پکښـــی لګیدل . او زما د تلاوت دبندیدو سره هغه هم بیرته لوړه ولاړل ، نو حضرت رسول (ص) ورته وویل چی پوهیږی داڅه شی وو ، داده سورة بـــــــقره تلاوت وو چی تاوایه ملایکو غوږ ورته نیولی وو او نژدی درته راغلی وی ، که چیری تا تلاوت نه وای بند کړی تر سهاره پوری درته دریدلی چی هر چا به لیدلی وای .دا دحدیثو په ډیرو کتابو کی سته والله اعلم. الَمَّ (۱) جتفسیر : دغو حروفو ته (( مقطعــــــات)) وایی ، ددغو حروفو په اصلی معنی باندی پرته له الله تعالی څخه بل څوک نه سی پوهیدی ، او دالله تعـــــــالی یوه پټه خبره اوپټ راز دی ، څوک وایی : دغه حروف دالله تعــالی اودده د� �سول صلی الله علیه وسلم په مینځ کی مخصوص راز دی چه موږ ته دځینو مصالحو اوحکمتونو لاملــه نه دی راښکاره سوی اوهغه معنــــــا ګانی چه دځینو لویــــانو له خوا ددغو حروفو په نسبت نـقل سـوی دی تـش یو تمثیل دی .ذَلِکَ الْکِتَابُ لاَرَيٌبَ ج صلی فِيٌهِ جدا کتاب نشته هیڅ � �ک په ده کی(چه دالله تعالی له لوری نازل سوی دی ) تفسیر :یعنی په دی کی هیڅ شک او شبهه نسته چه داقـــــــــرآن دالله تعالی کلام دی اوټول م ضامین یی رښتیا اوواقعی دی .تنبیه : په کوم کلام کی چه اشتباه لیدل کیږی هغه به له دوه ؤ لارو څخه وی ، یابه په هغه کلام کی کومه غلطــی او خرابی وی ، یابه داوریدونکی په پوهه کی څه فساد اوخلل وی . په اول صورت کی د(( ریب )) محل ، دغه کلام دی ، او په دوهم صورت کی د (( ریب )) محل په حقیقت کی دپوهیدونکی پوهه ده دغه کلام (( قــــــــ� �ـــرآن )) خو بالکل حق دی ، که څه هم ناپوهانو ته ددوی دناپوهی لامله شک او شبهه په کی پیداکیږی . نوپه دی مبا� �ک آیت کی ئی د (( ریب )) داول صورت نفی وفرمایل نودا ((شبهه )) او ((ریب)) چه کافرانو په قرآن کی ((ریب)) کړی او ترینه انکار لری چه داکلام دالله تعالی کلام نه دی نوبیا ددی نفی معنی څه ده ؟ بالکل له مینځ وواته پاتی سو دوهم صورت . چه دهغه نفی له دینه وروسته په (( وان کنتم فی ریب ممانزلنا علی عبد نا ا لآیة ) کی راځی .هُـدًی لِّلْمُتَّـقِیٌنَ ( ۲) ل( دغه کتاب )لارښوونکی دی لپاره دپرهیز ګارانو تفسیر :له دغه ځایه دعظیم الشان قرآن تر آخره پوری د (( اهدناالصراط المستقیم))جواب دی چه دبندګانو له خوا غوښتل سوی ؤ. یعنی دغه کتاب هغو بندګانو ته � �ار ښیی چه د الله تعالی څخه بیره لری ځکه هغه څـــــوک چه دالله تعالی څخه بیریږی هغه به هرومرو دښو اوبدو ام ورو (( طاعت او مغصیت)) غوښتنه اوپلټنــــــــه کوی ، اودچا په زړه کښی چه دالله تعالـــــــی بیره نه وی نو هغه به له طاعت سره څه علاقه ؟ اوله معصیـــــــــــت ځنی به څه اندیښنه ولری ؟اَ لََّذِ يٌنَ يُؤٌ م ِنُوٌنَ بِا لْغَيٌبِهغه کسان چه ایمان (باور) لرونکی دی په غیب باندی وَ يُقِيٌمُوٌ نَ ا� �صَّلَوةَاوقائموی دوی ( سم اداکوی سره دټولو حقوقو) لمونځوَمِمَّا رَ زَقْنَاهُمٌ يُنٌفِقُوٌ نَ (۳) � �ااوځينی له هغو شیانو چه ورکړی موږ دوی ته صرفوی یی ( دالله تعالی درضالپاره) تفسیر :یعنی هغه شیان چه دهغوی له عقلو اوحواسو څخه پټ دی لکه وحدانیت رسالت ،حشر،نشر، قیامت ، حساب ،کتاب ،ملائک ،جنت ، دوزخ ، اونور دغه واړه دالله تعالی اودهغه د رســـول صــلی الله علیــه وسلم له ارشاده سره سم حق اویقینی ګڼی له دی څخه داراښکاره سوه چه ددغو غایبو او پټو شیانو منکران دهدایت له فیضه محــــــــروم اوبی برخی دی . دصلواة له اقامت څخه مطلب دادی چه هغه تل دخپلو ټولو حقوق او آدابو په مراعات کولو سره په ټاک� �و وختونو کی اداء کړی سی . ابن عباس (رح)وای چی دلمـــــــانځه فرض پرځای کیدل ، رکوع ، سجده ، تلاوت . اوپه توجه سره لمونځ کول قیام دی ته صحیح لمونځ وایی قتاده (رح)وایی چی دوخت خیال ساتل صحیح ابدس ، رکوع سجــــــ� �ـده په ښه توګه اداکول او اقــــــــامت دلمانځه کول دی ، ابن عباس(رح) فرمایی چی د ( ممارزقنهم ینفیقون ) م عنی ذکوات ورکول دی ، ابن عباس(رح) ابن مسعود (رح) اوڅه نور و صحابه وو ویلی دی چی ددغه څخه مراد خپل اولاد اوکورنی ته سمه اوښه ډوډی ورکول دی په خپل خـــــــــــر څ یا پیسو کی قربانی کول چی خدای (ج) ته نژدی کیدل دی ،حضرت ضحــــــــاک فرمایی چی دزکوات اوه سورته دی چی د برات په سورة کی راغلی دی مګر ددیغه آیت معنی چی خپل دطاقت سره سم لږ لږ خیــــــــرات ورکول دی .په عربی ژبه کی صلوة د دعا معنی ورکوی چی د عربو شاعرانو په کا� �اوه ، په شریعت کی د غه توری د لمـــــــــــانځه معنی ورکوی . دټولو عباداتو اصل دری شیان دی : ( ۱) هغه امور چه دزړه سره تعلق او اړه لری .(۲) هغه امور چه په بدن پوری متعلق او تړلی وی .(۳) هغه ام ور چه په مال پوری مربوط وی .په دی مبارک آیت کی دادری واړه اصول په ترتیب سره یادسوی دی .وَالَّذِ يٌنَ يُؤٌ مِنُوٌ نَ بِمَآ اُ نٌزِلَ اِلَیٌکَاو هغه کسان چه ایمان لری (دوی) په هغه (کتاب) چه نازل کړی سوی دی تاتهوَمَـآ اُنٌـزِلَ مِنٌ قَبٌلِکَ ج وَبِااو(په) هغو (کتابونو)چه نازل کړی سوی دی د مخه ستا او پهٌلاَ خِرَ ةِ هُمٌ يـُو قِنـُونَ ( ۴ ) ط آخ� �ت دوی یقین کوی (چه ضرورراتلونکی دی) تفسیر :په تیر آیت کی دهغو کسانو یادونه وه چه له شرک نه وتلی اومسلمـــــانان سوی دی ،لکه دمکی خلګ ، اوپه دغه آیت کی هغه کسان یادسوی دی چه اهل کتابو اوپه اســـــــــــــلام مشرف سوی دی لکه : یهود اونصاری .اُل� �َئِکَ عَلَـی هُدً ی مِنٌ رَبِـّهِمٌ قدغه (ستایل سوی )کسان (دی) په هدایت له (جانبه) درب خپلوَ اُلَـئِکَ هُمُ الْمُفْلِح ُوٌنَ (۵)اودغه (ستایل سوی )کسان دی هم دوی په مراد رسیدلی تفسیر : یعنی دایماندا� �انو دغو دواړو ډلوته چه پاس یادی سوی په دنیـا کی دوی ته هدایت ورپه برخه سو او په آخرت کی خپلو مرادونو ته � �سیږی له دی څخه معلوم سو چه هرهغه څوک چه دایمان له نعمت اوله ښو اعمالو څخه محروم اوبی برخی دی . دهغه دنیا او آخرت دواړه بر باداو ابته کیږی اوس دمؤمنـــــــــــانو ددغو دوه ؤډلو له یادونی څخه وروسته دکافرانو دح الاتو یادونه کیږی .اِنَّ الَّذِ يٌنَ کَفَرُ وا سَوَآءٌ عَلَيٌهِمٌبیشکه هغه(خاص) کسان چه کافران سوی دی برابردی په دویءَاَنٌذَ� �ٌتَهُمٌ اَمٌ لَمٌ تُنٌذِرٌهُمٌ لاَيُؤٌمِنُوٌنَ(۶) ویرول ستا دوی لره اونه ویرول ستا دوی ل� �ه ایمان نه راوړی تفسیر : له دی کفارو څخه خاص هغه خلګ مراددی چه هغوی ته کفر مقرر سوی دی ،او دایمان له دولت څخه تل بی برخی دی ( لکه ابو جهل ، ابو لهب او نور )که نه ښکاره ده چه ډیر کسان له هغو خلګو ځنی چه کافـــران ووپه اسلام مشرف سوی دی ، اووروسته لدینه هم مسلمانیږی .خَتَمَ اللهُ عَلَی قُ� �ُوبِهِمٌ وَ عَلَی سَمٌعِهِمٌ طمهر لګولی دی الله پر زړونو ددوی او پر غوږونو ددویوَعَلَی اَبٌصََا رِ هِمٌ غِشَا وَ ةٌ ز وَ لَهُمٌاو پر سترګو ددوی (ځانته یوه ) پرده ده او دی دوی لرهعَذَا بٌ عَظِيمٌ ( ۷ ) ۱ عع� �اب ډیر � �وی تفسیر :مهر یی ولی ولګوی آیت (۷) حضرت سدی (رح) فرمایی ، دختم څخه مراد مهر لګول دی ، ددغه مهر ذکر په دغه آیت (( ختم الله )) کی دی دایو حقیقت دی چی په یو شی باندی مهر ولګوی یابندسی هغه ته هیـــڅ شی بیا نسی ننوتلای ، کله چی څوک ګناه وکی دهغه پر زړه باندی یوتور ټکـــی راځی چی دتوبی په وخت کی یی الله تعالی بیرته ایسته کوی ، که چیری ګناه پر ګناه وسی دغه تـــــــورټکی ډیریږی او اخر ټول زړه توریږی چی بیا حقیقت په سترګو نه وینی ( یعنی دحق په خبرو باندی نه پوهیږی) اوپر غوږونو با ندی یی مهرلګولی سوی دی ( یعنی رښتیا خبروته په غور سره غوږونه نه نیسی ) او پر سترګو باندی یی پرده ده ( یعنی دحق لاره نه وینی ).پر (سمعیهیم ) باندی پوره دریدل دی او ( علی ابصار هیم غشاوة ) یو جلا جمله ده ختم پر زړنو او غوږو باندی راځی او ( غشاوة ) پر سترګو باندی یوپ� �ده راځی ، ددی څخه معلومه سوه چی دډیرو ګناهو څخه الله تعالی پر زړونو مهر لګوی او پر سترګو باندی پر دی اچوی .دکفارو بیان هم ختم سو ، اوس په دغو وروستیو دیار لسوآیتونو کی دمنافقانو حالات راځی .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: طالبانو د ۸ تنو افغان سرتيرو دوژلو ادعا وكړه
Write an article based on this title:
|
يوتن ذبيح الله مجاهد چې،ځان په سيمه كې دطالبانو وياند بولي بينوا ويپاڼې ته وويل:چې دغه سرتيري نن په يولس بجې دطورخم جلال اباد پر� �ويه لار د نرۍ اوبه(باريكاب) په سيمه كې ووژل شول.مجاهد ادعا وكړه چې،سرتيري دسړك دغاړي دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.په بريد كې د افغان سرتيرو موټرهم په پشپړه توګه له منځه تللى،خو دننګرهار دوالي وياند نوراغا ځواك بيا په دغه بريد كې يواځې د ۳ تنو افغان پوځيانو دژوبل كيدو پخلى وكړ.ځواك زياته كړه چې،زخمي شوي پوځيان دم كړۍ په روغتون كې تردرملني لاندې دې،او په دې اړه به نور جزيات وروسته په ډاګه � �ي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: هندي پوليس: د ممبيى په چاودنو كي د پاكستان لاس وو
Write an article based on this title:
|
هندي پوليس وايي د ممبيى په چاودنو كي د پاكستان د استخباراتي ادارې آى ايس آى لاس وو، دا چاودني په تېر جولاى كي رامنځته شوې چي ۱۸۶ كسه يې ووژ� �.د ممبيى د پوليسو مشر يوې خبري غونډي ته وويل: ((موږ د جولاى د ۱۱مي د بمي چاودنو دوسيه وڅېړل او مالومه شوه چي ټول بريدونه د پاكستان آى ايس آى پلان كړي او په لښكر طيبه او د هغوى په پلويانو يې عملي كړل.))نوموړي وويل په دې چاودنو كي د هند د مسلمانو محصلينو لاس هم څرګندېږي. د هند د پوليسو په وينا په دې تور يې ۱۵ كسه نيو� �ي دي چي يوولس كسه يې پاكستانيان دي.دا په داسي حال كي ده چي د پاكستان د اطلاعاتو وزير طارق عزيز اسوشيټيډ پريس خبري آژانس ته ويلي چي موږ دا ادعا ردوو او له هندي چارواكو غوښتنه كوو چي كه دوى په دې اړه هر ډول شواهد ولري زموږ مخي ته دي يې كښېږدي.دا په يوه اونۍ كي دوهم وار دى چي د پاكستان پر آى ايس آى دا ډول تورونه لګول كېږي، په يوه راپور كي چي د برتانيې د دفاع وزارت له خوا خپور شوى دى راغلي چي د پاكستان آى ايس آى اداره د م� �هبي ګوندونو په لاس په غير مستقيم ډول ترهګرو ته مرسته رسوي.دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكو هم په وار_وار د پاكستان پر استخباراتي شبكه تور لګولى چي په دغه هيواد كي يې طالبانو ته ځاى وركړى، هغوى ته روزونه وركوي او بيا يې افغانستان ته د ترهګرو بريدونو لپاره رالېږي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د بلخ فرهنګيانو د رحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده
Write an article based on this title:
|
د بلخ فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده. د بابا په اړه جوړه شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي بهيرونو غړو، يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.غونډه د قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن � �حاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد فياض وو.د غونډې په پيل كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى ب� �يد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.د غونډې په پاى كې د دواړو بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: زمــــــوږ په راډیــــوګانو او تلــــویـــــزیـــونـــونـــو کــــــــي
Write an article based on this title:
|
دویاندۍ کیفیت ته نه پاملرنه : د ع . ا . ج . ليکنهپه دې وروستیوکې که له یوې خوا راډیوګانې او ټلویزیونونه ډیر سوي دي ، خو له بلې خوا یې دڅومره والي په نسبت په څرنګوالي کې ډیرې اندېښنې پیدا کړې دي . زه به لدې تیر سم چې ددغه ملت او دغه قوم لپاره دڅه خپرول پکار دي چې نه خپریږي او داڅیزونه چې خپریږي څومره ددغې ټولنې په زیان دي او څومره کار ته اړتیا لري .زه غواړم په هغه برخه کې چې زه پخپله دادي پکې کار کوم یعني دویندویۍ په برخه کې لږ څه ولیکم چې دهمدې راډیوګانو او ټلویزیونونو څومره والي زموږ په ژبه ادبیاتو او ویندویۍ څنګه اغیزه کړې ده داخوله لویه سره پریږده چې په کلتور یې څرنګه اغیزه کړې ده . په کومه ژبه چې نن پرې موږ خبرې کوو ، کوم ویوکي او توري چې موږ نن کاروو دا په کومو ستونزو څرنګه وختونو کې ترموږه رارسیدلي دي . څومره هسکې ټیټې یې لیدلې دي او تراوسه څرنګه روان ترموږه رارسیدلي دي خو اوس یې له راډیوګانو او ټلویزیونونو څخه داسې ساکن او ولاړ اورو ته به وایې چې پرون یې په ماشین جوړ کړي دي . زیاتره ویوکي چې اوس موږ لرو ، له وینو او اورونو په ډکو پیړیو کې تر موږه رارسیدلې او روغ رمټ ... زموږ نیکونه مړه دي او اوس خاورې شوي دي خو ویوکي یې لا تازه ، رغند ګویا او په خپل حال پاتې دي . خو په خواشینۍ سره به ووایو چې له ځینو راډیوګانو پرته چې څودګوتو په شمیر ویندویان چې نه یواځې ښه کارکوي بلکې دستایلو وړدي او په ریښتیا سره یې هم پښتو ته په خپله ویندویۍ سره خدمت کړی دی ، خو تاسې راشۍ دتلویزیون برخې او ځینو راډیوګانو ته هلته ویندویي وګورۍ چې ژړا مو ورته ونیسي . که چېرې په یوه میلمستیا کې کوم څه غلط ولوستل شي ، شاید څومره اهمیت ونلري خو د رادیو او تلویزیون له میکروفونه څرنګه ؟ هغه وخت چې دغه غږ میلیونونه کسان اوري هلته څوک حق نلری ویوکي په غلطه توګه ولولي . خو په خواشینۍ سره چې اوس د پښتو راډیوګانو مسولین دې خبرې ته پام نه کوي ، ددغې لرغونې ژبې په سوچ کې ندي ، ددغه راتلونکي نسل په فکر کې ندي . دامو باید په یاد وي چې په همدې ژبه به سباته راتلونکي نسلونه خبرې کوي او دامو باید په پام کې وي چې راډیوګانې دټولو خلکو لپاره خپریږي او موخه یې هم داده کوم څیزونه چې په راډیو کې ویل کیږي خلک واوري اوکومه ژبه چې له همدې راډیو څخه خپریږي په اوریدونکو نیغ په نیغه اغیزه کوي او هغه دچاخبره نور نو خولې ته لویږي . کله چې یو ویوکی څوځله غلط ولوستل شو ، یا له مجبورۍ په یوه جمله کې وکاریده دخلکو په تیره بیا دځوانانو په ذهن کې پاتې کیږي ، او له هغه بل نسل ته او که په همدې توګه وړاندې لاړ شي چې همدا اوس روان دی لیرې نده چې داد بېټ ، کروړ ، رحمان خوشحال او ... ژبه به کوم څیز شي . تاسې دا طلوع ملوع او نه پوهیږم دا فلانی اف ام او فلانی اف واورۍ هلته به ژړا درشي . یوه ښځینه ویانده پیژنم نه پوهیږم چې په طلوع کې ده که په اریانا تلویزیون کې پښتو کله کله څه وايي باور وکړۍ چې یوه ورځ مې یې خبرې اوریدې ژړا راغله داسې یې داپښتو سره ترپښو لاندې کوله تابه ویل چې بس ترېشل دی غنم دي پرې ورتویږي او سره ټکوي یې . یوبل ویاند هم په طلوع کې خبرونه وړاندې کوي ښه شاعر او پوه هم ځانته وايي تاسې یې ویندویي وګورۍ او سم ورته ځیر شۍ بیا فکر وکړۍ چې له لویه سره یې په دې ټولو خبرونو کې په څو پوه شوۍ .؟؟ ... له بلې خوا همدا ټلویزیونونه او راډیوګانې زموږ کلتوراو ژبه انعکاسوي ، خو په خواشینۍ سره به ووایو چې داسې ناروغي پکې ګډه سوې ده چې خدای ښه پوهیږي چې که همداسې دوام وکړي څه به موږ ته راپریږدي او څه ځانونوته . ددري څانګې ملګري راځي ، خپله ابرو په خپله تویوي ، ښکلې دري ژبه لري ښکلې کلمې لري هغه دچاخبره درنه ټرمینالوجي لري خو دوی راځي په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې دایرانیانو پیښې کوي په خپله قضاوت وکړۍ چې څومره شرموونکې ده . زموږ پښتانه هم څه په لره پښتونخوا کې دي څه په بره پښتونخواکې څه هم له بهره خپرونې لري هیڅوک دې ته پام نه کوي چې ویندويي یعني څه ؟ او ویندويي هم یو مسلک دی کنه ؟ خو یواځې بس کاغذ په لاس کې راواخلي او مخ په سټوډیو ورهله کړي . ډیر داسې ویندویان به وي چې په پیسو ، واسطه یاد سیاسي ، ادبي ، اقتصادي ، او یا هم د ژورنالیسټیکې مخینې له لارې به یې راډیو یا ټلویزیون ته لاره پیدا کړې وي ، خو ډاډه د اوسي چې یواځې دهمدې پوهې یا همدې مخینې په مټ به هیڅکله هم د ویاند په حقیقي معنی ویاند نسي . ځینې وخت پروډیوسران یامسولین کله چې څوک د ویاند په توګه غور ه کوي وايي چې : اوس بدندی کرار کرار ښه کیږي . کله به مو په بازار کې بوټونه اخیستي وي دکاندار به درته وايي چې داسمه ده چې دابوټونه مواوس په پښو کې تنګ دي خو کرار کرار او دوخت په تیریدلو سره سمیږي او پښې مو یې ځان ته جوړوي او آزادیږي . خو کوم ویاند چې د مایکروفون تر شا کیني باید ویاند وي نه داچې وروسته ویاند کیږي . څوک چې د خبرو په ځای چیغې وهي یا هیڅکله هم غاښونه سره نه بیلوي یاهم لکه ماشین په خبرو هغه دچاخبره ګرځي دهیڅ څه په مرسته نشي کولای په آسانۍ سره د( ویاند ) په واقعي معنی سره ویاند جوړ شي . عجیبه ده هر شغل کتاب ، دورې او ازموینې لري خو ته به وايې چې د ویاند د روزلو لپاره دې څیزونو ته اړتیا نه لیدل کیږي ، دا داوس مهال ډیر ویندویان چې ددې هنر دعوا کوي ددې خبرې دلیل دی . یوویاند چې په هره ژبه ویندویي کوي ، باید په هغه په بشپړه توګه واکمن وي ، نه داسې لکه زموږ په هیواد کې بس که پښتون دی که فارسي ژبی خوچې هغه متن ولوستلای شي نور یې فکر ندی چې مطلب اوردو دی که پښتو خو بس ویاند یې نور معلوم شوی دی . تاسې خپل زموږ تلویزیونونه راډیوګانې ګورۍ او اورۍ تاسې یوه ورځ ورته ځیر شۍ چې په ورځ کې څوځله زموږ په پښتو کې هغه دچاخبره خیږي او څومره پکې پایمال کوي ؟ زموږ په خپلو راډیوګانواو ټلویزیونونو سربیره نور هیوادونه هم پښتو خپرونې لري خو هغوی بیا دافغانستان له دننه ډیر په ستونزو اخته دي . که باور نه کوی د هندوستان پښتو رادیو ، دمسکو ، دچین او ځینو نورو راډیوګانو ته غوږ ونیسۍ خندا به موراشي . په یاد مووي چې شاید همدا لهجې دهغې سیمې په لهجو چې هلته هغه رادیو زیاته اوریدل کیږي اغیز وکړي . او داوریدونکو عادت شي . په هر حال هغه زیانونه چې همدا راډیوګانې او ټلویزیونونه واردوي له هرې بلې وسیلې خطرناک دي . بې کاره ویندويي نه یواځې په پښتو ژبه ، ادبیاتو او په ورځنیو خبرو اترو بدې اغیزې لري ، بلکې د متن دلیکوالو موخې هم په سمه توګه تر اوریدونکي پورې نسي رسولای . نو ددې چارې دمخنیوي لپاره دټولو راډیوګانو او ټلویزیونونو له پروډیوسرانو او مشرانو څخه هیله کیږي چې نه یواځې د خبر او خپرونو څرنګوالي ته ځیر واوسي بلکې دویندویۍ څرنګوالی هم په جدي توګه په نظر کې ولري . ځکه چې دویانددنده یعني تر اوریدونکي پورې دلیکوال دمقصد په ښه توګه ور رسول ، نو راډیواو ټلویزیون چې د ویندویۍ څرنګوالی یې کمزوری دی نه یواځې اوریدونکي او لیدونکي نشي پیدا کولای بلکې دوخت په تیریدو سره دهمدې ویندویانو له کبله په ټولنه کې منفور کیږي . ددې چارې حل آسانه دی ، دښه ویندویی پیدا کیدل آسانه دي او همدارنګه د ښه ویندویی جوړیدل هم آسانه دي خو دا ټول هلته شوني دي چې نیت او هوډ وي ، دزړه له تله له خپلې ژبې او خپل مسلک سره مینه ولرو .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: پکتيا:٢٠٣تندرقول اردوعمليات پيل کړي
Write an article based on this title:
|
دپکتيا په ولايت دملي اردود٢٠٣تندرقول ا� �دوځواکونوددغه ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې چاڼېزعمليات پيل کړي .دپکتيا په ولايت کې د٢٠٣تندرقول اردوم طبوعاتی دفترمعاون مستک خان ځاځي بينواويب پاڼی ته دتلېفون په کرښه وويل چې دوي داعمليات دافغان مجاهدولس د١٣٧١ دثور١٦ کليزي جيشن ښي دلمانځني په مناسبت دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې ددولت وسله والو جنګياليو دنيولو لپاره پيل کړي چې غواړي په دي سره په دغه ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينومخه ډب کړي .دده په خبره چې د٢٠٣ تندرقول اردوځواکونوددغوچاڼيزوعملياتواوتلاشيو په ترڅ کې يي ٥ تنه شکمن کسان نيولي دکوموس� �ه چې ٢٠ عداده دپرسونل ضدماينونه ، ٥ميله وسله شاجوري يوشمرتبليغاتي ورکي اوځيني نورتوکې ورسره وو.دي زياتوي دغه عمليات به ترهغی پوري دوام پيداکړي ترڅويي ددغه سېمي څخه دترهګرجرړي له بېخه نه وي ايستلي اوهم يي په ياده سېمه کې ډاډمن امن نه وي ټينګ کړي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د امریکې متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرې اترې کړي
Write an article based on this title:
|
آیرېش سن (Irish Sun)- سه شنبې د ۲۰۰۹ز کال د نومبر ۲۴مه د امریکې متحده ایالاتو له افغاني طالبانو سره د داسې هېوادونو په منځګړیتوب لکه سعودي عربستان، پاکستان او بریتانیه د منځګړیو د رول په لرلو سره په خبرو اترو بوخته ده. د ډلې ټایمز په راپور کې راغلي چې د طالبانو مشر ملا عمر، آغا معتصم یې د خپل بهرنیو چارو د خیالي وزیر په توګه له امریکې سره د دغو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره ټاکلئ دی. راپورونه کاږي چې فضل الرحمن خلیل د حرکت المجاهدین مشر له عبدالله انس سره چې د اسامه بن لادن د القاعدې د ډلې د مشر مرشد دی، دغو خبرو اترو کې د ګډون لپاره هم وربلل شوي دي. داسې ښکاري چې دغه سرنوشت جوړونکې خبرې اترې به د طالبانو د مشرانو او د امریکې د متحده ایالاتو تر منځ په افغانستان کې د لوی اختر څخه یو څه وروسته تر سره شي. په ورته وخت کې، ریچارډ اولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې خاص استازی هم د دې خبرې پخلۍ کړئ دی چې د اوباما اداره له طالبانو سره اړیکې نیولي خو مخامخ په خبرو کې سره ښکېل ندي. ده وویل چې واشنګټن به له افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي خو زیاته کړه چې امریکه له طالبانو سره نېغ په نېغه په خبرو کې ښکېله نده. د اوباما ادارې ډېره زیاته هڅه کړې ده چې د طالبانو په ماتولو کې له پاتې راتلو وروسته، اته کلنې افغان جګړې ته د پای ټکۍ کېږدي. لېنک: http://story.irishsun.com/index.php/ct/9/cid/2411cd3571b4f088/id/569087/cs/1/
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د سرتیری هیله
Write an article based on this title:
|
28 سیپتمبر 2007 که زه مړ سم دا په یاد لره له مانه دلته د ځمکي د آسیا په زړه کېیو تل پاتی افغانستان بیده دیمیړنۍ خاوری ، افغانستان زوکړه کړشکل یی ورکړ،مینه او گلونه یی ورکړلسړه هوا ، هیبت ناک غرونه یی ورکړلتازه هوا ده دلته د سمندر د رڼو اوښکو په شانڅ ښستنه! ته می افغانستان کړي خپلواکبیا د هلمند نه تر پامیر او شمشادد مهربانه لمرډالۍ ده مونږ ته دا خاوره پاکه د شیطان له شره تری وا به نه وړم د مرگي تر پوليد یو تل پاتي خاطري په څیر دی هغه هیواد چې افغانستان نومیږي
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ولسمشر کرزی په روانه مياشت کي ډنمارک ته سفرکوي
Write an article based on this title:
|
غمخور: دفارس دخبرله مخې 27جدي 1384پداسي شرايطو کې چي دنمارک په افغانستان کې دخپلو پوځيانو دشمير دزيات والې لپاره اماده گې نيسې دافغانستان ولسمشر دغه هيواد ته پدې مياشت کې سفر کوې . له کپنهاگن څخه دفرانسي دخبري اژانس دخبر له مخې دډنمارک دوزيرانو دشوري رئېس (صدراعظم) ښاغلې آندرس فوگ راسموسن ډنمارک ته دافغانستان دولسمشر دکېدونکې سفر خبر اعلان کړ. راسموسن وويل :داليدنه به کاملا څوورځې وروسته تر هغه چې دډنمارک پارلمان په افغانستان کې دډنمارکې پوځيانو دشمير دزياتوالي دلايحې په هکله پرېکړه وکړې تر سره شې . دډنمارک دولت دناټو دغوښتنې په ځواب کښې په نظر کې لري چې دخپلو پوځې کسانو شمير چې دايساف دقواوپه چوکاټ کې فعاليت کوې سږکال له 173 نفرونه تر 360 کسانو پورې زيات کړې . ښاغلې راسموسن زياته کړه ،کپنهاگن به همداډول دورکړه شوو وعدو سره سم ددغه جگړه ځپلي هيواد دبياجوړونې لپاره د2009 زکال پورې خپلو مرستوته دوام ورکړې ؛او د108ميليونو ډالره چې 90 ميليونه ايوروکيږې په اندازه به مالي مرستي به افغانستان سره وکړې . هغه زياته کړه : ډنمارک په افغانستان کښې دهميشنۍسولې او دموکراسۍ دټينگښت په خاطر دزياتو مرستوغوښتونکۍ دی ، هغه وويل، نړيواله ټولنه د آزاد ،مدرن او دموکراتيک افغانستان دجوړېدو په خاطر ځانونه ددغه هيواد سره دمرستوتر سره کولولپاره ځان مکلف بولې . دافغانستان ولسمشر دروان کال دجنوري دمياشتي په 28 او 29 نيټه دلندن دنړېوال کنفرانس نه مخکښې چې دافغانستان سره دمرستي په اړوند جوړېږې دغه سکندنويايې هيواد ته سفر کوې .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په مزار کي اته لوړپوړي دولتي کسان له دندي لیري شوي
Write an article based on this title:
|
دبلخ ولايت ۸ تنه د پوليسو لوړ پوري كسان د انتخاباتي كامپاینونو كي د ونډي لرو په تور د دندي نه لري سوي دي كه څه هم تر اوسه پوري دا خبره په رسمي ډول تايد سوې نه ده خو په شمال كي د پوليس په زون كي يو لوړي پوړي چارو اكي چه د نوم د اخستلو نه ئې ډډه كول واي دا مكتوب تير ماښام دي ذون ته رسيدلي دي . دا ۸ كسان چه هريو د جنايي پيښووسره د مبارزې مدیر د ترافيكو مدير –د ۵-۳- ۲ امنيتي حوز و مامورين د لوي لاري د پوليسو قوماندان او دي دهدادي –بلخ او کدارو د و� �سوالیو امنیه قوماندانان پکښي شامل دي .دا کسانو په تیری اوونیو کي د داکتر عبدالله په هغو غونډو کي ګ� �ون کړی و او هم ئې خپل خلک دې غونډو ته اسولي و که څه هم به هم هغه وخت خبریالانو دا خبره راپورته کړې وه چي دغه کسانو کمپاین کاوه خو دغه کسان وائې چي هغوی د امنیت راوستلو لپاره هلته تللي وو . دا ۸ کسان چي د استاد عطا نزدي ملگري دي د څو کلنور رایسي په دې دندو ئې خیټه اچولې وه د یوشمیر کار پوهان په خبره که دا کسان � �ری سي نو د استاد عطا ځواک به په دی ولایت کي په تدرجي ډول را کم سي دیاد وني وړده چه دی تیري ورځي چي دا م کتوبونه راغلي دي د شمال د پولیسو د زون مشران په دې باندي خبري کوي چه څه ډول داسي با نفوذه قدرت لرونکي چا� �واکي ددندو لری کړي بلخوا دنومړي ولایت دپولیسو زون ته د کورنیو چارو دوزارت څخه هدایت شوی که ددې کسانو په لري کولو کي پاته راسي نو دژون او دامنیې قومندان به هم له دندي لیري کړي دا په داسي حال کي ده چي په کندهار کي چي دولسمشر کرزي پلرنئ ټاتوبي دی ددې ولایت ښاروال او نور چارواکي کرزي ته کمپاین کوي دکندهار ښا� �وال په عامه د اشرف غني احمدزي دکمپاین مخه نسي او دهغه د کمپاین لوحې څیري او کمپاین کونکي ډبوي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: څو هايکوګاني
Write an article based on this title:
|
(هایکو) زما ګاوندي ښه ندي کله له ما کله له نورو سره هر وخت شخړي کوي *** د رادیو خبر دا وو چی ته مردارشولی، لری ځای کی خو ما ونه منله *** زما د مینی یاره ما سره تل اوسه ته نور نو ما مه هیروه *** زما زړه تا ته وایی زما پاکه مینه کړه قبوله خو ته یی نه قبلوی *** د کابل --------------- ماښام ۱۳/۰۷/۱۳۸۷
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: نن شپاړسو تنو امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
Write an article based on this title:
|
احمد لودين نن دورځي په اوږدو کي شپاړس امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (آيساف) مطبوعاتي دفتر لخوا نن په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي چي نن سهار يي دهيواد په سهيل کي دوي چورلکي په هوا کي سره جنګيدلي دي چي په ترڅ کي څلور امريکايي سرتيري وژل سوي او دوه ټپيان سوي دي آيساف ځواکونو ديادې شوې پېښې دقيق ځاى نه دى په ګوته کړى، خو زياته کړې يې ده ، چې د پېښې په اړه يې څېړنې او پلـټنې پيل کړې دي . بلخوا ايساف ځواکونو اعلان کړى، چې په بادغيس ولايت کې د دوى د چورلکې د غورځېدو له امله لس تنه وژل شوي دي . د ايساف په هغه خبرپاڼه کې، چې نن له غرمې وروسته خپره سوي ده ويل سوي دي چې د وژل شويو په ډله کې ٧ سرتېري او ٣ملکي امريکايان شامل دي.. . په روان زېږدېزکال کې د بهرنيو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٤٠ تنو ته ورسېده، چې نږدې ٢٧٠ تنه يې امريکايان، ٨٥ برتانويان او پاتې نور يې د ايساف اړونده د نورو هېوادونو دي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: زين الدين زيدان£ 3,260 پاونډوجريمه سو
Write an article based on this title:
|
د فټبال نړيوالي ادارې (FIFA) د فرانسې د فټبال ټيم كپتان زين الدين زيدان د هغه د وروستۍ غير قانوني كړني له امله£ 3,260 پاونډوجريمه او په درو لوبو كي له ګډون څ خه منع كړ. زين الدين زيدان د ۲۰۰۶ م كال د فټبال د نړيوالو اتلوليو تر ټوله غوره لوبغاړى ګڼل سوى، او په طلايي ګيند (Golden Ball) ووياړل سو. خو له اېټاليا سره د فاينل لوبي په وروستيو شېبو كي هغه وخت له لوبي و ايستل سو چي نوموړي د ايټاليا لوبغاړى ماترازى په سر وواهه. د زيدان دې عمل د لوبي نندارچيان ټول هېښ كړل. خو تر لوبي درې ورځي وروسته زيدان د فرانسې ملت ته په وينا كي د خپل ترسره سوي عمل بخښنه وغوښته، خو زياته يې كړه چي دى پر خپله كړنه پښېمانه نه دى، زيدان د سر غورځولو علت د ماترزاي له خولې پوچ پاش وباله، ده وويل چي ماترازي يې د مور او خور سپكاوى يو ځل نه بلكي څو ځله وكړ. د يادوني وړ ده چي فيفا د ايټاليا لوبغاړى ماترازي هم پر خپ� �ه كړنه£2,170 پاونډوجريمه او په دوو لوبوكي له ګډون څخه منع كړ.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د ( څانګي آماج) په وير ( بهير غونډه)جوړه شوه
Write an article based on this title:
|
څانګې مه ماتوﺉ!!! د پورتني سرليک تر نامه لاندې پرون ماسپښين د کابل د تايمني په اتم سړک (بهير غونډه) کې د شمشماد ټلويزون خوږ ژبې او تاندې وياندې ا� �واښادې شکېبا څانګه (اماج) په وير کې يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه، چې د هېواد تکړه ليکوالانو، شاعرانو، ژورنالستانو او نورو هېوادوالو په کې ګ� �ون کړی وو او هر يوه په کې خپل يادښتونه، ويرنې (شعرونه) او نثرونه ولوستل او څانګه (اماج) يې د هېواد د ژو� �ناليزم په ځانکړې توګه د پښتو ژورناليزم يوه نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله او د يادولو وړ ده، چې په دې غونډه کې د څانګې کورنۍ ته هم بلنه ورکړل شوې وه، چې د شهيدې څانګې په اړه خپلې خبرې، يادښتونه او .... بيان کړي. غونډه د ګل ملاهمکار په تلاوت سره پيل شوه، چې ويناييزه پرانيستنه يې د عبدالغفور ليوال په خبرو وشوه، چې څانګه يې په شمشاد ټلويزون کې د ټلويزوني ژورناليزم په کورس کې � �اګرده پاتې شوې وه، په دې غونډه کې بېلابېلو پوهانو، اديبانو او شاعرانو خپل خپل � �عرونه، نثري ليکنې او ويناوې واورولې، چې د غونډې مشران رسول باوري، اغلې پروين ملا� �، د څانګې پلار او خور ول، چې ټولو شاعرانو د څانګې په ياد او ستاينه کې شعرونه وويل او په آخر ټولو ګډونوالو د څانګې روح په جنتونو کې د غوښتلو لپاره لوی څښتن ته لاسونه لپه کړل او غونډه پای ته ورسېده. په دې غون� �ه کې درې خبرې د يادولو وړ دي: چې د وردګو په ولايت کې د هغه ژورناليزم انسټټيوټ دې د څانګې په نوم ونومول شي او سره له دې د ميدان وردګو په ولايت کې دې هغه غونډيز (تالار) چې په کې کلتوري غونډې کيږي د څانګې په نامه ونومول شي. يوه بله پرېکړه چې د څانګې په اړه شعرونه او ليکنې دې راغونډې او په کتابي بڼه دې چاپ شي، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل شعرونه همدې پاڼې ته راولېږﺉ. يادونه: شکيبا څانګه اماج ، د شمشاد نا دولتي ټلويزيون خوږ ژبې ويانده وه ، د تېرې جمعې په شپه په خپل کور کې ( کابل ښار کارته مامورين ) چا پرې ډزې وکړې او دغه تنکى څانګه يې په وينو ولمبو� �ه. اروا دې ښاده وي څښتن تعالی دې موږ د بلې څانګې د م اتولو څخه وساتي او نورې دې راته وغوړيږي. آمين رفيع الله ستانکزی
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دخوگیاڼیو پخوانی ولسوال امریکایانو نیولی.
Write an article based on this title:
|
پخوانی جهادي قومندان او ننگرهار ولایت دخوگیاڼو ولسوالۍ ولسوال ملک محمد عمر تیره شپه دوه بجې دائتلافي ځواکونو له لوري نیول شوی ددې ولسوالۍ چارواکو ویلي چې امریکایي ځواکونو دنیولو خبره له پخوا ورسره نه وه گډه کړې. په ننگرهار کې دائت� �افي ځواکونو خبرپاڼې دنوموړي دنیولو دخبر پخلی کړی او دا یې زیاته کړې چې نوموړي امنیت ته گواښ وه او دگرویږ نو لپاره یې بند ته اچولی. امریکایي ځواکونه تل په خپل سر خلک نیسي چې بیا یې زر پرته له کوم تور نه خوشې کوي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: افغان دولت د رشوت په اړه د يوناما د سروي سره موافق نه دي
Write an article based on this title:
|
احمد لودين ملګرو ملتونو تېره ورځ د يوې کلنې سروې له ترسره کولو وروسته، خبر ورکړ چې افغانانو په تېر يوه کال کې، په دولتي او نادولتي ادارو کې د عامه خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه، شاوخوا ٢ اعشاريه ٥ ميليارده امريکايي ډالره، رشوت ورکړى دى . په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) لخوا په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي، چې دغه سروې په تېرو ١٢ مياشتو کې د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد د مبارزې ( يو اېن او ډي سي ) لخوا ترسره سوې او په ترڅ کې يې له ٧٦٠٠ افغانانو څخه پوښتنې سوې دي . دغه سروې، چې د ١٢ ولايتونو په مرکزونو او د ټول افغانستان په ١٦٠٠ کليو کې ترسره سوې، ښيي چې تر ټولو زيات رشوت د ګمرکاتو مسوولينو، پوليسو او سياستوالو ته ورکړل سوى او نادولتي موسسې هم په اداري فساد کې ککړې دي . خو د ولسمشر وياند وحيد عمر په هېواد کې د ملګرو ملتونو لخوا د بډې اخيستنې په اړه دغه خپور سوى راپور د هغوي د ګومان پربنسټ وباله .عمر ومنله، چې په حکومت او نړيواله ټولنه کې چې دلته کار کوي، اداري فساد شته او دا يوه داسې ناروغي ده، چې دده په وينا، دواړه ترې رنځ وړي . عمر وايي (( دا شمېرنې چې دوى خپرې کړي، زه فکر نه کوم څوک يې په دومره سادګۍ سره ترلاسه کړي، دا موږ د دوى لخوا يو تخميني حدس بولو او تر ډېره ورسره موافق هم نه يو . ))
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: راځه
Write an article based on this title:
|
راځه خيال محمد کټوازی -هالند دواړه سترګې دې لږتورې کــــــ� �ــــړه راځه امېلونه دې درپــــــــــــــورې کـــــــــړه راځه یووار بیا دبڼوبریدرابــــ� �ــــانـــــــدې وکړه دزړه ستنې مې نســــــــــــکورې کړه راځه له تندي دې دلــــــــ� �ونګوخوشبويي ځي تورپــــــــېکی دې دورې دورې کړه راځه که زمادزړه تـــــوتـــــي په دام کې ساتې دازړې لـــــــــومې دې نورې کړه راځـــــه چې ځواني دې په نظر نشي لــــــــه مانه غوړې څڼې دې لږ سپورې کـــــــړه راځه که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې دروازې درسره پـ� �ــــــورې کـــــــړه راځه
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په هلمند كې ځانمرګي بريد دوه افغان سرتيري ووژل
Write an article based on this title:
|
دغه بريد چي نن په ځايي وخت نهه بجې دهلمنددنادعلي ولسوالۍ مخي ته ترسره سوى دچارواكو په وينا دوه ستري پكي وژل شوي اوبريد كونكى هم � �ه منځه تللي دي . عيني شاهدانووويل بريدكونكى پرباسكيل سپورو او دسرتيرو ويوه ګاډي ته نژدې يي ځان والوزاوه . دبريد پړه وسلوالو طالبانو پرغاړه اخيستې اوويلي چي بريدكونكى اخترمحمدنوميده اودهلمند ولايت اوسيدونكي وو . داپه روان ميلادي كال كې په هلمند ولايت كې پنځم دغه ډول ب� �يددي چي ترسره كيږي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کرزي سل فرمانونه به و څيړل شي .
Write an article based on this title:
|
د ولسي جرګې ١٨ گوني کميسيونونه به د روان کال د کب تر شلمې نيټې پورې دافغان ولسمشر حامد کرزي څه ناڅه سل فرمانونه چې په تيرو دريو کلونو کې صادر شوي دي ،تر څيړنې او غور لاندې ونيسي .د ولسي جرګې ١٨ کميسيونونه پر داسې مهال خپل کار پيل کوي چې ډيره غړى د کميسيونونو د رئيسانو او غړو د ټاکنو څخه ناخوشي بريښي او وايې چې دا کميسيونونه د پوهې ، مسلک او وړتيا پر بنسټ نه دې رامينځ ته شوي بلکه تر ډيره بريده پر قومي او ژبني تړاواو سياسي لوبوله مخې رامينځ ته شول .له بل لوري ښځينه وکيلانو ته هم په کميسيونونو کې کمه ونډه ورکړل شوې ده. د ولسي جرګې مشر قانوني وايې د فرمانونو د لغوکولواو يا تعديل کولوواک ولسي جرګه لري . همداشان ويل کيږي چې دولت تيارى نيسي تر څو خپله کابينه د اعتماد د رايو د ترلاسه کولو له پاره ولسي جرګې ته وړاندې کړي .تر دم ګړى ولسي جرګه نه ده توانيدلي چې د اعتماد پرچارو يو خيل سلا شي . د جرګې د نړيوالواړيکو د کميسيون مشر استاد سياف وايي ،کيداى شي دريمه لار را پيداشي چې ټول غړي پرې سلاشي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: رهين د کلتور وزارت بايلود
Write an article based on this title:
|
د کلتور او ځوانانو چارو وزارت لپاره نومول شوى سړى، مخدوم رهين، د ملي شورا لخوا د باور رايې په ترلاسه کولو کې پاتې راغى. د پارلمان د ٢٤٤ غړيو له منځه، رهين يواځې ٩٣ مثبتې رايې واخيستې. د ولسمشر کرزي دا لومړۍ نومونه ده چې په ١٣١ مخالفو رايو باندې رد کړ ل شوه. د رايو په ډله کې يوه سپينه او ١٩ ممتنع وې. پر رهين باندې تېره اونۍپارلمان ته د وينا له اورولو وروسته کلکې نيوکې شوې وې. له هغه مهال راهيسې داسې انګېرل کېده، چې رهين به بايلونکى وي. پر رهين باندې ډېرى نيوکې له دې لامله شوې وې چې د ده له وزارت سره راجسټر شوې رسنۍ کله ناکله داسلامي شريعت له پولو هاخوا اوښتې او بل دا چې د پښتو او دري وړ انډول نه و پکې ساتل شوى.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په غزني کې ستر لاريون وشو .
Write an article based on this title:
|
په سلګونو تنه ولسي وګړي نن پر داسې مهال چې دسړو سختو څپو د هېواد ډيره سيمې کنګل کړې دي ، نن دغزني ښار واټونو او سړکونو ته راووتل او په افغانستان کې يې ځان مرګي اووسله وال بريدونه وغندل . لاريونکونکو له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ او دطالب اورپکو او پاکستان پر ضد يې چيغې او نارې وهلې .دوى وروستي بريدونه او په ځانګړې توګه د کندهار د سپين بولدک د بريد سخته غندنه وکړه . . تيره اونۍ د کندهار په ښار او دسپين بولدک په ولسوالۍ کې سخت بريدنه وشول چې ډير شمير ولسي وګړي په کې مړه ا ژوبل شول .کندهار والى داځل پاکستان ته سخته ګوته ونيوله . په بغلان او فارياب کې هم ورته لاريونونه شوي دي . لاريونکونکو د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د بهرنيو لاسوهنومخه دې ونيسي . له دولت څخه هم غوښتنه شوې چې په دې اړه دې ګړندي او ټينګ امنيتي قدمونه پورته کړي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د پاکستان پر نظامیانو ځانمرګی برید وشو
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی د پاکستان په اوند جمو او کشمیر کې نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني سرتیرو پروړاندي ځانمرګی برید شوی چې پکې ۳ سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي. پیښه د جمو او کشمیر د سودنوتي په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه. ویل کیږي چې ځانمرګي غوښتل د پوځ یوه قوماندانۍ ته ځان داخل کړي خو د سرتیرو له خوا یې مخه ونیول شوه او ځان ته یې د پوځي قشلې په خوله کې انفجار ورکړ. ویل کیږي چې ژوبل شوي سرتیري په سیمه کې نږدې پوځي روغتون ته انتقال شوي او د برید کونکي هویت هم تر اوسه ندی معلوم شوی .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: کندهار پوهنتون د علامه رشاد پوهنتون په نوم اړول
Write an article based on this title:
|
٧ کب ١٣٨٣ لمريز د کندهار پوهنتون دعلامه رشاد بابا رح د پوهنتون د نومولو وړانديز د علامه رشادبابا رح د مړيني سره جوخت د لوی کندهار ، لوی ننګرهار ، لويه پکتيا او نورو ولايتونو ولس اوپه تيره بيا فرهنګيانو غوښتنه اود نوموړو ولايتونو د واليانو او جرګو وړانديزونه داوه چي د کندهار پوهنتون دي د علامه رشاد بابا په نوم ومول شي . په دې ا ړه د فاتحې په دوهمه ورځ د کندهار ولايت دهغه مهال والي او اوس د ښارجوړولو وزير ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د جنازې په ورځ په کندهار ولايت کي د ننګرهار د ولايت د والي ښاغلي حاجي دين محمد په پيغام کي او د علامه بابا د مړيني څلوېښتمه چي د يوې ادبي / علمي پراخي څېړنغونډي په توګه په ننګرهار کي نيول وشوې وه اوپه هغه کي د افغانستان د ډيرو ولايتونو استازو ګډؤن کړی و د خوست ولايت د هغه مهال د والي ښاغلي معراج الدين پټان له خوا د کندهار پوهنتون د علامه رشاد بابا رح د پوهنتون په نوم د نومولو وړانديزونه وشوه او په خپلو ولايتونو کي ددوی په نوم د ښوونځيو او اکاډيميکو مرکزونو د نومولو ژمني وکړل شوې . په دې اړه د کندهار ولايت د هغه مهال دوالي ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د کندهار ولايت د اصلاحي جرګې چي مشر يې دولسمشر ورور ښاغلی احمد ولي کرزی دی ليکلي وړانديزونه د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته واستول شول او د ولسمشر د کلتوري چارو استازي سرمحقق ښاغلي زلمي هيوادمل ته ورسيدل . اوس د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د کلتوري چارو او مطبوعاتي دفتر څخه په ډير درنښت هيله کيږي چي د نوموړو چارو د پرمختګ او منظورۍ په اړه افغان ولس او په تېره بياد فرهنګيانو ، فرهنګپالو او ددې چارو د مينه والو دغي غوښتني ته څومره ژر چي کيږي مثبت ځواب ورکړل شي . په درناوي په هيواد کي دننه او بهر د افغاني علمي او کلتوري ټولنو او خپرونو ادارې : د هوسۍ مجلې اداره، كابل - افغانستان پكتيكا مدني او كلتوري ټولنه، پكتيكا - افغانستان بېنوا فرهنګي ټولنه، كندهار - افغانستان ميوند كلتوري ټولنه، كندهار - افغانستان د مړوند مجلې اداره، كندهار - افغانستان بست فرهنګي ټولنه، هلمند - افغانستان ګوربت فرهنګي ټولنه، وردګ - افغانستانرڼا كلتور او ادبي ټولنه، كابل - افغانستانهېواد كلتوري او ادبي ټولنه، كندهار - افغانستان د نښتر مجلې اداره، پكتيا- افغانستانخوست ادبي يون، خوست - افغانستان بلخ كلتوري او ادبي يون، مزار شريف - افغانستانكندوز ادبي غورځنګ، كندوز - افغانستان بغلان ادبي بهير، بغلان - افغانستان افغان ادبي بهير، پېښور څانګه، پېښور افغان ادبي بهير، كابل - افغانستان رشاد كره كتنه، كابل - افغانستان شيخ متي رح ادبي ټولنه، زابل- افغانستان ترنك ادبي ټولنه، زابل - افغانستانسورغر ادبي ټولنه، زابل - افغانستان د هوډ مجلې اداره - کندهار افغانستان لمبه دوې مياشتنۍ – سهيلي پښتونخوا کوئټه افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هالنډ د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه امريکا افغاني ټولنه - نيويارک ، متحده ايالات افغان رساله مياشتنی اخبار - ټورنټو ، کاناډا دعوت مياشتنی اخبار _ ناروې پښتون يون - نيويارک ، متحده ايالات افغاني ټولنه _ کليفورنيا ، متحده ايالات د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکي ) - ډنمارک سلام فرهنګي ټولنه - هالنډ
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: سپی څنګه جنرال شو؟
Write an article based on this title:
|
طنز د ارګ په دروازه کي يوه ډله خبريالان په دې نيامت و� �اړ ول، چي په يوه مهمه خبري غونډه کي برخه واخلي. په دې وخت کي يونفرله ارګ څخه راوه وت اودايادښت يې پردېوال ونښلاوه: ” هغه بهرنی سپی، چي پخوابه يې خلک تالاشي کول، نن ناروغه او متخصص ډاکټريې ويلي چي، بايد درې ورځي استراحت وکړي ، نوله همدې امله نن مطبوعاتي کنفرانس نه شي جوړېدای “.رښتياهم نن ورځ دسپيانولپاره ډېره غم جنه ورځ ده، ځکه ښاروالۍ دوه ساعته مخکي کوڅه ډبوسپيانو ته په زهرو لړلي خواړه ور واچولي دي او اوس له کوڅ واوسړکونوڅخه مړه سپيان راټولوي اوپه موټرونوکې يې له ښاره دباندې وړي. يوزوړ سپين سپی، چي چارچشمه نومېږي اوپه يوه پښه نګښي، تريوې مورۍ ارګ ته ورننوت. هلته يې وليدل چي، يوه سړي يوتورسپی په درې اربيزه ګاډۍ کې کښېنولی اوشا وخواپه ارګ کي چکر ورکوي. په ګاډۍ کي ناست سپي داړي جينګي کړې، خپل ټټرته يې اشاره وکړه اوويې ويل: زما نوم جنرال ” براون جيټ “ دی اود امريکا د متحده ايالاتوپه پوځ کي دپوليسي سپيانو ديوولسمي ټولۍ قوماندان يم او دا زما معالج ډاکټر”مايکل“ دی. بياچارچشمه په عاجزانه کړونچي سره ځان جيټ ته وروپېژانده اود ښاروالۍ د کمپاين خبره يې ورته وکړه. جيټ دزړه سوي په ډول پرچارچشمه بوی وکيښ اوبيايې هغه خپل دفتر ته بوت . چارچشمه خپله لکۍ وښوروله اوويې ويل: من، من غوښه اخلم چي، نن يوسپی داسي لوړمقام لري. بياجيټ هلته يوه بهرني سړي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې، دی ”جېک“ نومېږي اوزموږ دټولۍ اشپز دی، بيايې ”جېک“ ته وويل چي، مېلمه ته ډوډۍ راوړي . جېک هم سمد� �اسه چارچشمه ته غوښه، بسکېټ اومعدني اوبه راواخيستلې. چارچشمه د جيټ په دفترکي دقيمتي مېز، څوکيو، غاليو، پ� �دو، يخچال، ايرکنډېشن او نوروقيمتي سامانونوپه ليدويوې اوبلې خواته حيران حيران کتل. په دې وخت کي يې پرڅومي� �الونو سترګي ولګېدې او ويې وپوښتل: دا ميډالونه دچا دي؟ _ دا زما دي _ څه شی ستادي ؟ دالومړی وار دی چي، دسپي دميډال اورم! _ په پوځ کې ميډالونه معمولاًدسولي نه، بلکي دجګړې اتلانوته ورکول کېږي او دجګړې له هغواتلانو څخه يو زه هم يم ._ تا خوماته وويل چي، په ارګ کي دتالاشۍ دنده لرئ، دجګړې خبره خومو و نه کړه جيټ دغرورپه ډول وغرږل اوويې ويل: لس کاله کېږي چې،زه په پوځ کي کارکوم. لومړی ماموريت مې د ګوانټناموپه زندان کي و اوهلته مي د تحقيق په څانګه کي کارکاوه. هرچا چې، به اقرارنه کاوه، انسانانوبه يې لاسونه او پښې و� �وتړل، په سربه يې توره کڅوړه ورواغوستله او بيا به يې زه ورخوشي کړم چي، ويې داړم. مابه هم ترهغو داړه چې، يا يې اقرارکولای اويا مړکېدای. يو ورځ مې د يوه سړي په غاړه داسي کلکه خوله ورولګوله چي، ځای پرځای مړ شو. د زندان چا� �واکو اوازه واچوله چې، دې سړي په خپله ځان وژلی دی، خوما ته يې ددې قهرمانۍ په بدل کي دغه يود سرو زرو ميډال � �اکړ. داچې، له انسان سره په مبارزه کي قهرمان شوم نود لسوخروړوسپيانو په مشرۍ په عراق کي د”ابوغريب“ زندان ته ولېږل شوم. هلته يوه ورځ دزندان چارواکو له يوه بندي څخه کالي وايستل ، پښې او لاسونه يې وروتړل او بيا يې زه ورخوشي کړم، سړی چي، مي هرڅومره وداړه، داسي کلک و،لکه ډبره ، ګردسره يې اقرار نه کاوه، خوکله چي مي يې په سر خوله ورولګوله او ومي غوښتل چي،ماغزه يې وخورم، نو بندي سمدلاسه په ژړا پيل وکړ. قوماندان مي دغه نوی تاکتيک ډېرخوښ کړ اوماته يې زما ددې قهرمانۍ په بدل کي يو دسرو زرو ميډال راکړ. دا چي هلته مي د ترهګرۍ ضد مبارزې کي لوړ نوم وګاټه، نو دلانورخدمت لپاره يې افغانستان ته راولېږلم. دغه دوه ميډالونه وينې؟ دا مي دلته ګټلي دي؛ په افغانستان کې مې يوازي ميډالونه نه، بلکي د جنرالۍ رتبه هم وګټله. چارچشمه يوهډوکی په تکليف ترستوني تېرکړاو ويې ويل: ښه انډيواله اوس داراته ووايه چي، ارګ ته څنګه راغلې اودلته دي دنده څه ده؟ جيټ برېتونه پورته کړه اوويې ويل : زه چې، کله افغانستان ته راغلم، نولومړی ماموريت مي دکندهار او دوهم دبګرام په هوايي ډګرکي و. په دې دواړوځايونوکي مي دګوانټنامواوابوغريب په شان خپله دنده په ډېربرياليتوب سرته ورسوله، تردې وروسته دافغانستان د اساسي قانون دلويي جرګې دڅارني لپاره وړ وګڼل شوم چې، دا په حقيقت کې زمالومړی سياسي ماموريت و. کله چي هلته هم ښه وځلېدم نوبيا ارګ ته راوستل شوم. دلته زمادنده يوازي داده چي، ارګ ته د باروتو د راوړلو مخه ونيسم. که څه هم ارګ ته ډېرداسي خلک راځي چي، له لاسونو يي دتارياکو او انسان دوينو بوی ځي او دوی ددولت � �وړپوړي چارواکي هم دي خو، زه دوی نه رسواکوم.جيټ دارګ عمومي دروازې ته وکتل او ويې ويل: په دې ارګ کې دواک پرسر� �ېرو انسانانو يودبل ويني توی کړي دي، ډېرو نژدې خپلوانويودبل سترګې ړندې کړي دي ، ان داچي، شاګرد خپل استاد وژلی دی. پردې ارګ داسي انسانانو هم بريدکړی چي، ډېر باور ورباندي شوی و او دارګ دساتني لپاره ګمارل شوي و� �، خوله څه مهاله راهيسي چي، په ارګ کې پرسپي اعتماد شوی، نوله نېکه مرغه هيڅ يوه بده پېښه نه ده شوې. تر دې و� �وسته جيټ د غرور په ډول په زوره، زوره وغپل اوڅو واره په خپل دفترکي سره راوګرځېده چي، چارچشمه هم دغه ډول غپاورسره بدرګه کړل. چارچشمه دغوښي ترخوړلو وروسته پر شونډو ژبه تېره کړه او ويې ويل: زما مهربانه ملګرې! نه شي کېدای چي، ماته هم دغه ډول يوه رسمي دنده را پيداکړې؟ جيټ په خپله پسته څوکۍکي وغځېده اوويې ويل: ولي نه! ته هم زما په شان رسمي کارکولای شې، خو ستونزه دا ده چي، ستا انګليسي ژبه نه ده زده. نن چي، د چا انګليسي زده وي، بس هرڅه يې زده دي، استعداد ته يې څوک نه ګوري. په افغانستان کي ګـڼ شمېر بهرنيان يوازي له دې امله چي، بهرنيان دي، لوړډالري معاشونه لري. دا زما معالج ډاکټر ”مايکل“ وينې! دی يوعادي نرس دی، خودلته دډاکټرپه نوم راغلی اوپنځه زره ډالره معاش اخلي. دا زماخدمتګار، ”جېک“ يومخ بې سواده دی، خودرې زره ډالره معاش لري. بل داچي، ته دافغانستان سپی يې، که چېري خارجي سپی وای اويا دي خارجي تابعيت درلودای، نواوس به دي زماپه شان ډېره لويه څوکۍ درلودای. لکه څنګه چي بهرنيان پرافغانانو باورنه کوي، دغسي يې پرسپيانو هم باورنه کوي. دا دی وګوره په افغانستان کې ګڼ شمېربهرني سپي په امنيتي اونظامي برخه کي کارکوي. حال داچي ،که د افغانستان سپيانوته هم � �وزنيز ورکشاپونه جوړ شي، نودغه ډول کارونه کولای شي. په دې وخت کې د جيټ پام شو چې، چارچشمه سرپرڅپړوايښی اوسترګې يې له اوښکوډکې دي. جيټ د چارچشمه سرپرخپل زنګانه کښېښود، اوښکې يې ورپاکې کړې اوپه مهربانۍ يې ورته وويل: ګرانه دوسته! ته ناهيلی کېږه مه. زه په افغانستان کي دسپيانوراتلونکی ډېر روښانه وينم، ځکه ورځ په ورځ افغانان يوپربل بې باوره کېږي، چي په نتيجه کي يې ګډوډي هم ورسره ډېرېږي؛ که چېري دغه حالت نور هم دوام ومومي، نوموږ ته به ډېرکارونه راپيدا شي، چې اخر به د پوليسو په هره پوسته کي يوه يوه سپی ته اړتياپيدا شي. ددې خبري يوثبوت دادی چي، نن په افغانستان کي په زرګونونظامي کدرونه بېکاره اوبې سرنوشته ګرځي، خو زه اوزماپه شان نورسپيان ډې� �ي ښې وظيفې اوامتيازات لري. زه باورلرم چي، يو وخت به په افغانستان کي يوسپی هم بېکاره پاته نه شي. جيټ له خپلي څوکۍ څخه ولاړ شو، په کوټه کي يې شا وخواوکتل او وه يې ويل: نن هغه وخت نه دی چي، د يوبد اوټيټ انسان تشبه دي له سپي سره وشي، نن په لويديځو هېوادونوکي خلک له حيوان، په تېره بيا سپي سره يوځای اوسېدل، يوځای ډوډۍ خوړل ،مينه کول او ان داچي، واده کول نوی تمدن بولي. جيټ په خپله کوټه کي پردېوال ديوې ښکلي ښځي عکس ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا وينې؟ دا زما انډيواله (Girl friend) ده، چي ”جوليا“ نومېږي. دا يوه مليونره ده چي، په امريکا کي اوسېږي اودحيواناتودحقوقود سازمان مشره هم ده. پرماډېره ګرانه ده اوزه هم پردې ډېرګران يم، ماته دغه وظيفه هم دې � �اپيداکړې او وصيت يې کړی چي، تر مړينې وروسته به يې ټوله پانګه زما وي او بله خولادا چې، شپږ مياشتي وروسته چي، زما رخصي ده، زما سره واده کوي.تر دې وروسته جيټ دمهربانۍ په ډول خپله خپړه دچارچشمه په غاړه کي ورواچوله او ورته ويې ويل: ګرانه ملګرې! ما دافغانستان په اړه ډېري څېړني کړي، خوپه دې باب مي تراوسه دسپي له خولې څه نه دي اورېدلي، نوکه ته لومړی دځان اوبيا دافغانستان دتيروڅوکلونو په باب لنډ معلومات راکړې، ډېربه خوښ شم. چارچشمه سرله څپړوڅخه راپورته کړ، غوږونه يې شک شک ونيول او ويې ويل : زما خاوند دکمونسټانو دحکومت په ورستيو وختونوکې دحکومتي ملېشوقوماندان وچي، ”يلداش“ نومېده. نوموړي زه او زما ورور ”خاکي“ له لومړۍ ورځي څخه دجنګ لپاره لوی او وروزلو. يوه ورځ خاکي د سپيانوجنګولو ( سګوانۍ ) په ميدان کي ديو غښتلي سپي له لاسه مات شو. ي� �داش ته درد ورغی او زما ورور يې په هغه ميدان کي په ميکاروف توپنګچه وويشت او مړ يې کړ. کله چي، په کابل کي د مجاهدينو حکومت جوړ شو، نو زما خاوند د ملي اردو جنرال شو. څو ورځي لا نه وې تېري شوي چي، د جهادي تنظيمونو ترم نځ جګړې پيل شوې اوګام پرګام پاټکونه جوړ شول. نور يې څه کوې، ترخه اوپاچاو، چې، جنرال يلداش هم يو پاټک جوړکړ. د ده ايله جاريانوبه هره ورځ په لسګونوخلک بنديانول، دچا په سرکې به يې مېخونه ورټکوهل اوڅوک به يې په مړيني نڅو� �. يوه شپه يې يوسړی چي، پښې اولاسونه يې ورتړلي ول، ما ته راواچاوه، مايې لومړی پزه او غوږونه وخوړل اوبيا مي يې نس ورڅيري کړ. په دې وخت کي زماخاوندداسي په خوند،خوند راته کتل، لکه دده چي هم دانسان دغوښوخوراک ته هواشوې وي. زماپه ژوندکي ترټولوښه خاطره هم دغه ده چې دانساني غوښ مې وخوړې او هغه هم داسي يو انسان چې خپله انسان په خوله کې راکړ. په دې ورځوکې په افغانستان کې دانسانانوترمنځ جګړه داسي توده وه چي، دسپيانوجنګول يې ګردسره له ياده وتلي ول. يوه ورځ مخالفې جنګي ډلي يوه قوماندان چي، طلاخان نومېده زموږ سيمه ونيوله اوزه په يوه زېرخانه کي په موږي پوري تړلی پاته شوم. طلاخان زماپه ليدوخوراخوشاله شو. تريوڅه وخت وروسته دطلاخان يو ملګری” جبار� �� زما انډيوال شو، د وخت په تېرېدوسره جبارته سړيتوب بد وايسېده اوسوکه،سوکه يې د سپيانوپېښې پيل کړې. لومړی يې خپل وېښتان دسپي په ډول ببرپرېښوول، بيا يې دسپي په شان غپل زده کړل اوتر دې وروسته يې دسپي په ډول داړل اودغوښوخوړل هم زده کړل چي، بيابه ما اوده په ګډه دانسانانوغوښي خوړلې . بيا يوداسي وخت هم راغی چي، جبارپه ښکاره له سړيتوبه واوښت اود سپيتاني اعلان يې وکړ. په دې وخت کي جيټ له ډېري خوشاليه له خپله ځايه ټوپ وهل، چا� �چشمه يې په غېږکي ونيو او ويې ويل: نوجبار اوس چيري دی؟ _ هغه دطالبانود رژيم تر ړنګېدو وروسته حکومت ونيو او اعدام يې کړ. _ اوف! نو ولي يې اعدام کړ؟ _ هغه دخپلې سياسي مفکورې له امله اعدام شو_ څه شی! دسياسي مفکورې له امله ؟_ هو! ځکه جبار د هغه سياسي ګوند غړي و،چي اوس د امريکايانوپه تور ليسټ کي شامل دی. که څه هم دولت ظاهراًجبارته دسلونفرو وژل پلمه کړل، خوپه حقيقت کي يې هغه د خپلي سياسي مفکورې له امله اعدام کړ، ځکه په افغانستان کي داسي ډېرکسان شته چي، په زرګونو افغانان يې وژلي دي. دغه کسان نه يوازي داچي، چا حساب کتاب ورسره و نه کړ، بلکي اوس هم سرې سترګې ګرځي اوددولت په لوړو پوسټونوکې هم کار کوي .جيټ خپړي سره وموښلې او ويې ويل: که زه هغه مهال په افغانستان کي وای، نوهيڅکله به جبارنه وای اعدام شوی. ياره دې طالبانوخوډېرلوی خيانت کړی دی چي، په کابل کي يې دغسي يوطلايي حکومت ړنګ کړ، که نه نواوس به مودخپل انسان الاصله سپي په مرسته ډېرملګري پيداکړي وای.چارچشمه دډاډ په ډول دجيټ پر اوږه خپړه کښېښووله اووه يې ويل: يوبل زېری به هم درباندي وکړم، هغه داچې دکمونستانوپه دوره کې هم دوه نفره له سړيتوبه اوښتي اوپه ډېروياړ يې سپيتانه منلې وه. چيټ له ډېري خوشاليه ټوپونه ووهل اوچارچشمه ته يې وويل چې، هله ژر راته ووايه چې داڅوک ول؟ چارچشمه وويل: کله چې دکمونستانوپه لوم ړيووختونوکې انجنېرظريف دکندهار والي و، نود سپيو په نوم يې دوه نفره ساتلي ول چې داقرار اخيستلو لپاره به يې بنديانوته ورايله کول اوهغوی به هم بنديان داسي کلک وداړل چې، اصلي سپيان به ورته هيښ پاتې شول. جيټ وپوښتل: هغه دوه نفره اوس چيري دي ؟ چارچشمه وويل: نه يم خبرچې هغوی به اوس چېري وي؟ تردې وروسته چارچشمه دجيټ غوږ ته خوله ورنژدې کړه اوويې ويل: ګرانه ملګرې! ماخو تاته مخکي وويل چي، زه په ډېربدحالت کي ارګ ته راغلی يم، اوس دا� �اته ووايه چي بايدڅه وکړو؟ جيټ دخنداپه ډول خوله ويړه کړه او ويې ويل: ګرانه دوسته ! ته زړه مه اچوه، زما سره طرحه شته. لومړی خوداچي، ته بايد انګلېسي ژبه زده کړې. چارچشمه دحيرانتيا په ډول غوږونه شک شک ونيول او و يې وپوښتل: څه شی! انګلېسي ژبه زده کړم؟ ماخونه څوک دانګليسي ژبې په کورس کې شاملوي اونه دفيس وس لرم. جيټ چارچشمه په غېږکي ونيو اوورته ويې ويل: ولي وارخطايې ګرانه، زه خولا ژوندی يم. زه به انګلېسي در زده کړم. هره شپه ارګ ته راځه ، زماسره به ډوډۍ هم خورې اوانګلېسي به هم درته ښيم، په دريوڅلورومياشتوکي يې زده کولای شې. څلورمياشتې و� �وسته زما انډيواله ” جوليا“ کابل ته راځي، زه به دي ورته معرفي کړم او هغه به دي له ځانه سره امريکا ته بوزي. هلته به يو ورکشاپ ووايې، تر هغه وروسته به جوليا بهرنی تابعيت درته واخلي اوبيا به په امريکايي ځواکونوکې بيرته افغانسان ته راشې. بيا دي نوخولۍ په غوړوکي ده، زماپه شان به ډېر ښه پوسټ ولرې، داړې خوبه دي ښه تېرې وي کنه ؟ چارچشمه داړي سپيني کړې او ويې ويل:_ هو! داسي تېرې دي چي، اوښ په څيرلای شم _ څه شی اوښ؟ ياني ته غواړې چي، يوحيوان څيري کړې؟ _ نه دغسي يوه خبره مي وکړه، ما ويل که اړتيا پيداشي نو اوښ هم څيرلای شم _ هيڅ اړتيا نه پيداکيږي ، ځکه چي موږ انساني پوځيان يو اوانسان ، نه يوازي داچي ټولي جګړې يې له انسان سره دي، بلکي خپلي ټولي لويي سلاوي يې هم دانسان لپاره جوړي کړي دي، خوپه هر صورت ستامسئوليت يوازي په دې سره پای ته نه � �سېږي چي، ته يوعسکري صاحب منصب شې، ته بايد لومړی په کابل اوبيا په نورو ولايتونوکې دانګلېسي ژبې کورسونه جوړکړې چي، له دې لاري دافغانستان سپيانوته کارونه پيداشي. چارچشمه په اندېښنه وويل: نو دافغانستان اردوخوډې� �کوچنی دی، اياټولوسپيانوته به کارپه کښي پيدا شي؟ جيټ وخندل او ويې ويل: ستاخبره سمه ده خوما په دې باب هم فک� �کړی دی. تاته خومعلومه ده چي، په نړۍ کي دچرګانووالګی ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدودی اوپه افغانستان کي يې هم نښي نښانې ليدل شوي دي اوځيني سپي اوګيدړي دغه ناروغه چرګان خوري چي، په دې ډول دافغانسان دسپيانو روغتيا ته يوجدي خطرمتوجه دی. زه به دغه موضوع زماله انډيوالي ”جوليا“سره شريکه کړم. هغه کولای شي چي، دافغانسان دعامي � �وغتيا وزارت په چوکاټ کي، دچرګانود والګي دمخنيوي لپاره يوپروګرام جوړکړي. دا پروګرام به دسپيانولپاره دچ� �ګانو دوالګي په اړه دعمومي خبرتيا ورکشاپونه وي چي، ټول استادان به يې سپيان وي. زه فکرکوم چي، ددې پروژې په عملي کولو سره به دافغانستان دعامي روغتيا په وزارت کي ډېروسپيانو ته کارونه پيداشي. داخودافغانستان دسپيانوخبري وې، خوزماسره په نړيواله کچه هم دسپيانودژوند په اړه يوجامع پلان شته. موږ بايد دنړۍ دټو� �وسپيانودخپلواکۍ، بقا، هوساينې اونېکمرغۍ لپاره مبارزه وکړو. همدا اوس په ايران کې دسپيانولپاره يو زندان جوړ شوی دی. موږ بايد ددې زندان دله منځه وړلو لپاره دژوند تراخري سلګۍ پوري خپلې مبارزۍ ته دوام ورکړو. زه باو� �لرم، چې موږ به په دې لار کې خامخا بريالي کېږو. دايران دولت بايد پوه شي چې دوی سپي په زندان کې اچولي دي. سپي خدای پاک دوزخ ته هم نه اچوي نو دايران دولت څه حق لري چې دسپيانو لپاره زندان جوړوي؟ داخو انسانان نه دي چې په ګوانتناموکې به بنديان وي اوله هرډول انساني قانون پرته به شکنجه کيږي اوهيڅوک به يې نه پوښته کوي اونه دچا زورپه رسېږي. امريکايان خو داهم وايي چې اصلاً داسي انساني قانون نشته چې له دې خلکودحقوقودفاع وکړي. زه ام� �يکايانوته داحق ورکوم، چې انسانان د ګوانتناموپه زندان کې دسپيانوپه شان وساتي،ځکه انسان پوه شه اوقانون يې، خوزه به انسان په تېره بيادايران دولت ته هيڅکله داحق ورنه کړم، چې دګوانتنامو د زندان په شان سپي بنديان کړي. دنړۍ سپي نه يوازي داچې بايدخپلواک، هوسا، باوقاره او نېکمرغه ژوند ولري، بايد ترمړيني وروسته هم په ډېر د� �ناوي خاورو ته وسپارل شي اوجلا هديره ولري. له نېکه مرغه چې اوس هم په نړۍ کې دسپيانو هديرې موجودي دي، چې هم دااوس دنړۍ دسپيانوترټولولويه هديره په روسيه کې ده، چې څلوېښت زره سپي په کښي ښخ شوي دي. تردې وروسته بايددنړۍ ټول سپي ترمړيني وروسته په ډېردرناوي خاورته وسپارل شي، نه داچې دافغانستان غوندي په ډله ييز ډول ژوندي ښخ اويا تر ډله ييزي وژني وروسته په يوه قبرکې واچول شي. موږ بايد دانسانانوغوندي له خپلوهمجنسو اوعزيزانو سره دومره لوی ظلم و نه کړوچې دسپيتاني تاريخ په وشرمېږي. چارچشمه چې تردې وخته يې په خورادقت دجيټ خبروته غوږ ايښی و اوله ډېري خوشاليه يې پر مخ اوښکي رابهېدلې، ناڅاپه له يوه لوی غپ سره ټوپ کړه او دچيټ په غاړه کي يې دمخ دوې پښې ور واچولې او ورته ويې ويل: ګرانه دوسته ! ته واقعاً چې دنړۍ دسپيانو لپاره ستر ارمانونه او ښه نيت لرې، زه به دمرګ تر اخري شېبې پوري په دې مبارزه کې ستاپر اوږه ولاړ يم او زه باور لرم چې موږ به خامخا يوه ورځ بريالي کېږو. ګرانه ملګريه! راشه چي په دې وياړ، نن شپه ترسهاره په زوره، زوره وانګولو او په دې ډول انسانانو ته دا وښيوچي، وګورئ! دوه سپيان دسيمه ييز، قومي، رنګ، نژاد اوداسي نووروتوپيرونوسره سره دنړۍ دټولوسپيانو د خپ� �واکۍ، نېکمرغۍ اوسرلوړۍ په نيامت سره يوموټی شول. تردې وروسته جيټ او چارچشمه ترسهاره په زوره، زوره وانګولل او په ارګ کي يې هري خواته منډي ووهلې، خو دوی نه چا وليدل او نه يې ددوی انګولاوي واورېدې. لکه چي، دافغانستان واکمنوته کوم مظلوم پښون دا ښيرا کړې وي چې: ” پرمېنه دي تور سپی وانګوله“.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: دری افغان دیپلوماتان د فساد او اختلاس په تور ونیول شول
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی د� �ی افغان دیپلوماتان د فساد او اختلاس په تور د څارنوالۍ له خوا نیول شوي دي.لوی څارنوالۍ د نیول � �ویو دیپلوماتانو نومونه او هغه هیوادونه چې دوي پکې کار کاوه د موضوع د محرمیت په سبب نه دي اعلام کړي.د لوی څارنوالۍ د څيړنو مشر حفیظ الله حفیظ وویل چې په دغو کسانو د اختلاس تورونه لګیدلي او که دغه تورونه پرې ثابت شي نو له سختي سزا سره به مخامخ شي. حفیظ الله وویل: (( دغه دری کسان اوس مظنون دي او تحقی� �ات جریان لري او هغه وخت چې محکمه حکم وکړي نومونه به یې افشا کړو)).ویل کیږي چې دغه دری کسان اوس د قوي تظمین په بدل کې د روغتیایې مشکلاتو له امله له بند څخه آزاد شوي دي.لوی څارنوالۍ وایې چې دغه کسان یې د به� �نیو چارو وزارت په خوښه نیولي دي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د پيپلزگوندوياند:د سکاتلنډيارډ رپوټ سم ندی
Write an article based on this title:
|
د پاکستان د خلکو گوند ویاند نن د هغې بریټانوۍ څیړنیزي ډلي رپوټ محکوم کړ چې ویلي یي دي بینظیربوټو په ډزو نه بلکه د چاودني د شدت له امله یې سر د موټر په بام لگیدلی وو او مړه شوي وه .د گوند ویاند شري رحمان نن د جمعې په ورځ وویل: مونږ لا هم په خپله لومړۍ خبرې ولاړ یو هغه دا چې په میرمن بوټو د یو کس له خوا ډزي شوي وي او وژل شوي وه. اسکاتلندیارد ډلې نن د جمعې په ورځ داسی یو رپوټ خپور کړ چې بینظیربوټو هغه وخت مړه شوه چې د ځانمرگي برید له شدت څخه یې سر د سپرلۍ لن� �کروزر ډوله موټر له بام سره وجنگيد. په دې رپوټ کې ټینگار شوی چې د بوټو په وژني کې یوازي یوه کس لاس درلود . د پیپلز گوند ویاند همدا راز د بوټو د وژني د انگیزۍ د معلومولو لپاره د ملگرو ملتونو سازمان د څیړنو د پیل غوښتنه وکړه .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: لنډه کيسه
Write an article based on this title:
|
طوبی ندا ساپۍ _ شنه ګوته به سره کړو . لمر په راختو و. په شنو ونو کې د ناستو مرغيو چغارو کلا پر سر اخيستې وه. سيلم په چوتره کې پر ايښي کټ غځېدلی و . پر سر يې پشه خانه خپره وه. د موبايل راډيو يې لګولې وه . راډيو کې د ټولټاکنو خبرې کېدې. مور يې لږ ليرې ناسته وه. په مڼډاړو يې شړومبې شاربلې. هغې چې به هر ځلې د شړومبو له سره ځک ټولاوه يو ځل به يې زوی ته وکتل . غوښتل يې تازه کوچ ورکړي. سليم له څو مياشتو وروسته کور ته راغلى و . دى په ليلې کې و . مور يې لور ته ورغږ کړل : _ليلا وه ليلا څه شوې... _ څه وايې مورې؟ _ هغه سپينه کڅوړه راوړه چې شړومې پکې واچوم....... د ليلا په لاس کې له شړومبو ډکه کڅوړه وه. د سليم د کټ خواته يې پر ونه وځړوله. سليم ورغږ کړل: _ليلا د رايو کارت دې اخيستی؟ ليلا په خندا شوه . خپل لانده لاسونه يې په شنه ټکري وچ کړل. ورو غوندې د خپل ورور د کټ پر ژۍ کښيناسته . په خندا يې وويل: _ ښځې پرېږده، سړو هم کارت نه دى اخيستی. د ليلا خبره لا نه وه ختمه چې د کلا د دروازې درز شو، ليلا په بېړه راپورته شوه : لکه چې ابا مې دی . زه ځم چې د سباناري غم وخورم. د سليم پلار د چوترې هغې غاړې ته پر غوړېدلي پلاستيکي فرش کښيناست ، لونګۍ يې څنګ ته کېښوده، څادر يې پر پښو وغوړاوه، سليم وويل: _ ابا يوه پوښتنه مې کوله. _ څنګه پوښتنه؟ _ د کلي خلک څه وخت د رايو اچولو ته ځې ؟ ما ويل ټول به په ګډه لاړ شو. _ زويه په کلي کې هيڅوک خپله رايه نه اچوي. _ ولې؟ _ په ټوله ولسوالۍ کې اعلان شوی، د هر چا ګوته چې شنه وه ، هغوی به يې ورسره کړي. _ نه پلاره دومره ډار خو والله که ښه وي . * * * سليم په ولسوالۍ کې خپله رايه واچوله . په بازار کې يې لږه سودا واخيستله . د کلي په خوا روان شو. د موبايل يوه شميره يې ډايل کړه . سيستم سم کار نه کاوه . لا هم په ټليفون اخته و چې د باغ د دېواله له سره دوه کسانو ټوپ کړل. يو يې ټيټ پنډ سړی و . بل يې لوړ، خو نری و. تورې پاج لونګۍ يې پر سر وې . مخونه يې پټ وو. پنډ سړي کلشنکوف سليم ته مخامخ ونيوۀ . ورسره يې وويل : _ د اوباما بچيه دلته به دې هيڅوک مرستې ته را نه شي . ښه به دا وي چې غږ دې ونه باسې کنه سوری سوری به دې کړم. دوهم سړي سليم له مټه ونيو، په غوسه يې وويل : _ ژر شه باغ ته واوړه! سليم غوښتل مقاومت وکړي . پنډ سړي د کلشنکوف پر قنداغ پر سر وواهه . هغوی سليم د انارو باغ ته واړوه، د باغ په اخر سر کې د سپېدارو ونې ښکارېدې . د ونو لاندې دوه کسه نور ناست وو، د هغوی مخونه هم پټ وو . يوازې سترګې يې ښکارېدې ، د يوه سړي په لاس کې اشکاره وه. د سليم رنګ له وېرې ژېر اوښتی و، حلق يې وچ شوی و، دمه پکې نه وه . لومړنيو دوو کسانو د سيلم لاسونه کلک کړل . درېم يې هغه ګوته چې د رايې اچونې پر مهال يې پر شنه رنګ رنګولې وه ، پر تېږه کېښودله . څلورم يې اشکاره پورته او د سليم پر ګوته يې راښکته کړه.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په سويل کې د طالبانو مخ پر کيميدونکی محبوبيت
Write an article based on this title:
|
رپوټونه وایې چې د طالب وسله والو له خوا د مخابراتي سکټور پر وړاندې د هغوي پر وینا (طالبانو) پیل شوی جهاد په چټکۍ پر مخ ځي .د مخابراتو سکټور چې د ولسمشر حامد کرزی د حکومت له جوړیدو راهیسي پکې د نورو هغو په پرتله ډیر پرمختګ شوی په دې وروستیو کې له خط� �ناکو ګواښونو سره مخامخ شوی دی .طالب وسله والو د هیواد په مختلفو سیمو لکه هلمن، کندهار او زابل کې د م خابراتي شرکتونو په ګڼو مرکزونو بریدونه وکړ او هغه یې وران کړل .په دې لړ کې د اریبا، افغان بیسیم او روشان م خابراتي شرکتونو ته پراخ ځیانونه رسیدلي دي.د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو له خوا په مخاب� �اتي ستنو د بریدونو ډیریدل به بر عکس په عامو افغانانو کې د هغوي پخواني اعتبار ته ځیان ورسوي ځکه د افغانانو ژوند اوس په ډیر پیچلي ډول له مخابراتي سیستمونو سره پیوند شوی دی .ویل کیږي چې دا ګړۍ د هلمند د سنګین ، نادعلي، باغران،دیشو او داسي نورو یو شمیرو ولسوالیو اوسیدونکي له مخابراتي اسانتیاوو محروم شوي دي .طالبانو تیره میاشت ټولو ټلیفوني کمپنیو ته خبرداری ورکړ چې که چیرته د مازدیګر له پینځو بیا د سهار تر ۴ بجو خپل خدمات په ټپه ونه دروي نو پرې به بریدونه وکړي .دولت ژمنه کړي چې د دې بریدونه مخه به نیسي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: پیښه
Write an article based on this title:
|
پیښه وولس کلنه هوسئ څو شیبې کیدې چې له خوبه را ويښه شوې وه، خو زړه یې نه کیده چې خپله د وریښمو هسې نرمه کمپله، سپنجي توشک او د بڼکو بالښت خوشې کړي. پرانیستې سترګې یې د چت به لور وې خو داسې ښکاریده لکه په کوم شي چې سوچ کوي. یوڅو شیبې همداسې پرته وه بیا یې خپل سر پورته کړ، د دروازې څنګته په دیوال زوړند ساعت ته یې وکتل، د سهار اتو بجو ته لس دقیقې پاتې وې. له ځایه پاڅیده، ستومانی یې وویسته او ژوره ساه یې واخیسته. د کابل د سهار تازه هوا ورته ټول بدن تازه کړ. لومړی یې زړه نه کیدو چې خپل ځای پریږدی اوس چې د� �یدلې وه له پریوتونه یې ډیر خوند ورکو. په ځان يې دخوب په سپینو جامو ګلابي واړه، واړه ګلان لکه واړه څاڅکی پ� �اته وو. ارتې جامې یې دومره سپکې وې چې هوسې هیڅ هم په خپل ځان نه احساس کول. د خپل خوب له کوټې نه ووته او په دهلیز کې د آیینی تر مخ ودریده. د آیینې دواړه خواو ته دوه څراغه لکه دوه نرئ شمعی ایښي وو. هوسئ به تل ددې آیینې تر مخ د خپل ځان د لیدو لپاره پښه نیولې کیده، خو له هغه مهاله چې یی د کورنئ له نورو غړو او خپلوانو اوریدلي و«دادې هوسئ جانه هم پیغله شوه» یا «هوسئ جانې ته خداې څومره ښکلی پیغلتوب ورکړی دی» هوسئ به چې کله د آیینی مخته ود� �یده، نو د خپل ښکلی مخ په جاج اخیستو کې به یی هیڅ بیړه نه کوله. اوس هم د آیینی تر مخ لکه د بت هسې ساکته ود� �یده. او د ځان په ننداره کی غرقه شوه. ویښتان یې لا ږمنځ کړي نه وو خو بیا هم تور ویښتان يی ول، ول د شیدو په څیر سپین مخ په دواړه خوا داسی پراته وو چې خپله هوسئ پرې مینه شوه. خپل ورین تندي، لویو تورو، تورو سترګو، نرئ پوزې، د ګلاب د پاڼو په څیر شونډو، غونډې زنې او اوږدی غړئ چې د ټیټ ګریوان له کبله نوره هم اوږده ښکاریده، هر یو ته په خورا مینه وکتل. یوځل بیا یی سا واخیسته، ټټریې ورسره پورته شو او خفیفه له غروره ډکه مسکا یې وکړه. نظر یې له خپل ځانه وشکو او د پخلي ځاې به لور داسې ولاړه لکه والوځي چې. کړکئ یې پرانیسته، بهر یې وکتل، داسې ورته ښکا� �ه شوه لکه نور ټول کابل چې دوه کړئ مخکې پاځیدلې وي. له ځان سره یې د کومې سندری زمزمه کول پیل کړل. د اوبو بوتل د � �اخیستلو لپاره یې یخچال پرانیست، چې په دی مهال کې یې دیوې چاودنې غږ واورید. د چاودنی غږ دومره اوچت نه و، ځکه چې له کوم ډیر لیری ځایه راغی خو دومره دروند و لکه ټول کابل چی ولرزوی. په همدې سهار څلورنیمې بجې د هوسئ له کورنه ډیر لیرې د یوه خټین کور په یوه کوټه کی چې په سپین پلاستیکی ترپال فرش شوی وه یو پنځه شپیته کلن سپین ږیرې شورنخود خرڅوونکې چې د کوټې په یوه کونج کې په یوه زړه کمپله بیده و له ځایه کیناست. په تورتم کې یې ژورې ژورې سترګې داسې ښکاره کیدی لکه دوه قوتي او په خپل ځاي کی داسې ناست و لکه سر چې یي په وږوکی ننوتې وي. د کور نه بهر چوپه چوپتیا خپره وه. لیرې له کوم ځایه د سپو د غپا غږ راته. هغه په خپل ځاي کی کرار ناست و، لکه د کوم څه په اړه چې تصمیم نیسي. یو څو شیبی همدا راز ناست و چې کمزوره غوګونو یې د سهار د آذان غږ واورید. د خپل زاړه بالخت ترڅنګ د ترپال له سرنه يی خپله پکړئ را پورته کړه، په سر یې کړه او بیا يې په دواړو لاسونو جوړه کړه. څادر يې په اوږه واچو او ورو له ځایه پاڅید. له کوټې نه د وتلو په وخت کې يې مخامخ کوټې ته نظر واچو، د ځوئ کونډه يې، زرلښته، له خپلو اولادونو سره لا بیده وه. په یوه زاړه نري توشک پنځه کلن جمال، درې کلنه اوږئ او یو کلنه بريښنا ګډ پ� �اته وو، او موريې ورته نیږدی په ټغر پرته وه. صدرالدین یو شيبه تم شو دوئ ته یې وکتل، بیا يې له شکره ډک اوسیلې وویست او روان شو. صدرالدین چې له کوره ووت تیاره لا داسې وه لکه نیمه شپه چې وې. آسمان صاف و او خال خال ستوري پکې ځلیدل. کله چې هغه د جومات ټیټې او خټینې ودانئ ته چې د منار پرځاي یې یو اوږد لرګې يې په سر ولاړ و او دوه لاسپیکرونه پرې تړلي و ته ورسید، په هغه رڼا کې چې د جومات له کڼکئ څخه په کوڅه پریوته یو زوړ سړې ولید چې له یو ماشوم سره د جومات د دروازې په لور د سهار د لمانځه لپاره روان و. کله چې جومات ته ننوت ويې لیدل چې ملا د جمعې � �پاره تیارې نیسي. ورو ورو د خلکو شمیره زیاته شوه او جمعه په درې صفونو کې د ټیټ قدي ملا تر شا ودریده. د لم انځه د خلاصیدو سره سم خلک خپاره شول. صدرلدین هم د کور په لور بیرته روان شو. آسمان اوس لږ روښانه ښکاریده او له ځاې ځاې نه د چرګانو د بانګونو غږونه اوریدل کیدل. ځینې خلکو لا وار دمخه کورونه د کار په نیت پریښې و. چا � �اس ګاډی مخې ته کړی و، څوک په خره سپور کار ته روان و او چا بوجئ شاته اچولې وه. صدر الدین چې د خپل کور ټیټه د ل� �ګیو دروازه چې دوه درې ځایه په ټیمانو رغول شوې وه پرانیسته، زرلښته د سپیره انګړ په یوه خوا کې د اوبو له ډن� �وکي نه آخوا د دیوال تر څنګ نغري ته ناسته وه. یوې ډډې ته يې جمال د خپلې مور څپلقې په پښو ناست و او بلې ډډې ته یې اوږئ پښې لوڅې او بې پرتوګه ناسته وه. جمال د خپلې مور پيښې کولې او له هغې سره یې سم نغري کې یو يو پوکې کوو، د د� �وازې د پرانیستیدو د غږ له اوریدو سره یې سم له خولې ووتل «اخ، بابا راغې!» اوسم د واره يې د خپل نیکه په لور من� �ه کړه. ببرسرې اوږئ هم د جمال پسې د خپل نیکه په لور مندې کړې. زرلښتې خپل زړوکې سم کړ او خپل خسر ته يې ستړي مشی و� �کړه، «ستړی مشې کاکا» صدرلدین جواب ورکړ، «خداي دې وبښه لورې. شورنخود څنګه دي پخیدو ته نیږدې شوي دي او کنه؟» «هوکې، دادې بس په یو څو دقیقو کې تیاریږ. چاي هم تیار دې، تر څو چې تاسې چاې څکئ او بیا ته جمال ښوونځي ته رسوې دا به سوړ هم وی.» په دې وخت کې چې جمال خپل نیکه ته رسیدلی و او د لمنې نه يې کلک نیولې و، صدرالدین ورټیټ شو او په غیږ کې یې جګ کړ. د جمال د شونډو ډډې ټيټې وې، وچورلې یې تریو و او له نازه ډک غږ باندې یې خپل نیکه ته وویل «بابا تا ویلي و چې د انارو جوس در ته اخلم، اوس يې واخله راته کنه!» صدرالدین په هغه خاص ټیټ غږ چې یواځې زاړه خلک يې باسي وخندل، «هه، هه، هه!» چې له خندا نه يې ډیر ورته والی ټوخي ته درلود او ویې ویل، «ته ډیر شیطان یې، ستا هیڅ هم نه هیریږي.» په تندي یې ښکل کړ،«سمه ده د ښوونځې په لاره کې به یې درته واخ� �م. زه اوس ته لاړ شه ډوډئ وخوره!» او جمال یې په مځکه د خپلې خور اوږئ تر څنګ ودرو. زرلښتې د نغري څنګ ته د صدرالدین د کوټې د کڼکئ مخکې یو فرش، چې د دوه زړو فرشونو له ګنډل شوو چنډونه جوړ و او یو څو پیوندونه یې په ډډو او منځ کې ښکاره کیدل واچو او په سر یې ورته یو وړوکې پلاستکي دسترخان واچو. صدرالدین او ماشومان تری تاو کښیناستل او بیا زرلښتې یویو شیشیي ګلاس او یوه یوه چنډه ډوډئ د ټولو په مخکې کیښودل. په لوګو تور شوي چاینک س� �ه په یوه سرخلاصې لوښي کې د دسترخان سرته بوره هم راغله خو یواځې جمال او اوږئ یې په خپلو پیالوکې د اچولو جرات وکړ. صدرالدین له ماشومانو سره تریخ چاي او سړه ډوډئ وخوړله او زرلښتې همدا شیان د نغري تر څنګ وخوړل. ډوډئ وخوړل شوه او جمال د ښونځي تګ لپاره تیار شو. له پرتوګ پر ځاي يې له هماغه کمیس سره پتلون واغوست او په هغه خلته کې چې موريې ورته ګنډلې وه د خپل ښوونځي کتابونه شاته واچول او خپل نیکه ته یې په داسې لهجه وویل «زه دادې تیار � �وم!» لکه ورته وچې وايې «راځه دادې اوس نو د انارو جوس راته واخله!» نیکه یې ورته موسکې شو. صدرا� �دین خپلې کلوشې په پښو کړې، خپل لمسې یې له لاسه ونیو او له کورنه ووتو. اوږئ ورپسې د انګړ ور پورې کړ. د کوڅې په فضا کې نری ګرد څرخیدو. د دوئ له راوتو نه مخکې کوم موټر په کوڅه کې تیر شوې و. دوئ د سړک په لور روان وو چې د کوڅې په بل ګوډ یو ټرک را واوښت. د غږ په اوریدو سره یې صدرالدین ور وکتل، په شګو بار لارئ په کنډ و کپر کوڅه کې داسې � �ا روانه وه تا به ویل چې هر شیبه يې د ویلونو د ماتیدو امکان شته. ښي خواته يې له دودرو نه تور پیړ لوګې را وتو او د ګردونو په هغه وریځو کې چې د لارئ له ټایرونو سره له مځکې را پورته کیدې داسې ګډیدو لکه په شودو کې چې تور رنګ و� �ګډ کړې. صدرالدین ژر وویل «پوزه بنده کړه!» او لارئ ددوئ له څنګه په غړمبار تیره شوه او شاته يې کوڅه په ګردونو کې غرقه پریښوله. صدرالدین او جمال په یو دوه خامه کوڅو کې تاو را تاو شول او بیا پاخه سړک ته ورسیدل. د پاخه سړک دواړو خواوته وړې موټرې، بسونه، او ټرکونه لیکه ورو ورو روان وو او کله به ودریدل. ځینی مامورین په د� �ویشي ګانو کې او ځیني افسران په یونیفورمونو کې د خپل دفترونو په لور د بایسکیلونو پر سر د سړک ډډوکې روان وو. ډلې ډلې واړه او لږ لوې ماشومان هلکان او انجونې له خپلو بکسونو او دسکولونو سره د ښوونځیو په لور روان وو. خو جمال په دې وخت کې نه څه لیدل او نه يې څه اوریدل، حتې دې ته یې هم پام نه و چې ښوونځې ته روان دې، ځکه چې اوس د هغې د � �هن د کائناتو فضا یواځې د انارو د جوسو په سوچونو ډکه شوې وه. له ځان سره مسکې و او له هر ګام سره يې د خپل نیکه لاس ته ټالئ ورکوله. چې څومره ښوونځي ته نیږدې کیدل، همدومره د سړک دواړو غاړو ته د خلکو ګڼه ګوڼه او د سړک پر سر د موټرو بیروبار زیاتیدو. د ښوونځي مخ ته ورسیدل خو لا د سړک نه اووښتي نه وو چې جمال یو وار بیا په داسې غږ لکه ډاریدلې چې وي چې نیکه به یې خپله وعده تر سره نکړي وویل، «دادې ښوونځي ته هم ورسیدو، نو څه وخت اخلې راته جوس؟» صدرالدین خپل یو لاس چې اوزګار و د خپل واسکټ جوب کې ښخ کړ او هغه پیسې چې هغې د خپلو دواګانو لپاره بیلې کړې وې لمس کړې او ځان يې ډاډه کړ چې شته دي. له سړک نه نیږدې پنځوس متره لیرې یو دوکان و. صدر الدین جمال ته وویل، «ته همدلته اودریږه زه ژر بیرته راځم.» مخکې له دې چې ولاړ شي شا اوخوا ته يې نظر واچو. له هرې خوا ماشومان ډلې، ډلې په دې لور راروان وو، خو د صدرالدین نظر د سړک پر سر د ګڼو موټرو په منځ کې په یوه امریکاېې موټر ونښت. و� �ارید او جمال ته يې وویل، «د سړک نه لږ دې خوا ودریږه.» بیا يې نظر ها خوا دې خوا واچو او جمال ته يې وویل، «ته هم دلته ودریږه، زه ځم او بیرته ژر راځم.» جمال په له مسکا ډکه خوله وویل، «ښه!» صدرالدین د دوکان په لور ولاړ. د سړک پر سر له امریکايې موټر له پرانیستي چت نه یو امریکايې چې زیړې نظامي جامې يې پر ځان وې، د جامو په څیر په زیړه ټوټه کې پوښ فولادي خولئ يې پر سر وه، په یوه لاس یې د موټر پر چت نسب شوی تور لوې ټوپک نیولې و او په بل لاس یې د خوا او شا موټرو ته اشارې کولې چې ور نیږدې نه شي. ډاریده چې له موټر نه يې په چاپیره موټرو کې د کوم ځان وژونکې موټر نه وي. خو د هغه موټرو چلوونکي چې په دې د موټرو په سیلاب کې د امریکایانو د موټر تر څنګ نښتې وې هغوئ هم د امریکايې په څیر په خپل ځان ډاریدل. په دې موټرو کې د امریکانو له موټر نه دوه موټره لیرې په یوه جګري موټر کې یو ځوان هلک چې عمر یې لا شلو ته نه و رسیدلې، ژورې شنې ستګې يې د دنګې پوزې دوو خواوته ځلیدي او نرئ ږیره يې درلوده، ناست و او هیڅ نه و ډاریدلی. نظر يې د امریکایانو په موټر نښتې و، او زړه يې کیدو چې د هغه م وټرو چې د دې او د امریکایانو د موټر په منځ کې وې له سره والوځي او ځان د امریکایانو د موټر پر سر واچوي. د ام� �یکایانو موټر لا د جمال څنګ ته نه و رسیدلې چې د جګري موټر او د امریکایانو د موټر له منځه یو موټر ووت، او بیا چې کله د امریکایانو موټر بلکل د جمال څنګ ته ورسید، دوهم موټر هم ددوې له منځه ووت. سم د واره جګري موټر د ام� �یکایانو د موټر په لور داسې منډه کړه لکه ریښتیا چې پري ټوپ کړي. دې حرکت امریکايي عسکر ته یواځې د یوې ډزې وار و� �کړ، چې د هغې غږ هم لا چا اوریدلې نه چې شاوخوا ټول غوږونه سترګې او ماغذه له کاره پریوتل. داسې یوه چاودنه وشوه لکه له اسمان نه چې تندر را پریوځي. چاچې له لیرې ځایو چاودنه ولیده، داسې ورته ښکاره شوه لکه یوه لویه بریښنا چې وشي او ورسره سم د تورو لوخړو یو غر له مځکې پورته شي. د چاودندې له ځایه ډیر لیرې کڼکئ ګانې، حتی د� �وازی ماتي شوې او نیږدي سل متره لیرې، له چاوندې څخه پنځلس، شل ثانیې وروسته د یوه کور په بام د یوه ځلمي سر وغو� �زید چې دنګه پوزه يې درلوده او ژورې شنې سترګې یې پرانیستې وې. د چاودنې پر ځاې کې د لوګو او ګرد دومره پیړه لوخوړه خپره وه چې که په دې مهال په دې ځاې کې څوک ژوندې هم واې او عصابو يې لا تر اوسه کار هم کولاې، نو بیا به هم ورته هیڅ نه ښکاریدل. خو ورو، ورو لوخوړه خپره شوه، او د چاوندې ځاې ورو، ورو څرګند شو. په کوم ځاې کې چې جګري موټر د ام� �یکایانو له موټر سره جنګیدلې و، د دري مترو په اندازه سرک ګرد تقریباً نیم متر په مځکه ننوتې و. او په منځ کې يې د وسپنې یو تور غونډاری پروت و چې یوه نرئ زیړه لمبه او تور لوګې ترې پورته کیده. دا همغه جګري موټر و. د ام� �یکایانو موټر له دې ځايه نیږدی لس متره هاخوا نسکور د سړک ډډې ته پروت و او دهغې امریکايې عسکر نیمه تنه د موټر نه هم یو څومتره لیري پرته وه. د چاودنې په مهال صدرالدین دوکان ته نیږدې شوې و، چاودنې له ځایه یو متر هاخوا غورځولی و او بیا يې تولولی و. اوس په مځکه پر ملا پروت و، لاسونه او پښې يې خواره وره وو او خوله يې پ� �انیستې وه. کمزورې زړه يې له دې قیامته ژوندې تیر شوې و، او سا يې هم چلیده. په همدې شیبه يې سترګې پرانیستل شوې، � �سمان ته يې کتل خو سم د واره يې ونه پیژندو. په مغذو کې يې مسلسل داسې آواز و له د کوم لوې سیند تر څنګ چې پروت وي. دوه درې ثانیې یې هڅه کوله چې پوه شې چې چيرې دې، بیا يې ناڅاپه سر پورته کړ او د سړک په لور يې وکتل. یو د بل پر سر پ� �تو مړټرو او د ماشومانو او لویانو بیشماره مړو چې هرې خواته پراته وو، سم د واره ور پیاد کړل چې څه شوي دي. � �اسونه او پښې يې داسې ولرزیدل تا به ویل چې کوم قوي سړي له اوږو نه نیولې او خوزوي یې. په خپل ټول قوت ناڅاپه له ځایه پاڅید او چیغې یې کړې «جماله! جمال جانه بچې! جماله!» او د سړک په لور يې منډې کړې. درې ګامه لا تللې نه و چې بی� �ته را وغورځید. وار ختايې دومره نیولې و چې په خپل داسې بیوسه غورځیدو د خفګان پر ځاې قهر ورغې او د خولې نه يې داسې کوکه ووته چې د قهر تریخوالې او د ژړا بیوسي پکې کډ وو. له ځایه په پاڅیدو بریالې نشو، په خاپوړو تر یوه ځایه ولاړ او بیا له ځایه پاڅید، بیا وغورځید او بیا پاڅید. پدې شان يې ځان د سړک سر ته ورسو. د یوه ماشوم بې سره تنه يې و� �یده، ژر ور ټیټ شو او له ګریوانه یې په دواړو لاسو داسې ټینګ ونیو لکه جنګ چې یې ورسره وې. په لړزانده غږ يې پری ورو غږ وکړ لکه خبرې چې ورسره کوي، «جماله!» بیا يې تنې ته کښته پورته وکتل. د ماشوم د څپلقو پر ځاې بوټان په پښو وو. بیرته يې خوشې کړ. هرې خواته د خداې نازولي بنده ګان، د میندو او پلرونو د زړونو سرونه نیم او نیم ګړي په خپلو وینو کې لیت پیت پراته وو. هغه نیکه چې د خپل لمسې د ګوتې له وینې کیدو سره له سترګو اوښکې تلې اوس له مځکې نه سرونه، لاسونه او پښې را پورته کولې چې جمال جان پیدا کړي. پدی مهال کې خارجي عسکران د پیښې ځاې ته را ورسیدل او ټول ځاي يې محاصره کړ. د مړو او زخمیانو په ټولولو او موټرو ته اچولو پیل وکړ. یوه عسکر چې صدرالدین ولید چې پر مځکه ناست دې فکر يې وکړ چې هغه هم ټپي شوې دې. یو بل عسکر ته يې اشاره وکړه او دواړو صدرا� �دین له وږو ونیواو وچت يې کړ. صدر الدین هڅه وکړه چې ځان ترې خلاص کړې خو دهغې زاړه اندامونه د عسکرو په ځواکمنو منګولو کې بیوسه وو. یوه ته يې مخ واړو او چیغې کړې، «پریمیږدئ! چرته مو روان کړی یم! په ما څه شوي دي؟ زخو رک روغ یم خپل بچی لتوم!» بیا یې خپلې اوږې په څومره وسه چې کیدله وښوځولې چې ځان ترې خلاص کړي او بیا یې چیغې کړې، «درته وایم پریمیږدئ! ولې مې نه پریږدئ چې خپل بچې پیدا کړم؟» خو چې کله یې موټر ته نیږدې کړ او نورپوه شو چې موټر کې یې اچوي او دا هیڅ هم نشي کولې نو په زړا شو، «که جمال جان بچې مې ورک شي نو زه به يې مور ته څه ځواب ورکوم چې ځوئ مې و� �ته څه کو؟ ولې مو زړه نه خوږیږی راباندې؟ ولې دومره ظلم کوئ؟» صدرالدین يې موټر ته چې مړي او زخمیان پکې پراته وو واچو او دروازه يې پورې کړه. موټر چې حرکت وکړ صدرالدین لا شیشه په سوکانو وهله او ژړل يې. لکه څرنګ چې مو د کيسې په پیل کې وویل، د دې چاودنې غږ د هوسئ کور ته هم ورسید. د غږ له اوریدو سره هوسئ د یخچال دروازه بیرته پورې کړه او د سندرې زمزمه یې بنده کړه. وریځې یې سره راټولې شوې او له کڼکئ نه بهر یې نظر واچو. د غږ د ټکان له کبله مرغان د ونو له ښاخونو پورته شوي وو، لنډ غوندې په هوا کې والوتل او بیرته کیناستل. هوسئ له ځانه سره وپسیده، «لکچې بله چاودنه وشوه.» یوه شیبه یې همدا راز کتلو ته ادامه ورکړه، او بیا یې بیرته اوچورلې صاف شو، د سندرې زمزمه يې له سره راونیوله او له یخچال نه ېې ځان ته اوبه واچولې. اوبه يې چې وڅکلې د پخليځاې نه بهر د آيينې مخکې بیا پښه نیولې شوه، ځان ته يې وکتل او ولاړله. پای خالد صافی اسلو، ناروې اګست، ۲۰۰۸
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ځانمرګي بريد دوه تنه مړه او اته نور ټپيان کړل
Write an article based on this title:
|
د هلمند په ګرشک ولسوالي کي يوه ځانمرګي بريد هغه وخت دوه تنه مړه او اته نور ټپيان کړل چي د امريکايي ځواکونو په اکمالاتي کاروان کي يې خپل موټر وواهه.د هلمند امنيه قومندان محمدحسين انډيوال د پېښي د تائيد تر څنګ وايي وژل سوي او ټپيان عام وګړي دي.د ګرشک امنيه قومندان عبدالمناف وايي د ده د معلوماتو له مخي په دغه پېښه کي پنځه کسه ټپيان سوي دي چي دوه يې امنيتي ساتونکي او درې د تېلو د ټانکرانو چلوونکي دي.دا په داسي حال کي ده چي تېر ماښام هم د دغه و� �سوالۍ په يوه بازار کي ځانمرګي بريد ٢٨ کسه وژلي او ٦٠ ټپيان کړل.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د محمود مرهون دوه کتابونه چاپ سول
Write an article based on this title:
|
په دې وروستيو څو ورځو کي د ځوان ژباړونکي او ليکوال ښاغلي محمودمرهون دوه کتابونه له چاپه راووتل. په دغو کتابونو کي يو (د ميني ليک) نومى کتاب دئ، چي د نړۍ د بېلابېلو ليکوالو هغه ليکونه ترجمه سوي دي، چي خپلو مينانو ته يې لېږلي دي. دغه ليکونه په لوړ ادبي او هن� �ي انداز سره ليکل سوي او په روانه ژبه ژباړل سوي دي. دغه کتاب په ١٥٠مخونو کي په کندهار کي د سنځر خپرندويه ټولني له خوا په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ. د يادوني وړ ده، چي د دغه کتاب په پيل کي د ښاغلي عبدالغفور � �ېوال سريزه هم راغلې ده. دوهم کتاب د (فاحشه) په نامه د ايراني ليکوال (جواد فاضل) ناول دئ، چي په همدغه نامه سره د ښاغلي مرهون له لوري په پښتو ژبه ترجمه سوى او په کابل کي د اميري نش� �اتي ټولني له خوا په ١٤١ مخونو کي چاپ سوى دئ. د يادوني وړ ده، چي پر دغه کتاب ښاغلو عبدالنافع ثنا او حيات ال� �ه رفيقي سريز ډوله يادښتونه هم ليکلي دي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: پاکستان له روزل شويو افغان جاسوسانو ويره لري
Write an article based on this title:
|
د ١٣٨٤ د وري ١١ کابل : په پاکستان کې ورځپاڼه ليکونکو د فدرالي حکومت يو سند افشا کړی چې پکې د څلورو سرو ايالتونو د امنيت ارګانونو ته د افغان روزل شويو جاسوسانو له ورتګه خبرتيا ورکړه شوې ده . پاکستاني ورځپاڼه ليکونکي وايي چې له اسلام اباد څخه په ليږل شوي دغۀ ليک کې ويل شوي چې په کابل کې د اسراييلو او هند له لورې يو شمير افغانان روزل شوي چې په پاکستان او ايران کې د هستوي اسانتياو په باب معلومات ټول کړي . پاکستان دعوه کوي چې په همدې نيت په دې وروستيو کې ٢٥ تنه افغانان د ډيورنډ له کرښې وراوښتي دي . په کابل کې ځينو تحليلګرانو د پاکستاني ورځپاڼه ليکونکو له لورې د خبر دغه افشا کول د شک په سترګه ليدلي او وايي دا ناممکنه ده چې د پاکستان د حکومت له لورې پټ رازونه دې داسې څرګند شي . دغه تحليلګران وايي دا ښايي په اسلام اباد کې د ځينو کړيو هغه هڅه وي چې افغانان د خپل حکومت په وړاندې بې باوره کول غواړي . دغو تحليلګرانو دا هم رد کړه چې ګواکې د اسراييلو د استخباراتو يا موساد له لورې دې په کابل کې دومره فعاليت روان وي چې کسان وروزي . افغانان ښايي د دې خبر له خپراوي وروسته بيا دا ويره پيدا کړي چې پاکستاني امنيتي مقامات به اوس په همدې پلمه عادي افغانان ځوروي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: شهنواز تڼي د ټولټاکنو کمېسيون ته د خپلې کانديدۍ اړوند اسناد وسپارل
Write an article based on this title:
|
د سولې غورځنګ ګوند مشر او د دفاع وزارت پخواني وزیر شهنواز تڼي لومړى کس و، چې پرون يې ولسمشرۍ ته د کانديدېدو اړين اسناد د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون ته وړاندې کړل . تڼي وويل چې اړوند اسناد يې د ياد شوي کمېسيون له شرايطو سره برابر وو. هغه وويل چې ده ديپلوم انجنير نثار سليمي ، چې دهرات اوسېدونکى دى د خپل لومړي مرستيال او محمدجان پامير ، چې د بدخشان اوسېدونکى دى او د سياسي علومو په برخه کې زده کړې لري، د خپل دويم مرستيال په توګه ټاکلي او ياد شوي کمېسيون ته يې ورپېژندلي دي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د ګرمسير غرونه نا کراره دي
Write an article based on this title:
|
د هلمند ولايت پوليس وايي د چهارشنبي د ورځي له ورستيو شيبو را په دي خوا يې ١٠ تنه طالب اورپکي د ګرمسير په ولسوالي کي کومه چې يو ځل د مخالفو لاس ته ورغلي وه وژلي او اوس هم عمليات په هغو غرونو کي روان دي چې د پاکستان پولي ته څيرمه پراته دي. په دي عملياتو کې چي د افغانستان د ملي پوځيانو له خوا پر مخ بيول کيږي د ناټو قواوي هم ملاتړي رول لري.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ٤٠ کيلو ګرامه ترياک پوليسو تر لاسه کړي دي
Write an article based on this title:
|
افغان دولتي پوليسو تيره شپه د هرات د ګل� �ان ولسوالۍ کې د نيشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره له يوې وسله والې نښتې وروسته ٤٠ کيلو ګرامه ترياک لاس ته � �اوړي دي . د هرات يو امنيتي چارواکي بينوا ته وويل د نښتى پرمهال مرګ او ژوبله نه ده رامينځ ته شوې او قاچاق وړونکي په تيښته بريالي شوي دي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: خاكريزوال يو زړور سپاهي و
Write an article based on this title:
|
بريالى مينه وال جنرال خاكريزوال د پوليسو لومړنۍ چارواكى وو چې د كابل چارواكو ته يي په بلخ كې د هغوى د اوامرو د پلي كېدو لار اواره كړه او خلكو ته يې ثابته كړه چې واقعا د خلكو درد ستونزې يې درك كړي دي ،كله چې نوموړى په بلخ كې د امنيه كوماندان په توګه وګمارل شو دا هغه وخت وو چې په بلخ كې هم د هيواد د نورو ولايتونو په څير د وسله والو قومندانانو زور زياتى وروستي حد ته رسيدلى وو دده ټاكنه د بلخ د امنيه قومندان په توګه ددې لپاره د زيات پام وړ وګرځيده چې د شاغلي كرزي دولت په بلخ كې د شهيد جنرا ل خاكريزوال په ټاكلو سره په هيواد كې د اداري او امنيتي سمون په مقصد خپل لومړنى ګام كيښود څومره چې په جنرال اكرم خاكريزوال حسابيده هغه د امنيت د راوستو په ډګر كې له تمي وچت كارونه وكړل او هغه ټول مسلح كسان چي تنظيمونو پورې يې اړه درلوده د مزار ې له شار ه وويستل او ځاى يې ملي پولسو ته وسپاره په دې توګه هغه د ولسواليو په پوليسو كې هم بدلون راووست او هغه په خواني قومندانان يې د پوليسو له صفه وباسل چې د خلكو د ساتنې په ځاي يې د هغوى پر حقوقو پښې ايښودې د مخدراتو په ضد يې ګړندۍ مبارزه پيل كړه او ګرد هغه دوكانونه او سرايونه يې د بلخ په ولسواليو كې وتړل چې چيرته به مخدره مواد خرڅيدل په بلخ كې يې هغه بې ثباته فضا له منځه ويوړه چې په رڼا ورځ به د مزار ې په ښاركې خلك وژل كيدل خاكريزوال دا وښوده چې دولت ددې ځواك لري چې هغه خلك د صحنې لري كړي چې يو عمر يې خلك زورولي او لا هم ترې خوند اخلي او دې مسلې د دولت توجه په ولاياتو كې نورو ورته بدلونو ته راواړوله چې د مثال په توګه د شمال په څو ولايتونو كې نوي واليان مقرر شول او همداسې په د هيواد په زياتو ولايتونوكې خو په دې به اوس بحث نه كوو چې نورو واليانو څه وكړل . كيداى شي همدا علتونه وو چې خاكريزوال ته يې ددې چانس وركړ چې د پاى تخت د امنيه قومندان په حيث مقرر شي په كابل كې يې هم په لنډ وخت كې هغه غله چې ددغه ښار د امنيت د خرابۍ سبب وو ونيول او قانون ته يې وسپارل له هغې وروسته چې جنرال خاكريزوال د كابل د امنيه قومندان په حيث مقرر شو نو راته يې وويل ((( ز ه به هغه ورنكاري چې خلكو او ولس ته امنيتي مشكلات راولاړوي د كابل نه وركوم او د يو تل پاتې امنيت لپاره به د ځان پروا هم و نه كړم ))) خو په دې وروستيو ورځو كې د اټالوى كليمنټينا تښتونې هغه ډير ځوراوو ډير فكر يې خراب وو . دا تښتونه هم د هغو داړه مارانو او غلو د نيوني نه وروسته تر سره شوه چې كابل كې پوليسو ونيول او ددې لپاره چې خاكريزوال د قانون عملي كول غوښتل غلو د خپل خلاصون لپاره بله لار پيدا نه كړه پرته ددې چې يوه داسې خارجي كاركونكي وتښتوي چې د درې كلونو راهيسې د كابل د كونډو او بې بضاعته ميندو سره يې مرسته كو له او په دې توګه په دولت فشار وارد كړي چې د هغوى ملګري خوشي كړي ځكه هغه چالونه چې به غلو په خوا د خپل خلاصون د پاره كارول هغه نور بې ګټې وه هيواد دشمنه ،افغان دشمنه او اسلام دشمنه عناصرو زمونږ يو شمير بې دفاع وطنوال او ورسره زړورپوليس جنرال خاكريزوال او د هغه ځوانان ملګري په ناځوانمردانه توګه شهيدان كړل او دومره لوى ظلم يې وكړ ، ددې ترڅنګ چې افغانان دغه خونړۍ پيښه غندي او د دولت نه په دې برخه كې د جدي پلټنو او د ظالمانو د پيدا كولو غوښتنه كوي دا هم غواړي چې هغه لار خپله كړي چې ددې ډول ظالمانو نه ددې هيواد د خلاصون سبب كيږي او هغه چارواكي چې په برخه كې سرغړاوى كوي بايد له دندو يې ګوشه كړي تر څو يې ځاى داسې څوكونيسي چې هغه كې د وطن د ساتنې مينه وي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کندهار پوليسو خبريالان سپک کړل
Write an article based on this title:
|
عتيق الله له کندهارهپه کندهار کې د خبري � �سنيو شا و خوا شل تنه خبريالان دوه ځلې د پوليسو له لوري سپک کړاى شول، لومړى د کندهار د ولايتي ودانۍ په خوله کې ولاړ پوليسو د سهيل لوېديځې حوزې لپاره د سفما له رئيس فضل الرحمن سره بدسلوکي وکړه او هغه د احتجاج په ډول و� �ايت ته له ننوتلو څخه انکار وکړ، خو وروسته ډېر ژر د نورو خبريالانو په مټ او د ولايت د مطبوعاتي سکرټر په م� �سته دا ستونزه اواره شوه، خبريالان د خبري کنفرانس په نوم د ولايت ودانۍ ته غوښتل شوي وو، خو هلته خبري کنف� �انس نه و او د کندهار ښار د مخورو او سپين ږيرو سره يوځاى يې د کندهار- کابل پر لويه لار د جمهوريت په نامه څلي پر لوري وخوځول. دا هغه څلى دى چې د يولک امريکايي ډالرو په لګښت د ګل اغا شېرزى د ولايت پر مهال کار پيل شو، دغه څلي ته هغه مهال د جمهوريت څلي نوم ورکړل شوى، خو اوس يې دغه څلى د پخواني جهادي قوماندان ملا نقيب په نوم ونوماوه.د دغه څلي د پرانيستنې غونډې ته خبريالان او د کندهار ښار ګڼ مخور، په لار کې ولاړو پوليسو پرېنښودل، ان تر دې چې د کندهار ولايت د مطبوعاتي سکرټرۍ په اجازه يې هم خبريالانو ته لار ورنه کړه، چې د دې غونډې ليدنه وکړي. ولاړو پوليسو د سيمه ييزو خلکو په منځ کې خبريالانو ته په تهديد امېزه لهجه ږغېدل او هغوى يې له غونډې څخه راوګرځول. د کندهار ډېرى خبريالانو بېنوا ويبپاڼې ته د پوليسو دغه عمل ناسم وباله او ويې ويل، چې دوه ځلې يې د نن ورځې په اوږدو کې بې ابه کړي دي. دا لومړى ځل نه دى چې په کندهار کې له خبريالانو سره ورته چلند کېږي. په کندهار کې تر ډېره بريده ځايي چارواکي د خبريالانو د راپورونو پخلى نه کوي، ورسره جوخت د پېښو او غونډو پر مهال پوليس تل خبريالان ځوروي. د روان لمريز کال د ثور مياشتې پر لومړۍ نېټه هم د سهيل لوېديځې اسيا يا سفما په غونډه کې چارواکي د خبرونو په نه پخلي تورن شول، خبريالان چې په ټوليز ډول په افغانستان (او په ځانګړې توګه) په سهيلي ولايتونو کې ډېر ځورول کېږي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د زهروغوړپ
Write an article based on this title:
|
د زهروغوړپ بوش د سپیني ماڼۍ مخکي چمن کي پتاوی ته د څو نفرو ، نوروچې نشه پراته وه په منځ کي د ونو شنه دیواله ته ډډه وهلی خوابدی ټیټه غاړه ناست وو یوبوتل او پیک یې مخ ته پروت وود ځان سره لګیاه وو او خپل پیک ته یې په ځیرځیرکتل . دغه مهال کرزی راغی او د بوش په دی بدحالت یې اوښکې له ست� �ګو توی شوې هغه ته به ګونډو کیناست لاس یې په غاړه کي ورواچوی او د هغه به سلامتی یې د هغه مخ ته ایښوول شوی پیک یې د هغه سره د غم شریکی په پار په سر پورته کړ هغه ته یې وویل: ته ولی دومره خپه یې؟ ! اخیر خبره څه ده؟! بوش ورته وویل : ما پریږدی چي خپل غم خپله وګالم پخوا به چي په رسنیوکي دکلنټن اومونیکا د عشق کسیه توده � �وه کلنټن به یو راکت پر افغانستان او یوپر عراق وغورځوی نو اصلی خبره به ورکه شوه او ټولو به پرهغه چکچکی کولې .ما ویل راشه ته دا دواړه ځایونه ونیسه چې خلک نوری خبری هیری کړی خو ... خو ای ای پیسې ولاړې، نوم ولاړی یرغل ګر شو، عسکر ولاړه په زر هاو مړه شوه. د بلی دوره مابینی ټاکنی می هم بایلی د ډالر بیه د م ځکی سره وموښتله.... ای ای د سترګو نه یې لکه تمساح اوښکې توی � �وی کرزی د چپنی په لستوڼی د هغه اوښکې او پزه ور پاکه کړه بوش ورته وویل: مه کوه! ما کوه !خپل یونیفورم مه خراب وه ! کرزی ورته وویل: دا یې لستوڼی دی فرق نه کوی چې چوڼ چوڼ شی بیا یې لکه نه مالومیږی. بیاد سپيني ماڼۍ له ور نه دعراق صدراعظم رامالوم شو بوش د بوتل نه نور پاته دارو په ګیلاس کی واچوله صدراعظم سلام واچوه .بوش د سر په اشاره سلام علیک کړ هغه چې دوی په دې اکر کي ولیدل د غم شریکی دپاره یې د ا پیک هغه به سر پورته کړ. بوش ناری کړه ولی ما نه پریږی ځان مړ کوم! زه نوره حوصله نه لرم تاسو می اوس مړینی ته هم نه پریږدی چې زه ځان ته زهر واچوم یو راشی بل راشی هغه نوشجان کړی څه مفت خو نه دی د زهرو بوتل مو را خالی کړڅو ځله یې سترګی ورپو� �ی له ځایه ولاړ شو په غوسه خپل دوتر ته ننوت او د ویسکی بوتل یې د دوستانو د غم د هیرولو لپاره په سر پورته کړ
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په لبنان كي يو اسرائيلي عسكر مړ او ۲ زخميان سول
Write an article based on this title:
|
په لبنان كي هغه وخت يو اسرائيلى س� �تېرى مړ اودوه زخميان سول چي د اسرائيلو كمانډو ځواكونو د حزب الله ګوند په جنګياليو پسي پټ عمليات ترسره كو� �.د لبنان لومړي وزير فواد سينيوره د اسرائيلو حكومت په دې تورن كړ، چي تر اوربند پنځه ورځي وروسته يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېكړه ليك مات كړ. وروسته له هغه چي تېره دوشنبه د اګست پر ۱۶ مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا له اسرائيلو څخه پرلبنان د يرغل د پاى ته رسولو غوښتنه وكړه، دا لومړى بريد دى چي د اسرائيلي ځواكونو له خوا د لبنان په خاوره كي ترسره كېږي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ملګري ملتونه: افغان او ناټو ځواکونو زمونږ د کارکونکو په ژغورلو کې سستي کړي ده
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ناټو ځواکونو قومانداني په کابل کې د دوي د کارکونکو په استوګن ځای باندي د شوي برید په مخنیوي کې پړه بللي او دغه دوه ارګانونه یې تورن کړي چې د دوي د مامورینو په ژغورلو کې یې په ځنډ عمل کړی دی. د تیرې پنجشنبې په ورځ دری تنه په وسلو او چاودیدونکو توکو سمبال برید کونکي چې ویل کیږي طالبان ول د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د ملګروملتونو سازمان یوه استوګن ځای ته ور ننوتل او دغلته یې د سازمان ۶ کارکونکي ووژل او شاوخوا ۹ نور یې ژوبل کړل. د برید پر مهال په دغه میلمستون کې د ملګرو ملتونو ۳۴ تنه کارکونکي موجود ول چې پاتې نورو د امنیتي کسانوتر ور رسیدو پوري د خپلو تمانچو په مرسته له برید کونکو سره مقاومت کړی وو. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون تیره شپه ویلي چې افغان ځواکونه د دوي پر میلمستون له برید یو ساعت وروسته سیمې ته ور ورسیدل او د هغوي تر رسیدو پوري د دوي یو شمیر کارکونکي مړه او ژوبل شوي ول. ښاغلي مون وویل چې د دوي کارکونکو څو څو ځله له افغان او ناټو ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو هغوي پر وخت سیمې ته و نه رسیدل . د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایې جرمونو سره د مبارزې د څانګي یوه مشر جنرال جمیل جنبش وویل چې افغان پولیس له برید سره سم سیمې ته ورسیدل او وروسته نورو اضافي سرتیرو هم سیمې ته ور ودانګل. په ورته وخت کې د ناټو یوه ویاند جیمز اپاتورای وویل چې له دوي څخه افغان ځواکونو د مرستې غوښتنه نه وه کړي او د دوي د پالیسۍ له مخې لومړی افغان ځواکونه سیمې ته ځی او که اړتیا وي بیا له ناټو ځواکونو څخه غوښتل کیږي چې د هغوي مرستې ته ور دانګي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان په میلمستون باندي د برید څخه څو شیبې وروسته د دغه سازمان یو ژوبل کارونکی د افغان سرتیري په اوږو کې
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: مدافعان (محمدنعمان دوست)
Write an article based on this title:
|
د شپې نږدې اته بجې وې ، کابل ښار کې لا هماغه شان ګڼه ګوڼه وه او هر موټر له بله د مخکې کېدو کوښښ کاوه . ماسره په موټر کې د دفتر دوه بهرنيان هم ناست وو . م وټر د باغ بالا پر سړک ورو- ورو روان و . دلته د سړک تر دواړو غاړو کورونه هم موقعيت لري . له يو- يو موټره د هارنډونو غږونه پورته کېده ، ناست امريکايى او انګريز يو بل ته وکتل او بيايوه وويل : عجيبه وطن دى ، عجيبه خلک دي ، په دې شپه کې هارنډونه کوي ، څوک به ويده وي ، څوک به ناروغه وي ، د هيچا فکر ورسره نه شته . امريکايي غږ کړ : دا خو د بشر د حقونو نقض دى ، که زموږ ملک کې دا کار څوک وکړي جريمه کېږ ي . انګريز وويل ، دلته د بشر د حقونو په غم کې څوک نه دي ، هيڅوک د بل غم نه کوي . په همدې وخت کې � �اډيو د اتو بجو خبرونه پيل کړل :(( تېره نيمه شپه د ناټو هوايي ځواکونو په هلمند کې يو کور بمبار کړ . )) نطاق زياته کړه : (( دغه کور چې دکلي په منځ کې و ، ناټو پرې د ترهګرو د پټنځاى شک کړى و ، خو وروسته معلوم ه شوه چې ، په وژل شويو کسانو کې ميرمنې او تنکي ماشومان هم شامل دي او ... ))په بدن مې يوه لړزه خپره شوه ، اوار رپېدم ، ناست بهرنيان راباندې پوه شول . يوه وويل : زموږ په خبرو خپه شوې ؟ بد خو مو ونه ويل ؟ ټول بشر يوو بايد د بشر درناوى وکړو . ماوې : نه ، رښتيا هم تاسو د بشر د حقونو مدافعان ياست !! Numandost75@yahoo.com د تلې اوومه ، کابل
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د تهران مسله د نړيوال اتومی آژانس په لاس کي ده
Write an article based on this title:
|
میرویس ج� �الزی ( کابل) د ایران جمهور � �یس محمود احمدی نژاد ویلي چې ، د ایران اتومی مسله د نړیوال اتومی آژانس د چارواکو په لاس کې ده . هغه بیا هم د تل په شان د خپل هیواد اتومی بهیر سوله ایزوبلل او زیاته یې کړه چې د لویدیځ فشارونه او د امریکې له خوا لگیدلی تعضیرات به زمونږ په اتومی پروگرام هیڅ اثر ونکړي . هغه وویل ایران یوې یوې ورځی په تیریدو د سولیزی اتومی انرژۍ د ترلاسه کولو په لار کې یو یو گام پر مخ ځی . احمدی نژاد دا څ� �گندوني د ملگرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې په نیویارک کې وکړي .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د افغان ملت ګوند یوه هیات د ډاکټر غني سره وکتل
Write an article based on this title:
|
ووړمه ورځ د افغان ملت ګوند یوه هیات د ګوند د موسس غړي او افتخاري ریس ډاکټر محمد امین واکمن په مشرۍ د ولسمشرۍ له پیاوړي کاندید ډاکټر اشرف غني اح مدزي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.په لیدنه کې د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې اترې وشوې. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي واکمن ښاغلي غني ته ډاډ ورکړ چې د افغان ملت ګوند غړي په سلو کې تر ۹۰ زیات د هغه د کاندیدېدا ننګه کوي او په ټول هېواد کې هر چېرته چې یې د نفوذ ساحه ده، د ښاغلي غني له پاره په کار بوخت دي.ښاغلي غني له ښاغلي واکم ن او ورسره هیات نه مننه وکړه. هغه وویل چې ده د یوه با ثباته، باوقاره او پر ځان متکي افغانستان د جوړېدا له پا� �ه د هېواد مشرتابه ته ځان کاندید کړی، تردې پورته بله آرزو نه لري. ښاغلي غني خپله هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې دی به د هېواد پر منافعو له هیچا سره هېڅ ډول معامله نه کوي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: ولي ډیری افغانان د تابعت تذکرې نه لري؟
Write an article based on this title:
|
لیکوال: میرویس جلالزی د تابعت د تذکرې ( پیژند پاڼې) درلودل د هر هیواد د وګړو حق دی او د دغو معتبرو اسنادو په مټ یو کس د یوه هیواد تابع یا وګړی بلل کیږي چې متاسفانه غټه شمیره افغانان لا هم دتذکرو له درلودو محروم پاتي دي. دا په دې معنی نه ده چې د تذکرو نه درلودونکي افغانان، د افغانستان وګړي نه دي، بلکه د تذکرو ټکنی ویش او د حکومت غفلت د دې لامل شوی چې � �یری افغانان د تذکرو له درلودو محروم پاتي شي. که څه هم د طالبانو د حکومت له نسکورید وروسته د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې تذکرې ویشل کیږي خو ادارې فساد او د تذکرو د چاپ ټیټ کیفیت د دې لامل شوی چې ګن � �میر افغانان د تذکرو اخیستلو ته زړه نه ښه کوي او که چیرته غواړي تذکره واخلي نو باید په ځان ډیر تک� �یفونه ومني. د افغانستان تذکرې دمګړۍ په یوه سپینه پاڼه کې ځای کړای شوي دي او که چیرته یې یوه بهرني هیواد او یا سفارت خانې ته د پاسپورټ د اخیستلو لپاره وړاندي کړي نو دا به افغانستان او افغان دولت ته یو لوی � �رم وي، ځکه چې دغه تذکرې له هیڅ راز نړیوال معیار سره برابري نه دي او بڼه یې هم د یوې عریضې یا درخواستۍ په څير ده.د ډاکټرنجیب الله او له هغه د مخه حکومتونو د حاکمیت پر مهال که څه هم تذکرې له ټیټ چاپي کیفیت څخه ب� �خمني وي خو څو موزوني پاڼي او د تذکرو ښکلي پښتې دغو معتبرو اسنادو ته څه نا څه اعتبار ور بښلی وو په داسي حال کې چې دمګړۍ یوه معمولي سپینه پاڼه او پرې څو جدولونه د تذکرې په توګه افغانانو ته ویشل کیږي. د یوه وګړي لپاره د تابعیت د تذکرې درلودل د طبیعي افاتو، جرمي پيښو د معلمولو او همدا راز د ټرافیکي پیښو د پیژندګلوۍ لپاره له دولتي چارواکو سره ډیره مرسته کولای شي. که چیرته یو کس مړ وموندل شي نو د هغه تذکره یا پیژند پاڼه له اړوندو چارواکو سره مرسته کوي چې نوموړی بي اجازې خاورو ته و نه سپاري او د تذکرو د هغې کاپۍ په مرسته چې د کورنیو چارو په وزارت کې پرته وي دغه مړی خپلې کورنۍ او یا ټبر ته وسپاري. د زلزلې، سی� �اب، طوفان او ورته نورو طبیعي افاتو څخه د زیانمنو شویوکسانو د هویت د پیژندګلوۍ په برخه کې هم د تذکرو او هغو اسنادو څخه اغیزمنه ګټه اخیستل کیدای شي چې له کورنیو چارو وزارت او یا د ثبت احوال نفوس له دفتر سره پراته وي. نن صبا چې نړۍ د تکنالوژۍ په برخه کې هره ورځ د یوه نوي بدلون شاهده ده ، څه ښه ده چې افغان دولت هم د یوه شفاف او کارنده میکانیزم له مخې زمونږ وګرو ته منظمي تذکرې چاپ او وویشي. اوس زمونږ په ټولو ادارو کې کمپیوټرونه شته او دا تکنالوژي هم په هیواد کې موجوده ده چې اسناد په ښه کیفیت چاپ کړې او داسي شفرونه ورکړي چې پکې د جعل مخه ونیول شي. خو د دغه پروګرام شرط به دا وي چې پیژند پاڼي به په ښکلي او داسي بڼه ترتیب شوي وي چې پکې د جعل او تقلبکارۍ زمینه نه شي برابریدلای او همدا راز به په کمپیوټرونو کې ثبت وي. د بیلګې په توګه که چیرته یو کس په پلازمینه کابل کې دمګړۍ تذکره اخلي نو نوموړی به شاوخوا څلور ورځي د تذکرې د اخیستلو لپاره تیروي تر څو د داسي یوې تذکرې خاوند شی چې په هیڅ معیار برابره نه ده. د تذکرو د ویش زوړمعیار، د پخوانیو او په کمپیوټري سیستمونو د نا بلدو کا� �کونکو شتون او د ویش کلاسیک او زوړ سیستم په فساد سربیره هغه عوامل دي چې دتذکرو د ویش پر مهال یو کس ته سرغوږی جوړوي او د نوموړي شخص د زیات وخت د ضایع کولو لامل ګرځي. افغان دولت او په خاصه توګه دکورنیو چارو وزارت باید د تذکرو د ویش د زاړه سیستم پر سر غور وکړي او په دغه برخه کې داسي نوی میکانیزم پلی کړی چې د نن لاړه شه صبا راشه فرهنګ له مینځه یوسي. بله خبره د تذکرو د ثبت مسله ده. دمګړۍ چې کله یوه کس ته تذکره ورکول کیږي نو د دغې تذکرې یوه کاپي په یوه خاص کتاب کې ثبتیږي چې بیا هغه کتاب په یوه مشخص کا� �تن کې چې د هر ولایت کارتن ځانته دی وساتل شي. ښه به وه چې د کورنیو چارو وزارت او د احوالو او نفوسو د ثبت � �یاست دغه کتابونه په کمپیوتري بڼه بدل کړي وای او ټولي تذکرې یې په کمپیوتري بڼه له ځان سره ثبتي کړي وای. دغه کار به دولتي چارواکو ته دا واک او اختیار ورکړی وو چې د یوې پیښې د رامنځ ته کیدو په صورت کې به یې د دغه کمپیوټري آرشیف په مرسته د هر کس هویت او ځای په ښه او دقیقه توګه سره په چټکۍ س� �ه معلوم کړای وای. متاسفانه چې نن صبا د تذکرو پر ځای داسي پاڼي مونږ افغانانو ته د تذکرې په نامه راکول کیږي چې بل ته د ښکاره کولو وړ نه دي او هیڅ څوک ورته د تذکرې ارزښت هم نه شي ورکولای. د هغې ورځي په هیله چې ټول افغانان په کم وخت کې په ښه توګه او د لوړ کیفیت او آبرومندانه تذکرو خاوندان � �ي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: لوګري پهلوان د افغانستان په کچه بی ساری ریکارډ ټینګ کړ
Write an article based on this title:
|
میرویس جلالزی د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي د هیواد په کچه د وزن را ښکلو یو بي ساری ریکارډ ټینګ کړ. دغه پهلوان شاه محمد نومیږي چې د برکي برک د ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اصلي دنده یې هم دهقاني ده. نوموړی په دې توانیدلی چې په یوازي سر په خپلو ویښتانو باندي څلور کرولا ډوله او یو کاسټر مسافر وړونکی موټر د څو مترو په واټن را کش کړي. پهلوان شاه محمد وایې چې دولت ورته هیڅ راز پاملرنه نده کړي او شاید هم د ملي المپیک کمیټه تر اوسه پوري خبره هم نه وي چې شاه محمد څوک او چیرته ژوند کوي. نوموړی چې له حکومت څخه سخت ګیله من ښکاریده دا وړتیا هم لري چې د وړو شل منۍ بوجۍ او یو شپیته کیلوګرامه انسان دواړه په خپلو اوږو بار او د بایسکیل به سپرلو یې تر څو متره واټن پوري انتقال کړي. شاه محمد د هیواد په کچه د وزن د را کشولو او پورته کولو بي ساری ریکارډ ټینګ کړی دی.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: (نړۍ پېژندنه ) دنړۍ دهيوادونو معلومات
Write an article based on this title:
|
دا اثر چي هالنډ مېشتي ليکوال ښاغلي تلاښ ا� �کوزي ليکلی دنوموړي په همکاري په سهيلي پښتونخوا کي د پښتوادبي غورځنګ له خوا چاپ او خپور سوی دی د نړۍ د هيوادونو لنډه پيژندنه سوېده او همدا راز د هغوی جغرافيه ،اقليم ، وگړي او پانگه هم په مفصله توگه ښودل سويدي .د نرۍ په هکله په زړه پوري مالومات ليکل شويدي . چي په ۳۶۰ مخونوکي چاپ سوی دی .کتاب پيژندنه : دکتاب نوم :نړۍ پيژندنه ليکوال : تلاښ الکوزیخپرونکی : پښتو ادبي غو� �ځنګ.کويټهدخپرونولړ: ۱۲چاپکال : ۱۳۸۵ ل < ۲۰۰۶>مچاپ شمېر : ۱۰۰۰ توکهکمپوز / ډيزاين : لمر کم پوز کور.کوتهکمپوزوونکی : بارکوال / محمد عالم لوراندچاپځای : يونايټيد پريس کوته دمع� �وماتو له پاره پر دې پته ليک وليکی azadafghanan@hotmail.com
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: د کويټي په ښار کې چاودنه وشوه
Write an article based on this title:
|
دا چاودنه له گڼې گوڼې څخه په يو ډک بازار کې رامنځته شوه چې له امله يې شاوخوا ١٢ تنه ټپيان شوي دي. د روغتون د چارواکو په وينا د يو تن ټپې روغتيايې حالت د اندېښنې وړ دي. پوليس وايې دغه چاودېدل شوى بم په يو بايسيکل کې ځاى پر ځاى شوى و نوموړي زياته کړه چې په دغه بازار کې د لوى اختر او د کرسمس لپاره زيات شمېر خلک د خريدارۍ لپاره راغلي و. د پيښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې او په دې اړه څېړنې رواني دي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په خوست کې یو پولیس او دوه طالبان وژل شوي دي
Write an article based on this title:
|
د خوست امنیه قومندان جنرال ایوب د بېنوا ویبپاڼې همکار ته ویلي چې تېره ورځ ناوخته طالبان جنگیالیو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او دغه راز په نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: غزل
Write an article based on this title:
|
خدایه راکړي هغه لمر چه شپه سبا کړي هره خوا لکه مشعل تیاری رڼا کړي دا دنيا یوه بازیچه د مخلوقات ده خو دنیا یه بازیچه باچا ګدا کړي نن يي خاوري، چه سي خاوري په رښتيا نو په تا پسی ژړاوي د ريا کړي خلکو ما درته ويل چه باور مه کړۍ د ازله بی وفا به څه وفا کړي؟ چه يه بند کړه ټول درونه په خپل لاس اوس به څنګه او په چا پسي صدا کړي؟ دا د دوو ورځو ژوندون دۍ د نادان نن يي تير سو په غفلت څه به سبا کړي؟ کوټه ٢١/١/٢٠٠٣
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: طالبان:دمټا خان ولسوالۍ مو نيولې ده
Write an article based on this title:
|
يوتن قاري يوسف احمدي چې ځان دطالبانو وياند بولي بينوا ويپاڼې ته ادعا وكړه چې،د دوى جنګيالوي تيره شپه دپكتيا دمټا خان ولسوالۍ نيولې او دوه تنه افغان پوليس يي وژلي دي.خو،دپكتيكا والي ډاكټر اكرم خپلواك بيا د امنيتي پوليسو دوژلو كيدو پخلى و كړ خو، دطالبانو هغه ادعا چې كواكى ياده شوې ولسوالۍ يي نيولې په كلكه رد كړه.خپلواك زياته كړه،تيره شپه ددو بجو په شاخواكې يوشمير طالب وسله والو دمټاخان ولسوالۍ پرامنيتي پوليسو بريد وكړچې،په ترڅ كې دوه تنه پوليس او يوطالب جنګيالى ووژل شول.په همدې حال كې طالب وياند قاري يوسف په زابل ولايت كې هم دملي ا� �دو د دوو تنو سرتيرو دوژل كيدو سربيره ديو اګمالاتي موټر دويجاړ كيدو ادعا هم وكړه خو،تراوسه دطا� �بانو ددې ادعا په اړه دزابل امنيتي مقاماتو څه نه دي ويلي.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: په گلستان ولسوالۍ کی گڼ شمیر طالبان وژل شوی
Write an article based on this title:
|
اوس ویل کږي چې د فراه په گلستان ولسوا� �ۍ کې د طالبانو گڼ شمیر پلویان وژل شوی وو او د هغوي ډیر تجهیزات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي . د فراه ولایت ام نیتی چارواکي وایې چې د گلستان ولسوالۍ په بیرته نیولو کې یې څه ناڅه 60 تنه طالبان وژلي او - 51 - عرادي ډول ډول م وټر یې هم له هغوي څخه نیولي دي .دا شمیره په لومړیو رپوټونو کې خورا ټیټه ښودل شوی وه .ها خوا ایتلافی سرتیري بیا وایې چې د هلمند به گرمسیر ولسوالۍ کې یې 15 تنه دولت ضد وسله وال وژلي دي .گرمسیر د هلمند هغه لري پرته و� �سوالۍ ده له گاونډي پاکستان سره اوږد سرحد لري .
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: طالبان: دخوست د کوچيانو مشرمونږ وواژه
Write an article based on this title:
|
د خوست ښار په شرقي هبرخه کې د کوچيانو قوم ي مشر او دخوست دولايتي شورا غړى نامعلومو کسانو په ډزو وژلى دي . دخوست امنيتي چارواکو نن سهار بينواويب پاڼي ته وويل چې وژل شوى کس نه له مخالفينو او نه هم له دولت سره کوم ارتباط درلود ، ليکن طالبان بيا وايي چې د کوچيانو دامشر له افغان دولت او ائتلافي ځواکونو سره د جاسوسۍ له امله وژل سوى دى.
|
Write a Pashto article based on the provided title.
|
Title: کرزی له بوش سره په ټیلیفون کې غږیدلی.
Write an article based on this title:
|
له ولسمشرۍ ماڼۍ بینوا ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن له غرمې وروسته افغان ولسمشر کرزي ته دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج بوش ټی� �یفون وکړ او دواړه مشران په هیواد کې دروانې امنیتي وضعې په اړه وغږیدل، له تروریزم سره جگړه یې یاده کړه او دبیارغونې کارونه یې وارزول. خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر بوش ولسمشر کرزي ته له واشنگتن څخه دلیدنې خبره هم وکړه چې نیږدې راتلونکې کې واشنگتن ته ورشي.
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.